28 May 2016 21:15:12


             اســـــــــد زمری

 

 

نور او مونږ

    خلک له  لرګیو  نه   کاغذ   جوړ وي                  خو مونږه ځان ته ترینه دار جوړوو

   نور چې اغزي وکري ګل ترې جوړ کړي              مونږ  له ګلانو  ځنې خار جوړوو

*  *  *

   نور دي  د پوهې او قلم  لیوني                         مونږه په جهل کې ثواب پسې یو

   دوئ د دنیا سوکالۍ خپلې کړلې                        مونږ په ژوندون د ګور عذاب پسی یو

*  *  *

  سوله آرمان ده د انسان هر چیرته                      خو مونږ په جنګ باندې خپل سر ورکوو

   نورو قلم  ګوتو  کې ټینګ نیولی                       خپلو   بچو   ته مونږ  خنجر   ورکوو

*  *  *

   توپک د مرګ او نابودۍ یو عامل                    خلک ترې تښتي کړي نفرت ورسره

   خو مونږ ته ګران دی خپل سینګار یې ګڼو          سپورپه اوږو کړو محبت ورسره

*  *  *

   نورو قیامت وکړ اسمان ته جګ شول                مونږ د قیامت له ویرې مړه پاتی یو

   لاس او پښې مو په خپل لاس تړلي                  د غفلت خوب باندی ویده پراته یو

*  *  *

   هغو چې  ځانته  غلامي  غوښتله                      اوس آزاد څه چې باداران دي زمونږ

   دوئ ته مونږ درس د آزادۍ ورکړی                  مونږ یو ناکام دوی استادان دي زمونږ

*  *  *

   پرته له   لافو  او  دبابو    ځنې                       نور څه شی نه لرو چې وویاړو پرې

   د هیر  تاریخ او د پلرونو  کړه وړه                    نن هغه څه دي چې به وژاړو پرې

*  *  *

   نا خوالې نه دي یو او دوه  زمونږه                     له  سر تر  پایه  د ژړا لایق یو

   که به همدا احوال او حال وي زمونږ                   مونږ د نیستۍ او د فنا لایق یو

*  *  *

   افغانه پاڅه  لږ ځان   وښوروه !                    کنه، ورکیږې دا له مانه واوره!

   غلام خو شوی د غلامانو  ته نن                      يو څه پرون او څه سبا نه واوره!

*  *  *

   توپک ته اور واچوه ويي سوځوه                      دا د  انسان  د  سوکالیو  دښمن

   جنګ ته نور نه ووایه سولې ته هو                   تر څو به یې ته  د  بچیو  دښمن

*  *  *

   پوهه رڼا او   ناپوهي   تیاره   ده                       ولې ته ځان ته دا تیاره خوښوې؟

   په دې رڼا رڼا ښایسته وطن کې                       ځان ته نه سمه او نه ښه خوښوې

*  *  *

   تا دې خدای راولي نور سمې لار ته                   تر څو به غرق په ګمراهیو کې يې

   تر څو راواخلې لاس کې بیل او قلم                  څو به د ځان په بربادیو کې يې

*  *  *

   دا د زمري له سوزه  ډکې  کریکې                     ستا په ماتم کې د لوی غم ساندې دي

   د تا د ورور ؛ د تا د خور او اولاد                   د تا دمرګ، ستا د پرتم ساندې دي

 

   ۲۰۱۶/۵/۲۷

   ویسبادن

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org