چهارشنبه، ۷ مارچ ۲۰۱۲

د مارچ اتمه، افغانی ښځی، او ټولنیز عدالت

 

انجینر محمود صافی

سلامونه او ښی هیلی ملګری «همت»!

د روغتیا او خوشحالی په هیله دی، لنډ یادداشت می د نشر دپاره در ولیږه.

بریالی او موفق اوسی،

په درناوی، انجینر محمود صافی د ویانا ښار، اطریش.

 

 

د مارچ ۸ (۱۸۵۷) د نیویارک د ښار کارګرو ښځو د حقوقو د اخیستلو د پاره په تظاهراتو لاس پوری کړه. چه دا ورځ بیا یوه تاریخی ورځ د ښځو د حقوق د پاره وګڼل شووه. د جرمنی د سوسیال دموکرات پارټی غړی کلار زاتکین د ښځو د پیوستون او د هغوی د مبارزو د حقوقو د اعاده د پاره جهانی ورځ پیشنهاد کړه. په ۱۹۷۵ کال د ملګرو ملتو سازمان د ښځو د کال په نوم ونوماوه. او ۱۹۷۷ یونسکو بیا د ښځو د یووالی د جهانی (نړیوالی) ورځی په نوم اعلان کړه. او دا دی هره ورځ ۸ مارچ د ښځو د نړیوالی ورځ په نوم جهانیان (نړیوال) پیژنی. ددی ورځی په معنی کی په حقیقت کی ډیر لوی مفهوم پروت دی. که چیری ښځی نوای نو اجتماعی (ټولنیز) نظام به نه ووه. او همدا رنګه ښځی خدای د نارینو سره برابر او مساوی دنیا ته تحفه کړی او همدارنګه د دنیا ټول بشری، او معنوی ارزښتونه ښځو روزلی دی. او ښځه لطیف جنس، رقیق قلبه، حساسه، د محبت او صمیمیت د پاره دنیا ته راغلی ده. ښکاره خبره ده چه د دنیا نوابغ همدا ښځو روزلی دی. ښځی د بشری ټولنی اساسی کړی تشکیلوی او دا حقیقت رشتیاه دی چه وایی هغه لاس چه زانګو زنګوی هغه جهان (نړی) زنګوی او د ښځی او مور لاس دی. ښځه د آینده (راتلونکی) نسل مسووله او د سالم چاپیریال جوړونکی ده. د ښځو رول ته په بشری نړی کی خورا زیات دی د مترقی او پر مخ تللی جهان د ښځو ژوند او کارنامی خورا اوږد داستان دی. چه لیکل یی د دی لیکنی تر حوصله پورته دی راځو مونږ د خپل ګران افغانستان چه د دریم جهان د خورا وروسته پاتی ممالکو د جملی څخه ګڼل کیږی او تقریبأ (۵۰۰۰) کلن تاریخی دوری او افتخارات لری او اوسنی د الکترون د انقلاب په عصر کی په ګران افغانستان کی د ښځو په آزادی او حقوقو یوه لنډه او ګذرا کتنه کوو. زمونږ ګران افغانستان چه تقریبأ (۳۰) میلیونه وګړی لری د نیم څخه زیاته برخه ښځی تشکیلوی بدبختی، او واقیعت دادی چه ښځی په افغانستان کی او په افغانی ټولنه کی ډیر آسیب پذیر قشر دی افغانستان په منطقوی لحاظ په ښاری او اطرافی برخو ویشل کیږی. دادی پوره لس کاله کیږی چه په افغانستان کی غربی دیموکراسی په اصطلاح حقوق بشر د ګرم شعار لا ندی تجربه کیږی چه بنیاد ګرایی مذهبی پری منګولی ښخی ګړی دی او همسایه هیوادونه بدبختانه ورته په کمین کی ناست او انتظار لری چه لوبه او بازی اوپراتیفی به کوم طرف استقامت ونیسی دا به وخت ثابته کړی. جامعه (ټولنه) د بنیاد ګرایی مذهبی په لمبو کی سوځیږی د آینده د پاره په کی هیڅ رڼایی نه لیدل کیږی. ولږه، بی کوری، غریبی، در بدری، قیمتی، بیکاری، مرضونه او داسی نور چه زمونږ خلک ورسره لاس او ګریوان دی. چه خورا ښکاره مثالونه یی د کابل ښار په دننه کی هغه ښځی چه د خپلو بچو سره د خیمو او واورو لاندی یخی شپی او ورځی تیروی. دا ړانده ډاړه ماران، زور واکان، دا د ډالرو لیوانیان، باید په دی پوه شی چه دا زورواکی هم پای لری. او دا ورځ تاریخ ثابته کړی ده چه زور واکی زوال لری بیا به تاریخ تکرار شی. او چیرته به د غرنی مرغانو غوندی سوری لټوی چه سرونه پټ کاندی. او شاه خپله بربنډه پریږدی. انواع او اقسام (ډولونه) د اجتماعی (ټولنیز) ظلم او ستم د ښځو په برخه کی په خپل قوت پاتی دی. چه په لنډ ډول یادونه کووم.

د ښځو سنګسارول، د ښځو په صورت (مخ) باندی تیزاب پاشی (شیندل)، د ښځو او انجنو پزی پری کول، اجباری ودونه او دودونه، ولور او پلورل، خرڅول او د حیواناتو سره بدلول، په غرنیو سیمو کی د غره څخه لرګی ښکته کول، غنم اوړه کول، په جمعه بازار کی د ښخو خرڅول، د ښځو تښتول، په زور نکاح کول، او داسی نور جنایات دی، افغانی تولڼه یوه اسلامی تولنه ده دلته عربانو (۱۸۰) کاله جنګونه او شخړی کړیدی. تر څو چه افغانستان مسلمان شویدی. کور په کور مرګونه او جزاګانی زمونږ بیچاره ولس ګاللی اصلآ په اسلام کی د ښځو د پاره ستر عورت دی چه د مخ پټول پکی جایز ندی. بورقه یا چادری دا زمونږ افغانی لباس ندی بورقه یا چادری دا د شرم ډک را لیږل شوی لباس زمونږ په خلکو تپل شوی دی. دا لباس هیڅ افغانی ریشه نلری افغانی اصیل لباس د ښځو د پاره پوړنی یا تیکری دی. چه ننی کوچیان تری استفاده کوی. افغانی ښځی په غمونو او دردونو د زمانی د آزمون څخه راوتلی دی مونږ باید هغه قهرمانو ښځو ته چه خپل جګر ټوتی یی د سکر ۲۰، ۴۰، ۶۰، او کلستر او مل ورسره د ستنګر قربانی شوی دی د عمیق (ژور) احترام او تعظیم سر ښکته کړو. لری نده چه زمونږ د کور دښمنان به تور مخ او ځوړند سرونه دا د بازانو او عقابانو ځاله آزاده پریږدی. زمونږ خلک اجتماعی عدالت غواړی او داسی افغانی زعامت غواړی چه د ملی وحدت مبتکر، فعال، او سمبول وی چه زمونږ ښځی او نارینه اوږه په اوږه خپل وران کور ودان کاندی او افغانستان به د دنیا د سیالانو سره سیال شی او په ځان تکمیل او غښتلی شی.

په درناوی،

انجینر محمود صافی،

 

افغانی ښځی دی سر لوړی او بریالی وی.

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org