24 August 2020 at 18:37


انجنیـــــر محمــــود صافـی

 

ګران وطن او امريکا

ويل کيږى چه د ظاهر شاه پاچا په زمانه کى د امريکا جمهور ريیس ايزن هاور کابل  ته راغلى وه او د زمينى لارى د مشرقى له خوا   پاکستان ته لاړه. د هغه دپلوماتيک دعوت له مخى چه شاه ته يى کړى وه شاه واشنګتن ته لاړه. په ميدان هوايى کى رسمى سکورت په وسيله پذيرايى شووه. ايزن هاور د امريکی سنا ته دعوت شووه  د پوښتنی دپاره ورته وويل شول چه امريکا ابر قدرت د دنيا دى تاسى ولى دريم جهان د يو غريب ملک پاچا چه زمونږ سيال نه دى دومره شانداره پذيرايى وکړه او امريکا دى جهان ته کم راوستله. ايزن هاور جواب کى وويل چه تاسى افغانستان. نه پيژنى دا داسى يو ملک دى چه (۱۲) ميلیونه وګړى لرى او اکثر يى وږى، او د غلو ډلى دى دا پاچا په خپله هم غل دى چه د غلو اداره يى کړى ده (۴۰)کاله د شاه په منتر ملک او د غلو ډلى آرامى وى. رشتيا هم زمونږ د مجاهدينو غلو سره يو ځاى، امريکا، ناتو، او دنيا غلو سره يوځاى زمونږ په ملک غوبلى وکړى او پروژى په پروژو د قدرت يى را روانى کړى دى. اوس داسى نښى ښکارى چه ورک طالبان بيرته قدرت ته راولى. دا هغه کيسه ده چه سکندر په لويه آريانا کى خپلو مشاورينو ته وويل څنګه کولى شم په هغه خلکو چه زما د خلکو نه ډير پوهيږى حکومت وکړم. يوه قوى او نږدى مشاور مشوره ورکړه کتابتونونه يى وسوزاوه، هوښياران، او خردمندان يى مړه کړه. يو بل ډير هوښيار او نږدى مشاور مشوره ورکړه دى کار ته ضرورت نشته د دى ملک د خلکو نه هغوى چه نه پوهيږى او لږ سواد لرى په جګو او غټو کارو توظيف او مقرر کړه. او هغوى چه پوهيږى او با سواد او عقل مند دى په پست، او ټيټو کارو موظف او مقرر کړه دا دا معنى لرى چه بى سودان، او کم عقل خاوندان هميشه ستا شکر ګذار وى او هيڅ وقت ستا په خلاف نه را پورته کيږى. عاقلان او پوهان او با سودان، نورو ملکو ته کوچ کوى او په هغه بل ملک کى تر آخر تر مرګه په خستګى، ستومانى، او کناره ګيرى شپى تيروى او تر مرګه په همدى حال پاتى کيږى او محوه کيږى. اوس نو رشتيا د زهرو غړپ زمونږ په برخه دى.

الفت صاحب ويلى دى:

په چاه وکړم عرضونه، و چا ته وژاړم ***بادار مى هم وهى هم مى د کور اختيار ته نه پريږدى

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org