سه شنبه، ۲۱  می ۲۰۱۳

ارواښاد ملنګ جان

زموږ د هیواد خوږ ژبې، حماسي او اولسي شاعر:

 

خدای بښلې ملنګ جان د پښتو ژبې میړنې، حساس، حماس او اور ژبې شاعر وو. ارواښاد ملنګ جان د پښتو ژبې په عامیانه شاعرۍ کې د ژور سیاسي شعور او لوړ ملي احساس په درلودلو سره په خپلو پاروونکیو او هڅوونکیو خوږو نغمو او ترانو کې د وخت حاد موضاعات، خپل ملي فکر، خیال او احساسات، ملي او پښتني پیغامونه په ډیره ساده، روانه او ظریفانه ژبه خپل اولس ته ورسول. د ده شاعرانه احساس، درک او استعداد د ده په شعرونو کې له ورایه معلومیږي. دی هغه پیاوړې او نامتو اولسي شاعر وو، چې ده په خپلو شعرونو کې خپله مینه او محبت، خلوص او صداقت د پاک الله سره، د وطن سره، د قام او اولس سره، د پښتو او پښتونولۍ سره، له انسان او انسانیت سره، د سیاست، ننګ، ټولنیزې او علمي ودې او پرمختیا سره په ډیر عالي شکل انځور کړې دي.

دی یو پرهیزګار، ریښتین او سپیڅلې انسان وو. دی د مهر، محبت او مینې، یوه ځلانده څیره وه. د ده نوم د پښتو ادب په ډګر کې نه هیریدونکې او نه ورکیدونکې دی.

ښاغلې عبدالله بختانی خدمتګار، چې زموږ د هیواد یو تکړه او نامتو ادیب، شاعر او لیکوال دی، د ارواښاد ملنګ جان په اړه په خپل یو شعر کې داسی وایي:

ملنګ جان زموږ د عصر یو آواز و

د وطن د خوارو خلکو د زړه راز و

په خوږو نغمو بیداره یې اولس کړ

رازو نیاز، درد و ګداز او سوز و ساز و

ما د ارواښاد ملنګ جان یو شمیر شعرونه انتخاب کړې دي چې ستاسو د ادب مینه والو پام ورته را اړوم.

په ډیر درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

 

پرون وصل کې سلطان وم

پرون وصل کې سلطان وم نن په هجر کې ملنګ یم

خوږ وطن را پورې اور شو چې له خوږ یار نه په څنګ یم

* * *

خلکه! ولید عاشقۍ کې ما جنت او دوزخ دواړه

ناست په ګل لکه بورا وم نن په اور ستي پتنګ یم

دا دنیا په دنیا دارو مبارک دې وي عالمه!

زه د یار په چرګۍ خوښ یم، بې پروا له نام و ننګ یم

د وصال شپې که هزار وي، دقیقې غوندې شوې تېرې

اوس د هجر په لمبو کې تل تر تله په زړه تنګ یم

ترحم وکړئ یه خلکو نن په ((ملنګ جان)) باندې

ټول د زړه په وینو سور یم له غماز سره په جنګ یم

* * *

 

څه پیژنم!

مجنون دې رانه جوړ کړو ننګ و عار څه پیژنم؟

د هجر په زندان کې زیست روزګار څه پیژنم

د ننه په عالم کې له عالم ځنې جدا یم

ډوب ستا په تصور کې دشت و ښار څه پیژنم

د زړه د پاسه وایم چا ته خان چا ته بادار

بادار مې په زړه ته یې بل بادار څه پیژنم

ځار ستا تر زوړ انګړ شه د بل چا قصر و ماڼۍ

چې ته نه یې  ګلشن کې زه ګلزار څه پیژنم

حیران دی زما اوښکو ته باران د نو بهار

په خپلو اوښکو لوند یم نو بهار څه پیژنم

ملنګ نه ومه، زه ملنګ جان تا کړمه ملنګ

په مینه چې ملنګ شوم کسب و کار څه پیژنم

ترتیب کوونکی: انجنیر عبدالقادر مسعود

 


 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org