شنبه، ۲۷ جون ۲۰۰۹


 

اور ژبی شاعر عزت الله ځواب 

نه کیږی آشنا ګذاره ګرانه ده

نه کیږی آشنا ګذاره ګرانه ده، تا سره زما ګذاره ګرانه ده

ته لکه شیدی لکه پیره وی، او زه لکه ملا ګذاره ګرانه ده

ستا د زنی د شین خال هم مزه لاړه

د سپرلی او نوی کال هم مزه لاړه

او ما ویل غله به د راستی میدان ته کش کړی

خو زمونږ د څارنوال هم مزه لاړه

وایی زمونږ په مخ کی دی خبره بی غیرته وکړه

او بیا دی خندا راته له ډیره خجالته وکړه

لکه قطعو کی چی ړومبی توس څوک په رنګ ووهی

داسی رقیب راته په نوی یاری لټه وکړه

پښتانه د بیټ نیکه په دعا ډیر شو

د خپل ځان د دښمنی په دام کی ګیر شو

هیڅ غلیم ته یی میدان پریښی نه وو

د پیسو لپاره هرڅه نه ور تیر شو

د دښمن سترګو کی ټول، اغزی اغزی شول

او په ستونی کی زهر شول ګنډیر شول

د تاریخ په حافظه کی څنګه راغلل، د تاریخ له حافظی نه څنګه هیر شول

غټ سړی واړه واړه شی پښتو پریږدی

چه په خیټه لږ ماړه شی پښتو پریږدی

ځینی ځینی په ځوانی کی پښتو پالی

خو چه وروسته لږ زاړه شی، پښتو پریږدی

پښتانه به په جنت کی پښتو وایی

هڅی نه چه لاړ شی مړه شی پښتو پریږدی

پښتانه لکه لمبه لکه سکروټه، پښتانه خو چه ساړه شی، پښتو پریږدی

تش په خولو باندی پښتو د پښتو نشته

اوس خبره د پیسو ده، پښتو نشته

په دی وخت کی چه پښتو کوی ملګرو

خو نه ړنګه د هغو ده، پښتو نشته

د پښتون تهذیب له خاورو سره خاوری

پښتونواله په سلګو د پښتو نشته

یوی خواته تلی توره پنجابی ده

او بلی خواته تری پاړسو ده پښتو نشته

اوس د ټولو خلک دغه پالیسی ده

هری خواته خواره شوی انګلیسی ده

چه د ننګ پګړی انګریز ته ور په سر کړی

خپله واغوندی پطلون دموکراسی ده!!!

نن د خلګو دغه پالیسی ده

هری خواته خواره شوی انګلیسی ده

چه د ننګ پګړی انګریز ته ور په سر ددی ملت او دی اوولس شی

هرچا بیله شروع کړی جاسوسی ده

دوی په دنګو دنګو ښکلو باندی ویاړی

په درنو درنو ښاغلیو باندی ویاړی

پښتانه یواځی تللو باندی ویاړی

ژوندی څه کوی، په څلو باندی ویاړی

د ګلونو په سځیدلو باندی ویاړی

پښتانه د خاموشی په شور پوهیږی

پښتانه چی په کنزلو باندی ویاړی

په نړی د زوره وه رو خلکو راج دی

په سر یی ایښی د خنزیر د بچی تاج دی

دی نړی کی نور د هر سړی مزی دی

بس یواځی خوار پښتون دی چه محتاج دی

پښتنو کی داسی خلګ پیدا شوی

چه د لور نوم یی تولسی د زوی بجاج دی

دوی دی یو شی او په یو ټغر دی کینی

باور وکی چه همدغه یی علاج دی

جنګ د نن او د سبا که د پرون دی

وژل شوی دواړو خواوو ته پښتون دی

دا یو زیری د سپڅلی سباوون دی

چه پښتو می هم خندا هم می ژوندون دی

د پښتون د بدبختی له درده ژاړی

دا چه سر د ځواب ایښی په  زنګون دی

سوله نشته سوله ډیره موده ورکه

په سیاسی خولو کی درنه زړونو کی سپکه نوم یی شته دی

خلګ ځکه له یو بل نه نه ډاریږی

مینه نشته دی خوره ده دلته کرکه

نوم یی شته دی خو لیدلی مو لا نده

سوله شوله د عنقا مرغه بڼکه

اوس هم هره ورځ بمونه را وریږی

په سرونو مو ګرځیګی الوتکه

دا د سولی هڅی چیغی پورته کیږی

دا پردی بچی به ټول په کی قتلیږی

په نړی کی یو څو لوی داړه ماران دی

چه عکسونه یی اخبارونو کی چاپیږی

د دوی خپلو کی د ګټو په سر جنګ دی

که دنیا پی آبادیږی که ورانیږی

دا جنګونه ټول د سولی دښمنان دی

د ښکلا د ورکولو قاتلان دی

د نړی څه عجیبه حکمرانان دی

ماشومان په بیلا بیل لار روان دی

لکه سپو غوندی یو بل سره جنګیږی

د دوی وینو کی ګډ شوی شیطانان دی

اوس په ټوله ښایسته نړی کی جنګ دی

لاس د هر سړی په وینو باندی رنګ دی

دنیا ټوله پریشانی سرګردانی ده  

هر انسان نن سبا خپل خپل کار کی تنګ دی

خو دا جنګ چه د پیسو دی نه د ننګ دی

خو دا شکل یی بی مالګی دی بدرنګ دی

ددی جنګ له سوری تښتو زوره ورو

دا وطن به درته پریږدو یرغلګرو

تاسو خپل مینځ کی په خپلو کی به جنګ وی

مونږ به بل چیرته د سولی کورته لاړ شو

تاسو خپلو کی جنګیږی ښکره ورو

خو کلی نه کیږی، کلی نه کیږی په زور کلی ورانیږی

په جنګونو باندی نور کلی ورانیږی

د وطن د خلګو بیا خاوری په سر دی

شپه او ورځ یی لور په لور کلی ورانیږی

د پیسو والا ماڼی ودانوی شی

خو د خوارو خلګو کور کلی ورانیږی  

کاش د سولی فرښته کوتره راشی

دا خواره واره قومونه را پخلا شی

جنکی ګودر کی شړنګ بنګړو ته ورکی

څڼه ور ځلمی اټن ته په ګډا شی

د نفرت ټغر له ټول کلی نه ټول شی

مینه مینه ورورولی مینځ کی پیدا شی

خو داسی نه لکه د نن دیموکراسی چی

هره لویه ناروا په کی روا شی

    عزت الله ځواب

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org