مسوولیت مطالب نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 

 

چهارشنبه، ۲۵ جون  ۲۰۰۸

ذکريا يوسفزي

په افغانستان کي د قومونو ترمنځ نفاق اچونه

 د دښمنانو دسيسه ده

که چيري زمونږ د ګران هيواد افغانستان د تاريخ په اوږدو کي ځير شو، نو وينو چې هر وخت کوشش شويدي چې زمونږ په وطن کي د قومونو ترمنځ د پردو لخوا نفاق اچول شوۍ او لړي يي اوس هم روانه ده، خو پاي يي اوس هم معلوم نه بريښي٠ که هر څو دا نفاق اچونه د ډول ډول هيوادونو لخوا په هر راز بڼو کي عملي شوي ده، خو په ټولو کي يي يوه موخه شريکه ده او هغه د افغانستان د ټولو قومونو بدنامول، په دوي کي د بي اعتمادي او دښمني فضا رامنځ ته کول دي٠ خو راځي اول به د دښمنانو دسيسي د پښتنو د بدنامولو د پاره وڅيړو٠ امکان لري د پښتنو د بدنامولو ډولونه به ډير وي خو زما له نظره دا دري لاندني ډولونۀ ډير عمده دي٠

۱- د پښتنو پرخلاف انګريزي پروژه، چي اوس د امريکي، پاکستان، او نورو هيوادو لخوا هم پرمخ بيول کيږي٠

۲- د پښتنو پرخلاف روسي پروژه، چي ايران، ترکيه او د پخواني شوروي اتحاد ځيني جمهوريتونه هم پکي شامل دي٠

۳- د پښتنو پرخلاف د افغانستان د دښمنانو ګده پروژه، چي اوس په لاندي ډول په جلا جلا توګه تشريح کيږي:

١-د پښتنو پرخلاف انګريزي پروژه، چې په اوسني وخت کي د امريکي، پاکستان، او د ځيني نورو هيوادو لخوا (هلته چي د انګريزانو نفوذ ډير دی) پرمخ بيول کيږي،

دا بيا د دوو مقصدونو دپاره پرمخ بيول کيږي:

الف:- د پښتنو تخريبول٠

ب:- د هغوي نه د خپلو د ګټو د پاره کار اخيستل٠ دا دواړه اوس په لاندي توګه توضيح کيږي:

الف:- د پښتنو تخريبول، چې دلته بيا د ايران او د روسي حکومتونه هم ورسره همنوا دي، دا هدف بيا د دريوو لارو نه پرمخ بيول کيږي:

١- الف:- د انګريزي او ايراني ليکوالو په واسطه اويا د هغوي په وجود کي:- د پښتنو په هکله د دوي لخوا هغه څه ليکلي شوي دي، چې هغه نه يوازي د پښتنو سرشت، کلتور او افغاني تربيي پوري اړه نلري بلکه هغويي دنيا ته په ډيره ناوړه توګه معرفي کړي دی، چې وروسته د نورو هيوادو او د افغاني ليکوالو لخوا ددي منابعو څخه استفاده کول نوره هم دي پروسي ته ګټه رسولي ده، متاسفانه زمونږ تاريخ پوه او علما پدي ندي توانيدلي چې د پښتنو اصلي څيره چې د میړاني، شجاعت، پوهي، ميلمه پالني، په وطن مينتوب او داسي نور ښه خصوصيات دنيا ته وروپيژني او د دښمنو ليکوالو منابع پدي توګه د ارزښت نه وغورزوي دلته به زه يو ډير لنډ مثال ددي ليکوالو د ليکنو نه راوړم چې څنګه په زيرکي پښتانه پکي په بده توګه معرفي شويدي:

Mary Louise Clifford په خپل کتاب کي The Land and People of Afghanistan ليکي:-<<اوازۀ بلند پشتونها بعنوان جنګجويان و مهاجمان بی باک از همين تلقي، از غيرت قبيلوي وايلي مايه ميګيرد٠ تاخت، تهاجم و غارت که در بقيه جاهاي دنيا دزدي و رهزني محسوب ميشود، در جامعۀ صحرانشين يک نهاد قبيله يي مورد احترام و احترام انګيز است٠>> وګوري دا هغه څوک دي چې غواړي او په مجموع کي د افغانانو برحقي دفاعي مبارزي ته چې د پردو او يا د هغو د لاسپوڅو په وړانډي کي يي کړي، <<دزدي او رهزني>> وبولي لکه الفنستون يو بل انګريزي هم ليکي، هغه مهال چې په خيبر دره کي د هغوي قواوي د افغانستان د مرکز په لور رهي وي په لاره کي د يوسفزۍ قوم او نورو پښتنو قومونو لخوا پري مرګي ګوزارونه وشول او له مينځه يووړي شوي، هغه هم همدا الفاظ پښتنو ته په خپل کتاب کي استعمال کړيدي (ښاغلي فرهنګ په خپل کتاب کي افغانستان در٠ ٠ ٠) د دي منابعو نه استفاده کړي و هم يي د هغي نه د ډيري ښي منبع په صفت ياداوري کړي ده٠ یعني انګريزانو د افغانانو نه دا ارزو لرله چه بايد د دوي د يرغل پرخلاف هيڅ ونکړي او هغوي ته ښه راغلاست ووايي، ويني دوي چې په خپله حتی اوس په نورو ملکونو او د هغو په خلکو باندي يرغل کوي (انګليس، امريکا او ناتو) دوي دي يرغل ته دزدي او رهزني نه وايي، هغي ته د ديموکراسي او ازادي د پاره مبارزه وايي، او زمونږ ناپوهه او متعصب ليکوال لکه ښاغلي هاشميان کټ مټ د انګليسانو د منابعو څخه هغه بد الفاظ را اخلي او د پښتنو پرخلاف يي استعمالوي، دي بيا ليکي (ښاغلي هاشميان) «واقعيت اينست جناياتي راکه احمدشاه و اولادۀ ناخلف وي در ٢٦٠ سال اخير نموده اند بالاتر از جنايات چنګيز، تيمور و بابر، صفوي ها، انګليسها، روسها و ناتو است» وګوري دا پوهاند دې سطحي پوري ټيټ کيږي چې حتی د خودکش و بيګانه پرور په سطح رسيږي، واي پر حال د زمونږ ځوان قشر چي د داسي پوهاندانو به څه زده کړي٠ همدارنګه انګريزي ليکوالان بيا د تاجک وروڼو په هکله هم په سپکاوي ليکي:- «تاجکها ګروه اسکان يافته و ايراني الاصل اند و تاريخ ګذشتۀ انها بدرستي معلوم نيست» کي٠که چيري ښه زير شو نو له بده مرغه زمونږ تاريخ پوهو ليکوالو لکه فرهنګ او داسي نور هم په خپلو ليکنو کي د همدي انګليسي منابعو نه چې زمونږ تاريخ يي تحريف کړي نقل کوي، دوي بيا هغه واقعيتونه نه ليکي چي پښتانه واقعا څوک دي؟ او د افغانستان په تاريخ کي يي څه کړي؟ او ولي انګريزان پښتانه داسي بد ويني؟

