دوشنبه، ۲۳ اگست ۲۰۱۵

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 
بسم الله اکبری

 

 

  جلالتمآب ولس مشر اوباما!

 

په افغاني درنه دود مو لاس څنډم او ورسره جوخت د تیرې جمعې په ورځ د کوالآلمپور په پوهنتون کې د ځوانو رهبرانو سره ستاسو د لیدنې او ویناپه اړه غواړم در سره د زړه خواله وکړم.

د ویناپه مهال تاسو د ځوانانو پوښتنې ته د ځواب په ترځ کې وویل: (چې له ټولوځوانانو دا غوښتنه لرم چې ماته د سپین ږیري خطاب ونه کړي ځکه زه خپل ویښته نه رنګوم همداسې مې پرې ایښي دي چې طبیعي ښکاره شي د نړۍ ډیری مشران خپل ویښتان رنګوي او زه یې نومونه نه اخلم خو د هغوی سلمان/ناییان پوهیږي چې دوی خپل ویښته رنګوي).

د امریکا په متحده ایالاتو د ټول ټاکنو په کمپاین کې د سر ویښتان هم ارزښت لري لکه چې د جمهوریت غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرامپ د خبرو د کمپاین په مهال یوه میرمن را وبلله چې د نوموړي ویښته وګوري چې اصلي دي. ټرامپ پخپل سیال هیلیري کلنټن تور لګولی چې ویښته یې اصلي نه دي خو میرمن کلینټن وایې زما ویښته اصلي دي او غواړي د امریکایې ولس سره ژمنه وکړي چې تاسې به ونه ګوری چې زما ویښته سپین شویدي ویښته مې اصلي دي خو رنګ یې اصلي نه دی.

ښاغلی جمهور رییس اوباما!

تاسو د خپلو تورو او سپینو ویښتانو په اندیښنه کې لاهو یاست غواړم د افغان د غمیدلي،جګړې او ناورین ځپلي ولس د ټپي،ټپي زړونو سوي کړیکه په ولسي فولکلوریکه لنډۍ کې درته انځور کړم.

سترګې دې زړه ته را نیږدې کړه         چې په کې وویني د سرو وینو ډنډونه

هو! د افغانستان د ویرجنې اوږدې غمیزي له لاسه د افغانانو زړونه او ځیګرونه له وینو ډک دي تاسو اوس ۵۴ کلن یاست خو په افغانستان تنکي ځوانان سپین ږیري شوي او د جګړه یېز ناتار له کبله زموږ د ځوانانو او پیغلو څیرې عمر خوړلي او لکه د خزان ګلونه زموللي او سوي ښکاري او زموږ په هیواد کې له بده مرغه دریغه، دریغه د بوډا ګانو په پرتله د ځوانانو په وینو لژند جنازې خاورو ته رواني دي او د ځمکې په کره کې د کلونو،کلونو راهیسي یو کړیدلی او زوریدلی ولس یو.

زموږ ولسونو شپه او ورځ دنیاومن او ځواکمن رب دربار ته لاسونه لپه نیولي څو په هیواد کی یې د جنګ جګړي توره او ناولي کمپله ټوله او یو بریمن،جسور، وطنپال او افغانپال لارښود او رښتینی زعامت ور په برخه کړې ځکه ستر او نومیالي شخصیتونه د خپل سالم تدبیر او زړه ورې مبارزې سره کولای شي د ولسونو برخلیک بدل او د رښتیني نیکمرغۍ په لور یې وهڅوي تاسو ته په ماضي کې د خپلو پلرونو او نیکونو ناپایه ستونزي،ناخوالې او زړه بوږنوونکي نابرابری څرګندي دي خو د امریکا په لویه وچه کې داسې یو ستر او زړه ور اتل مبارز پیدا شو چې د نژادي توپیر او اپارتاید کرغیړن سیاست ته یې په زغرده او میړانه د پای ټکی کیښود هغه د درنښت لوی او نامتو شخصیت مارتین لوتر کینګ وو چې د هغه د بریالی او اتلې مبارزې په پایله کې تر ټولو غوره بیلګه تاسو یاست چې د امریکا د لوی او ګریت پاور ځواک د ولس مشر په ګدۍ ناست یاست او د امریکا په تاریخ کې ستاسو زعامت د عطف د ټکي په توګه تلپاتې ثبت شوکنه د هغه ستر میړه له مبارزې پرته به تاسو بښنه غواړم په کینیا کې د خپلې غاښ وتلي بوډۍ اناسره چې څه موده وړاندې مو ورسره ملاقات وشو په څنګ کې ناست واست خو تاسو د امریکا د لوی ولس په ننګه او پلوی په ډیموکراتیکو او آزادو ټاکنو کې دوه ځلې د ولس مشری افتخار په نره وګاټه له دغه لنډه کي تمهید او یادونې څخه ستاسو پام د افغانستان د څلویښت کلن ناورین او خونړي ناتار ته د پای ټکي ایښودلو په موخه راګرځوم ځکه ځینو افغانانو ستاسو له نوم څخه یو نیک او مثبت تعبیر اخیستی و هغه داچې ستاسو نوم اوباما دی افغانانو هسې انګیرله چې او، با، ما، است یانې هغه له موږسره دی او ستاسو نوم که سرچپه شي نو له هغه څخه ما، با، او، هستیم موږ له هغه سره یو همدا لامل و چې د وخت افغان ولس مشر په زغرده نارې وهلې چې په افغانستان کې د سولې کونجي د امریکا سره ده او دبانجاني نوکر ایمان افغانانو ته ښه معلوم دی زیات دی سر نه په دردوم خو د ملا نصرالدین چې زموږ په ختیځو ولسونو کې خورا مشهور دی د یوي کیسې یاد اړین بولم .

