Mon, August 2, 2010 21:40:03   

 د ښاغلی مفتاح الدین ساپي ادبي او فرهنګي آثارو ته یوه کتنه

 

د پښتو ژبه د نورو ژبو په څنګ کې یوه اصالت لرونکې، تاریخي، قوي، پیاوړې او د علم د پراخو سر چینو لرونکې او د سترو ادیبانو او شاعرانو ژبه ده، چې یو شمیر بهرنیو لیکوالانو او ادب پوهانو په خپلو آثارو کې په دې هکله ډیرې څیړنې او پلټنې کړي دي.

زموږ په ګران هیواد کې د پښتو ادب په آسمان کې لیکوالان، ادیبان او شاعران هغه ځلیدونکي ستوري دي چې د هغوی په ځلا او ښکلا او د هغوی د آثارو په وړانګو به هر وخت زموږ د پښتو ادب روښانه ساتل کیږي.

په یوه ټولنه کې شعر او شاعري ځانګړې مقام لري. د شاعرانو احساس او عاطفه د ټولنې انځور بلل کیږي او شاعران د یوې ټولنې د عیني او واقعي مسایلو او پیښو څیړنه کوي او په خپلو شعرونو کې خپل احساس، عاطفه اودرد بیانوي. دوی په خپل کلام کې دخپل زړه احساس اودردونه انعکاسوي او کوشش کوي چې په بل زړه اغیز ولري. دا جوته ده چې شعر ویل هم آسان کار نه دی ځانته یو ځانګړې استعداد غواړي. شاعري یو سپیڅلې، نرم، نازک او لطیف فن دی او په دې لاره تلل ډیر مشکل کار دی، دا یوه نادره تحفه ده چې د خدای پاک له طرفه چاته ډالي کیږي.

ښاغلي مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان زوی دی، چې د وږی میاشت په (۱۳۱۵) کال کې د کنړ ولایت په مزار دره کې زیږیدلې دی.

ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل او امریکې کې پای ته رسولې دي، وروسته له خپلو لوړو زده کړو دی په مختلفو دولتي دندې کې بوخت و.

دی له هغو ستورو څخه دی چې دده فرهنګي څیره د پښتو ادب په ډګر کې روښانه او ځلیدونکې ده.

دی یو پیاوړې لیکوال، خوږ ژبې شاعر، ممتاز ډرامه لیکونکې او وتلې ژباړونکې دی.

دی په خپلو شعرونو کې د ټولنې د ځوریدلو خلکو ویاړونه، ستوونځی، کړاوونه، ناخوالې، خوږې او ترخې او د شهیدانو آرمانونه او د غربت، مهاجرت او جلا وطنې ستوونځې او د وطن او هیوادوالو سره خپله ژوره مینه، محبت او احساس په ډیرو ښکلو سمبولونو، تصویرونو او انځورونو کې ترسیموي او انعکاس ورکوي.

ښاغلي اکادیمسن سلیمان لایق چې یو نامتو، وتلې شاعر او لیکوال دی او د اوسنیو شاعرانو او لیکوالانو په منځ کې یو ځانګړې ځای او مقام لري په خپله یوه لیکنه کې د ساپي صاحب د یوې ټولګې په هکله چې (نیمګړي انځورونه) نومیږي داسې وایي.

د (نیمګړي انځورونه) زیاتره شعرونه له سولې، سوکالۍ، له هیواد او نړۍ سره د مینې په څرګندولو ډک شوي او له نوع پالنې، انصاف او د خلکو له یوالي سره لیونۍ مینه او لیوالتیا ښیي. د دې په خلاف، ناسړیتوب، ښکیلاک، زبیښاک، جګړه، توپیرپالنه او پردي غلامي محکوموي.

د شعر ژبه یې ساده او سپیڅلې ده، خو د شمال ختیزو پښتنو تر منځ د مروجو الفاظو او ترکیبونو د کارولو په وجه یې لوستونکو ته د تامل ضرورت رامنځ ته کړی دی.

