چهارشنبه، ۱۷ اگست ۲۰۱۱

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 


انجنير ظهورالدين انديش

 

د افغانستان د خلکو د ملی- آزادی بخښونکي انقلاب د کاليزی په وياړ

 

 نه می مرګ شی ورکولۍ

 نه می درد شی زورولۍ

 زه ددی خاورې فرزند ېم

 خپل وطن آزاده ومه خپل وطن آبادومه

 

 د افغانستان د خلکو ملی- آزادی بخښونکۍ انقلاب چی د زمري د مېاشتی په ۲۸ نېټه د ۱۹۱۹ کال د افغانستان د زېارکښو پرګنو، سربازانو، او د ټولو ملېتونو او د هغه په رأس کی د هېواد د وتلي او برجسته وېاند، سازمانده، قوی سېاستمدار، بی بديله انترناسېونالېست غازی امير امان الله خان تر رهبرۍ لاندی برېاليتوب ته ورسېد. لومړنۍ هېواد چی د افغانستان استقلال ئی په رسمېت وپېژاند د شوروي سوسېاليستي هېواد وه، او د هغه سره سم ئی د انقلاب د پرمختېا په خاطر په ټولو ډګرونو کی د خپلی مرستی اعلان وکړ، چی وروسته ئی د نورو مرستو پر څنګ کی د څو مېلونو طلائی روبلو نقدي مرسته هم وکړه. دا انقلاب په ماهوی لحاظ امپرېاليستی ضد، فېودالي ضد وه، چی د لومړی ځل لپاره ئی د امپرېاليزم په راس کی د لوی برېتانيه د امپرېاليزم سېطره د انقلابی افغانستان او ټولی نړۍ څخه جمع او د وينو نه ډکې جزيری ته ورولېږله.

امان الله خان د افغانستان د خلکو ملی آزادی بخښوکۍ انقلاب چی د ۱۹۱۷ کال د اکتبر د بلشوېکي انقلاب نه ئی الهام اخېستۍ وه په بېدرنګه توګه د انقلاب د دومی برخی چی د فېودالی او ماقبل فيودالي مناسباتو محوه کول وه پېل و کړه. د لومړی ځل لپاره ئی د افغانستان په څو زره کلن تاريخ کی د ېوی لوی جرګی په ترڅ کی چی ۸۷۲ غړي ئی درلودل اساسی قانون تصويب کړ، چی په دی قانون کی دا لاندی اصلاحاتو ته ځای ورکړ شوی وه.

- د افغانستان د ټولو مليتونو د حقوقو او امتيازاتو ورکول، درناوی، او حفاظت

- د مريترب ړنګونه

- د رسنېو کار او د هغه پراختېا

- د کار او زدکړی پروګرامونه

- د استوګنی خونديتوب

- د شتمنېو د مصادری منع کول

- د بېګارۍ او غېر قانوني ځورونو له منځه وړل

- د ښځو د حقوقو ورکول هغوی ته د ژوند، کار، او تعليمو تربي، او آزادی منل

- د مځکی د اصلاحاتو د قانون جوړول

- بېکارانو ته د کار موندل

- د عمراني پروژو پلانول او داسی نور شامل وه.

امير ددی لپاره چی مطروحه پلان او د هېواد زيربنا پر قوي بنسټونو باندی پېل کړی، معاصره او پرمختللی تکنالوژۍ، تخنيک، مالي او مادي مرستو ته نېاز درلود. د دی مرستو د راجلبولو په منظور ئی هوډ وکړ چی د باندنېو هېوادونو په اوږد سفر لاړ شی، امير امان الله خان د خپل ژوند ملګرې چی د هغه سره ئی سخته مينه درلوده ملکه ثرېا د هېواد د ژورناليزم د بنسټ ايښودونکي محمود بېک طرزی لور وه، چی د ښځو د حقوقو، تعليم او تربيه، او آزادۍ په لېاره کی ئې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاريخ کی د قدر وړ خدمتونه کړي دي ېو ځای هم سفره شوه، امير پخپل دی سفر کی ټولی لويدیځی اروپا ته چی اېطاليه، فرانسه، انګليس، سويس، جرمني او نور پکی شامل وه ولاړ د تګ سره سم د هغو هېوادونو د مسوولينو سره د خپل هېواد د ضرورت وړ مساېلو په اړوند مختلف تړونونه لاس ليک کړه او وروسته د ختيځی اروپا په لور روان شو، شوروي اتحاد ته د رسېدو سره سم د خاصو او معتبرو مراسمو د اجرا کولو نه وروسته، د بلشويکانو د مشر ولاديمير ايلچ لېنن سره د کرملېن په ماڼۍ کی ملاقات وکړ، چی په نتيجه کی د دواړو رهبرانو د دوو مبارزو ملتونو په استازيتوب د مسوولېت نه ډک د افتخار وړ د دوستۍ تړون چی د بشرېت په تاريخ کی د ابتکار ځلانده بېلګه ده لاسليک کړه، چی په حقيقت کی دی دوستي د بشرېت راتلونکي نسل او ژوند ته له بنسټه بدلون ورکړ، دواړو رهبرانو په ګډه سره دا ومنل چی د خپل پخواني غليم ېعنی امپرېاليزم او په راس کی د وخت د لوی برېطانيه د امپرېاليزم د ټولو ستراتيژيکو کلونېاليستی او نيو کلونېاليستی سېاستونو په مقابل کی به د مبارزی د هر ډول نه چی ضرورت شی ګټه به اخلي، او د افغانستان د خلکو د انقلاب د پرمختېا په لېار کی ئی په ټولو ډګرونو کی د مرستی ژمنه وکړه.

