شنبه، ۲۵ فبروری ۲۰۱۲



دیپلوم انجنیر عبدالکبیر کاکړ
 

 

 

((مشران))

کابل او پيښور ټول لر او بر په  کاڼو ولي

سپين غر په کاڼو ولي او خيبر په کاڼو ولي

تاريخ او عظمت د خپل وطن نه بې خبر دي

د پلار نيکه د جګې شملې سر په کاڼو ولي

احساس د احمدشاه او خوشحال خان په اور کې سوځي

يو «چيغه د غيرت» بل ئې «چونغر» په کاڼو ولي

شين سترګي خو لا پريږده چې تور څټي ئې تير باسي

د قام ملي مشران هم ئې سنګر پــه کاڼو ولي

ښه مست دي په چړچو کې خپل ولس ورڅخه هير دی

زمـونـږ د اکـبـر خان غـازي خـنـجــر په کاڼو ولي

د چرسو د نصوارو او د نورو ليوني دي

مسجد کې د ملا سره منبر په کاڼو ولي

د دغسې «مشرانو» پاټکيانو مخ ور تور کړۍ

په نوم د افغانيت چې خپل رهبر په کاڼو ولي

انجينر کبير کاکړ

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org