د وزن له پلوه ساپي داسې تګ توګه خپله کړې ده چې هر راځ وزن ته لاره ورکوي، خو د هیڅ یوه التزام هم نه کوي. ده د دې دفتر په شعرونو کې عروضي، نیم عروضي، فلکلوري اوزان او بې وزنه قافیه لرونکي او حتی د منثور شعر بې وزنه فورم هم کارولی دی. ده د دی آسانه او میسرې بڼې د خپلولو په وجه د قافیې او اوزانو د انتخاب ستونزمنه لاره چې د هنري فکر د الوتنې فضا تر فشار لاندې راولي، ځان ته هواره کړې ده. زما په فکر، د خیالونو د تصویرولو او حسي کولو د اسانولو لپاره له بڼې سره د ساپي په طریقه عمل کول یو ابتکار دی، د وزن د غوراوي په برخه کې دغه تګ توګه له شاعر سره د نویو خیالونو په پیدا کولو او پاللو کې مرسته کوي. که څه هم ساپي صاحب په شعر کې د تجربې د لږوالي په سبب د زړور پرمختګ زړه نه کوي او نګوښي، خو له بل پلوه د شعر د عنعنو نوي کول پیچلی تمرین دی او پوره ادبي صلاحیت غواړي. موږ په خپله په تیرو دیرشو کلونو کې ولیدل چې څنګه د نوي وزن د مخکښانو ځینې وګړي بیرته پر شا وګرځیدل او د غزل د قلندرانو لمن یې ونیوله.

 

ساپي صاحب د یو شمیرغربي شاعرانو او لیکوالانو آثار په پښتو ژبه ژباړلي او خپاره کړي دي. د ده ادبي او فرهنګي شخصیت نه یوازی په هیواد کې دننه بلکې په بهر کې هم پیژندل شوې دی. دی په انګریزي ژبه هم شعرونه او لیکنې لري.

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار چې د پښتو ادب په ډګر کې یو خوږ ژبې، نامتو او وتلې شاعر او لیکوال دی په خپله یوه لیکنه کې د ساپي صاحب په هکله داسې وایي:

(او زموږ نوښتګر ساپي له هغو کم پیښو پښتنو او بیا د خپل پوخ منګي پښت زده کړه والو او لیکوالو څخه دی، بې له دې چې د نظم، پښیلی (قافیې) او تول و تال پر دودیزه لیاره یو پل هومره واخلي او خپل کړاو او ازمیښت په کې پوخ کړي، وار له واره یې له شعر او بیا ژمن شعره راپیلوي او تر هغې چې اروپایي وزمه بې تول وتاله (سپین) شعر ازمایي، پوره بری تر لاسه کوي او د یوه شاعر په توګه را څرګندیږي، خو کله چې د تولیز یا موزون (ازاد) شعر او یا هم ګرد سره دودیز یا کلاسیک پښیلیز (قافیه واله) او بیا غزل خواته راستنیږي، له ټول ژب- ښکلاییز او ژب – اندیز پخوالي او سمبولتیا سره سره د (دودیزو) عروض پوهانو پام ځانته را اړوي او یو مخیزه یې له شعر و شاعرۍ څخه نټه او نمښته کوي.

دا چې ساپي ولې وار له واره له ناپېيلي شعر را پیل کړی، دک توسن یې داوو چې په امریکا کې یې د زده کړې له مهاله په نړیواله کچه د نومیالو ژمنو او هومانیستو شاعرانو خورا په زړه پورې شعري بیلګې په ناپېيلي بڼه پښتو ته را اړولي او ورو ورو یې دی هم شعر ویلو ته راهڅاوه او ښکلایيز څوب (ذوق) او وړتیا یې ورسره غځونې کولې او په پای کې یې د ورته ازادو یا سپینو بیلګو پنځونې ته مټې را ونغښتې او دا توسن چې ولې وروسته وروسته لنډ تنګ فورم ته راواوښت او د خوشحال خبره دا ارت جهان یې په لوی لاس پر ځان تنګ و تورش کړ، همدا وو چې څوک و نه وایې (ساپي) شاعر نه دی او هسې (ادبي ټوټې) کاږي).

په رښتیا هم چې ساپي صاحب له هغو شاعرانو او لیکوالانو څخه دی چې د ده خوږ کلام،  شعر و شاعري د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کې ځلانده، روښانه او نه ورکیدونکی دی، او د ده ادبي او فرهنګي شخصیت د قدر او ستاینې وړ دی. دی یو دروند، مهربان، او متواضع انسان دی. دی د ښه او نیکو اوصافو او نرم مزاج او لوړ اخلاق څښتن دی.

د ساپي صاحب چاپ شوي اثار دا دي:

۱- نړیوالې سندرې (ژباړه).

۲- سپیدې- نړیوال شعرونه (ژباړه).

۳- مات وزر- نړیوال لنډ داستانونه (ژباړه).

۴- ادبي او هنري څیړنې (لیکنه او څیړنه).

۵- د هیواد په مطبوعاتو کې ګڼ شمیر چاپ شوې مقالې.

۶- نیمګړي انځورونه – شعري ټولګه (لیکنه)

په ډیر درنښت: انجنیر عبدالقادر مسعود

 

د ښاغلي ساپي صاحب د شعري ټولګې څخه مو یو څو شعرونه غوره کړي دي چې د تاسو پام ورته راګرځوم.