امان الله خان وطن ته د رارسېدلو سره سم د خپل پلان په عملي کولو پېل وکړ. مګر هغه غليم چی ده ئی د ژوند د شېرازه بقا او غارت ټول امکانات فلج او له منځه وړي وه، دی ئی له لرې او نژدی نه د خپلو ډېرو قوي استخباراتي کشفي او اوپراتيفي ريزيدينتورېو د فوکس لاندی رااوست، د خپلو اګينټانو سازماندهی له باندی او دننه نه په منظمه توګه په لاس کی ونيوله. په دننه کی دحبيب الله "بچه سقاء" په نامه د ېو اوباش بانديست چی د کابل د کوهدامن اوسېدونکۍ وه د خپل باند سره مسلح او پر کابل باندی د ېرغل په خاطر آماده کړ. د باندی نه مخکينۍ روزل شوی محمد زائی نادرخان د پاريس نه د پکتېا په لور وخوزول شو د دوی سره سره هغه مخفي ريزدنتورۍ چی د خلکو په منځ کی شتون درلود په ټول قوت سره په کار واچول شوی، د دين او مذهب او د خلکو د ټيټ سېاسي شعور نه په ګټه اخېستلو سره ئی اغتشاشات دومره قوی او متحرکه کړل چی د اماني حکومت په پرزولو کی هېڅ ستونزه نه ليده، غازي د وضعی د تحليل سره سم د نوی قوی د تدارک په لټه کی شو او قندهار ته ولاړ قندهار ته د رسېدو سره سم ئی د قندهاري ولس د مختلفو قومونو د استازو سره وکتل چی په نتيجه کی په لږ وخت کی د ۱۵ زرو په شا او خوا کی فوځ آماده کړ چی په دی فوځ کی د هزاره ملېت هم شامل وه. د کابل په لور حرکت وکړ او غزني ته ورسېده، ګوری چی د غلزو د قوم د استوګنی په سيمه کی د فراهي درانېو اولس کسيزه مخکښه کشافان وژلي او د تېلفون د پاېو لاندی ځړولي دي او د کاغذ پر مخ ئی په ملا ډوله طور ليکلي دي، دغه د غلزېو له پلوه شاه او درانېو ته ېوه مېلمستېا ده، امان الله خان ددی پېښی په ليدو سره لښکر راوغوښت او وئې وېل اوس په اثبات ورسېده چی غليم غواړي زمونږ د قومونو تر منځ فساد او جګړی ته لمنه ووهی چی پخپل لاس ېو او بل ووژنو زه نور جګړه نه کوم ځکه چی ملت وژل کېږي زه تخت او تاج نه غواړم تاسو پخپل منځ کی جوړ شی او بهرنی غليم ته هېواد مه پرېږدۍ په دی وخت کی د لښکرېانو اوښکی راوبهېدلی، ددی سره سم د غازي پر مخ د اوښکو سېلاب جوړ شو په داسی حال کی چی اوښکی جاري وې قندهاريو مبارزينو ته ووېل : مونږ د فرنګېانو په مقابل کی ماتی وخوړه، مګر دا ماتی موقتی ده په دی وخت کی ېو دم چيغه کړه، زما دی په انقلابي مبارزه سوګند وي چی برېاليتوب حتمي دی. او دا دوه بېتي ئی ووېله:

جنګ تو صلح، صلح تو جنګ است

من به قربانت، اين چه نېرنګ است

ميروم تا تو نشنوی نامم

اگر از نام من ترا ننګ است

بېرته قندهار ته ستون شو، او د هغه ځاېه روم ته ولاړ.

امان الله خان مړ نه دی، په ډېر جرئت سره په لوړ بلشويکي غرور اعلانوم:

غازي امير امان الله خان نه تنها د کابل په ټولو کورنېو کی بلکه د افغانستان په ټولو کورنيو کی او په همدی ترتيب سره د نړۍ په ګوشه، ګوشه کی د خپلی مبارزی مور سره ېو ځای د خپل پخواني غليم په مقابل کی په نه پخلا کېدونکی انقلابي مبارزه د نوي ژوند د پلي کولو په خاطر په منفي او مثبت رولونو مصروف دی، دا شو د نړۍ د نفوسو تشکيل، چی دا ئی درېم نسل دی، چی دا نړۍ شوه ېوه پښتني کورنۍ. لنډه ئی دا چی پښتون ملېت ډېر دمخه نړۍ فتح کړی، او اوس ئی د خپلو زورورو لاسونو په واسطه په خپله خوښه جوړه وي.

ما د تېر ژوند سره وداع کړه

د نوې ژوند په خاطر ستا لور ته راغلمه

ېار دی سوګند لره حاضر شو

ستا په رقيب باندی به جوړ کړي قېامتونه

سوګند د مينې غزنيچۍ دی

مينه سوګند باندی خپل ځان قربانوينه

غليم سلګۍ کړي ټول ئی يني

مرګ ئی نژدې دی جنازه به ئې ضرور وينه

راځه لغمان خواته ئی سوق کړو

دواړه به ئی يو ځای هديرې ته وسپارونه.

انجنېر ظهورالدين اندېش

د غزني د ولاېت زېږيدونکۍ

د لغمان د ولاېت د شېطان ګمک د منطقې اوسېدونکۍ

د ويانا ښار 17. 8. 2011

 

 

 

 

  (اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)