ملا نصرالدین یو خر دخرڅلاو لپاره د سوداګری بازار ته بیولی و او له دلاله یې وغوښتل چې هغه ورته خرڅ کړي په همدې موخه یې خر په منډه یې کې ودراوه خره هرې خواته د لغتو په وهلو پیل وکړ څوک په محکمه لغته وهي او څوک په خپلو غاښونو داړي.

څوک یې لا په څنګ کې هم نه پریښودل.دلال ملا ته وویل په دغو شیطاني عادتونو، لغتو مغتو او په غاښو داړلو دې خر په یوه پیسه هم نه ارزي داسې خر هیڅ خریدار نه لري ملا نصرالدین په ځواب کې ورته وویل خر مې ښه پیژندلی دی خو زما موخه دا وه چې خلک او دنیاوال په دې خبر او وپوهوم چې ماته داسې یو خر را غاړې دی او د هغه سره په څومره سترو جنجالونو ژوند تیروم.

د ملا نصرالدین د خره په څیر موږ افغانانو ته په چم ګاونډ کې د پاکستان په نوم د درغلیو، شیطانیو د رنګارنګ توطیو نه ډک دولت او دوه مخې منافق څارګر را غاړې دي چې د افغانستان د ورانولو او بې وسه کولو پرته بله کومه انساني تګلاره نه لري او دغه محیل شیطان په چل ول او فریب کې په مودو، مودو د سپیني ماڼۍ چارواکې تیر ایستلي او د خونړیو بنسټپالو او وحشي ترهګرو په روزلو او تسلیح کولو یې زموږ په هیوادکې خونړی او افغان وژنې جګړه جاري ساتلي ده.

ښاغلی ولس مشر!

د سپټمبر د یوولسمې خونړۍ تراژیدی وروسته د امریکا د وخت ولس مشر بوش په لاس پر افغانستان تپل شوي او پیل شوي جګړه چې د امریکا په تاریخ کې اوږده جګړه بلل شوي ستاسو د لس کلن زعامت او مشرتابه ټوله دوره احتوا کوي په بله وینا تاسو د امریکا هغه جمهور رییس یاست چې د عراق، سوریې، لیبیا او د افغانستان خونړی جګړې چې اوس د داعش خونړی توره بلا هم په ښکیل او بوخته ده د روسیې او ایراني اخوندانو په نظامې حضور لا خطرناک نوي اړخونه پیدا کړي او ستاسو سره د افغانستان د ولس مشر او دولتي چارواکو د ستراتیژیک او امنیتي تړون د لاسلیک سره سره د هیواد په دننه کې د وسله والو طالبانو، داعش او پاکستاني څارګرو کړیو خونړیو جګړو او څرګندو لاسوهنو زور اخیستی او چارواکي د څرګندې ناچاری له کبله اړشوې څو د افغان وسله وال پوځ د هوایې او ځمکني درنه مدرن تخنیک لپاره هندوستان، چین او روسیې ته د مرستې لاس وغزوي په داسې حال کې چې پاکستان چې د کوم بهرني ګواښ سره مخامخ نه دی د امریکا له د میلیاردي ډالرو د مرستې سربیره  په هوایې مدرن ځواک او اف ۱۶ سمبالیږي تاریخ به د امریکا او افغانستان په اړیکو او روانه دیپلوماسی څه قضاوت وکړي ستاسو د زعامت دوره هم په ختمیدو ده خو افغانان به د وران ،ویجاړ هیواد پرته ستاسو کومه تاریخي ډالۍ په یاد کې وساتي د شیخ سعدي شیرازي علیه رحمه په هغه شعر چې تاسو هم د نوي کال په مناسبت زمزمه کړی او د ملګرو ملتو د ماڼۍ په دروازه منقور او کښل شوی ستاسو پام را ګرځوم.

بنــی آدم اعضای یک پیکرند         که در افرینش ز یک ګوهـرند

چو عضوی به دردآورد روزګار        دیګر عضوها را نه ماند قرار

تـو کز محنت دیګران بی غــمی        نه شاید که نامت نهدآدمــی

بسم ا لله اکبري

۲۲/۱۱/۲۰۱۵

 

 

  

  

  مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها بوده

و الزاماً بیانگر نظرات و دیدگاه ادارۀ سایت «اصالت» نمیباشد.