سپوږمۍ

که سپینې سپینې، سپوږمیه سپینې!

پورژلې شپې مې، له بره وینې

پردی هیواد دی، پردۍ ده مینه

نه تروښي زړه مې پردۍ سترګلینې

په خوله ګونګۍ شې، ولې نه خاندې

په څه پردۍ شوې، زما له مینې

د خدای لپاره، حال د یار وایه،

په غم یې ګوټم د ځیګر وینې!

هالینډ- جنوري ۱۹۹۸

د وییونو (لغاتو) ژباړه

***************

پورژلی: مسافر، جلای وطن

تروښل: ربودن، اغوا کردن، گمراه کردن

سترګلین : نگاه

برخه

د زمانې له مړه وجدانه

بې سر وبوله ګرمانې وړم

تل د شکڼو له تیرو غشو

د ټپونو نښانې وړم

د بیلتون له سوځند اوره

تورې ایرې د یارانې وړم

له منګنو سړو سیلیو

مړاوی ګل له ګلخانې وړم

له لوټ شوي شرابتونه

هسې تشتورې پیمانې وړم

د خپلو اوښکو له امیله

نن په بڼو کې څو دانې وړم

د وسمهال له تاړاکونو

غملړلې افسانې وړم

له مینه وړي سوزوسازه

ویرژړلې ترانې وړم!

هالینډ- اپریل ۱۹۹۸

د وییونو (لغاتو) ژباړه

***************

بې سروبوله: بې بنیاد، بې اساس، بې سروپا

ګرمانه : ملامتی، جرمانه، سزا

تاړاک: شبخون، مصیبت

د شړونتیا رنځ

زما د شونډو پر پردیسه للمه

ستا د خولګیو باران نه اوریږي

زما د سترګو پر تورتمو شپولو

ستا د سپوږمۍ پلوشې نه ځلیږي

زما د غوږ په دې ویده شپیلۍ کې

دا ستا دمینې پټ راز نه پسیږي

په دی سابندې او پردۍ هوا کې

ستا د لونګو وږمې نه چلیږي

د زمانې له دې بوینې بوښتې

زما نښتی برخلیک نه ورهیږي!

هالینډ- فبروري ۱۹۹۹

 

د وییونو (لغاتو) ژباړه

***************

د شړونتیا رنځ: رنج تبعید

شپیلۍ: سوراخ ګوش، نی، توله

بوښته: لجنزار، مرداب

برخلیک: سرنوشت

ورهیدل: رهیدن

سوکمار

د زمانې په (رینګ) کې

پرون د کفر په تور،

سوکمار (رامبو)

په توغندیز سوکانو وځپلم

او دا دی نن مې سټوي یو ځلې بیا

د اسلامي بنسټپالۍ په ګناه

چې په خپل لاس

لکه کوکنار

یې وه کرلي راته!

هالینډ- فبروري ۲۰۰۲

د وییونو (لغاتو) ژباړه

***************

سوکمار: مشت زن

رینګ: میدان مشت زنی

رامبو: قهرمان فلم های امریکایی و کنایه از پنتاګون است

سټول: ریشه کن کردن، نیست و نابود کردن

پروني اشنا ته

تا له پردۍ بدلې

خپله سندره ځار کړه

ماته له لیږمي چلند کرکه راغله

تا په پردي پرتوګ کې ځان وپوښه

ما د پردیو پر برم ویاړ وغنده

تاته تر خپل

پردی کلتور ښه ایسي

خو ماته خپل

زما د آر و د پیژند نښه ده

تا خپل تور سر

د بور سرو همرنګ کړ

او زما خپل دا

له څرمنې سره ښکلی ښکاري

ستا اننګي تر شونډو سره د میمو

او دا زما هم د مور مړو ماشومانو د غومبورو په رنګ

اشنا!

ته، پوروړی نه یې

زه د پورونو بد پور

ته د پیسو د ښکارولو اتل

زه د ښکاري کیسه برانو بلهار

زما او ستا ترمنځ

سپین غر ودرید

ته پر ما

او زه به پر تا خاندم!

هالینډ- جون ۲۰۰۳

د وییونو (لغاتو) ژباړه

***************

لیږمی: چاپلوسی، تملق، چاپلوس، متملق

په پردي پرتوګ کې ځان پوښل: کنایه از فخر کردن به افتخار دیګران

آر: اصل

پیژند نښه: علامه، شناخت، هویت

میمه: مردم قبایل پشتون به زن و دوشیزه، اروپایي میمه ګوی

بلهار: قرباني

بد پور: بد قرض

برم: شان و شوکت

 

خوب

زما له تاندې ځوانۍ

تر اوسني زړښته

لومړنی ځل وو دغه

چې ما د خپلې پخوانۍ مینې

له ګلابي شونډو نه

د خوږې مینې

یوه خولګۍ واخیسته،

آه!

چې دا یو خوب وو هسې.

هغه زما نوخندیدلی ګل خو

تر بویولو مخکې

هغه مهال وو لا زموللی خزان!

هالینډ- اکتوبر ۲۰۰۳

د وییونو (لغاتو) ژباړه

***************

تاند: تازه، شاداب

خولګۍ: بوسه

نوخندیدلی: نوشگفته

زمولل: پژمردن

شتمن او نیستمن جنایتکار

د سرو زرینو سکو نمنځونکی سماو

نیستمن

او بې زورو زر ګناهکار

پرسولۍ ځړوي

خو، شتمن تباهکار

چې خپل بوږنوړی جرم

د سرو سپینو زرو

او میراثي ښاڅ و پرتم

تر شا پټوي،

پتمن او ښکومی بولي!

هالینډ- دسمبر ۲۰۰۴

دو ییونو(لغاتو) ژباړه

***************

نمنځونکی: عبادت کننده، پرستش و نیایش کننده

بوږنوړی: وحشت انګیز، وحشت آور

ښاڅ وپرتم: شان و شوکت

ښکومی: خیرخواه، خیر اندیش

پتمن: آبرومند، برومند، با شرف

د مینې میراث

د پسرلي له شنه بار خونه

د خزان سپیره خولګۍ وړم

د لونلي ګل له غاړې

ترمې ترمې غاړه کۍ وړم

د برخلیک له شومو چارو

تتې وړانګې د سپوږمۍ وړم

د (وینوس) د داد نیاوتون ته

تاند لبانه ناوکۍ وړم

او د مینې له میراث نه

پر سر ایرې لکه سپرغۍ وړم

کابل - ۱۳۴۲

د وییونو (لغاتو) ژباړه

***************

خولګۍ: بوسه

وینوس: الاههء عشق و زیبایی روم باستان (زهره)

لونلی: افشانده

نیاوتون: دادگاه

تاندلبان: جوانیمرگ

ناوکۍ: عروسک، لعبت

بارخو: رخسار

تلین

چې په مینه کې یې مینه را ښووله

نن پر یاد یې تړمې اوښکې دروږوم

چې د سیند څپو په غیږ کې به را اوښته

نن خیالي انځور یې غیږ کې ویدوم

چې سپوږمۍ به پرې له هسک ګلپاڼې نوستې

نن تصویر یې په ډیوو کې بلیږدوم

چې پرمخ به یې وږمو څڼې وېړلې

نن ایرې یې په وږمو کې لیږدوم

تازه ګل مې منګنو سیلیو ومروړ

نن په تلین کې یې غمونه ژړوم

کابل – ۱۳۴۲

د وییونو (لغاتو) ژباړه

***************

نوستل: پاشیدن، افشاندن

بلیږدول: پیچاندن

ویړل: هموار کردن، گسترانیدن

منګنی: خزانی، پاییزی، تیرماهی

دروږول: قرباني کردن

مروړل: پژمردن، تافتن

د سهار باد

د سهار باده!

له سپینو څوکو،

را وچلیږه!

په ځغل را درومه!

مه ایساریږه

خبر یې راوړه!

راولو ریږه!

 

دا هم د ساپي صاحب یو تراژیک او غمجن شعر په انګریزۍ ژبه:

 

*********

  Poet : Meftahudin safi

Tulip

Spring is here again as a beautiful lass

With all its glory and charming grace

Tulips are bursting into smile

Worth of looking, beauty of soil

Folk here and there around

Their every cluster is bound

To go and join the feast of tulips

With heartfelt joy and cheerful lips

But I!!!

As the fading tulips of native my land

Bear no spring like a succession of seasons

***********************************************

In the perpetual succession of seasons

In the battle of false and reasons

In the endless stream of time

In the harmony of eternal rhyme

Many years died away

As an elegy in musical play

And thus, I suffer a lamentable life

Burning nostalgia for children and wife

As a frozen smile on the lips of pain

Am a wondering soul and anxious brain

And I keep your memory in my tears

I mourn for you and for all my dears

***********************************************

My country is but a burnt down garden

For the ashes of which no one begged a pardon

My home land demolished under the heels of cruelty

But the powers involved are sensing no guilty

My birth land is, but a land from which the tears escape

And seek a refuge into a mirage lap

They fall as a rain over dry desert

And soak the earth the earth in every pace and effort

My country is, but a land of torture

The scene carnage, the rule of butcher

My country is, but the victim of barbarity

It is our harsh and bitter reality

She crawls ahead as a wounded deer

And leaves the blood at her back and rear

 

 ************

په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org