ايراني ليکوالو هم د پښتنو په مورد يی کټ مټ د انګريزانو د منابعو نه کار اخستلي او دوي بيا نور هم پر مخ تللي چې د افغانانو ټول افتخارات يي د خپل په نامه ليکلي دي.

۲- الف:- د افغاني متعصبو ليکوالو په واسطه:- د افغانستان دښمنانو د متعصبو ليکوالو په وجود کي داسي دښمني د افغانستان واحد ملت ترمنځ منځ ته راوړي چې دا د نورو هرو دسيسو نه ډير خطرناکه او کولاي شي چې په نورو روښانديانو (روشنفکران) باندي چې د افغانستان د راتلونکي دپاره ډير اوچت رول لري ډيره بده اغيزه وکړي او دا بيا هم د وطن نورو روښانديانو ته انتقال شي او د افغانستان د ارامي او ترقي بڼست پري وران کړي، دلته د څوو دغسي ليکوالو د لیکنو نه ځيني مطالب کټ مټ ليکل کيږي او قضاوت يي تاسي درنو لوستونکو ته پريږدم٠ یو د افغانستان د وحدت د دښمنانو نه ښاغلي پروفيسور سيدهاشميان دي او دي ليکي: «سنګ بناي دولت معاصر افغانستان بر اساس نژاد پرستي قبيلوي، خشونت طلبي، وحشت ګرايي، لشکر کشي، تاراج، غارت، نسل کشي، کوچاندن اجباري، فرهنګ ستيزي، تمدن ستيزي، ناموس ستيزي و لوطيګري بدست جنګسالار کبير احمدشاه دراني-ملتاني در دوصد و شصت سال قبل ګذاشته شد٠» په بل ځاي کي ليکي «ايا پښتونها يا اوغان تازه ترين قبايل مهاجم و کوچ نشين در سرزمين خراسان نيستند؟ اين در حاليست که تا هنوز زادګاه تاريخي و نژادي قبايل پشتون يا اوغان زير سوال قرار دارد، پشتونها از لحاظ تاريخي خود قبايل مهاجم، اشغالګر و غير بومی هستند٠ ايا قبايل پشتون کوچ نشين، خيمه نشين و فرهنګ ستيز نيستند؟» او دلته بيا ليکي «پشتونها يګانه مردمي در جهان هستند که ميان وطنپرست وطن فروش، جنايت کار و شريف قبيلۀ خود تفاوت قايل نيستند، هر کي پشتون است ولو هر قدر بدنام و جنايتکار و خاين و وطن فروش هم باشد در زير سايۀ پښتونولي فرزند پُرافتخار قبيله شناخته ميشود» ولی دا ښاغلي په اصطلاح پروفيسور هيروي چې ايا داکټر نجيب الله پښتون نه وو؟ چې د طالبانو لخوا چې اکثريت يي بد بختانه پښتانه دي (د دښمن د دسيسو او د مخکي نه جوړ شوي پلان چې په هغه کي لوي هدف د اسلام او پښتنو بدنامول يعني دا دوه لوي د ثبات او وحدت فکتورونه دي، د طالبانو تشکيلات د پښتنو نه جوړ شول او هغوي په تروريستي او بنياد ګري نظريو سمبال شول چي دا دواړه اسلامي ضدی پديدي دي) په ډيري بيرحمي، پرخلاف د ټولو ملي، بين المللي، انساني او حقوقي معيارونو ووژل شو؟٠

بيا دي په بي شرمي توګه ليکي «اولادۀ وحشي، بي فرهنګ و بي هويت (مقصد يي پښتانه دي) که امروز غرق در وحشت و مزدوري بدست شريرترين قدرتهاي استعماري عصر هستند، فکر ميکنند ميتوانند با وحشت افګني، ګروګان ګيري، قاچاق مواد مخدر، فرهنګ ستيزي خودرا از بحران هويت و زوال نجات خواهند داد؟»

ځيني ليکونکي بيا حتی د افغانستان د نوم سره حساسيت لري او موافق ندي او غواړي د خراسان يا اريانا نوم ورته ورکړي (دا هم د دښمنانو دسيسه ده چي غواړي دا وطن د دي ثبات او وحدت د فکتور (د افغانستان نوم) نه خلاص کړي، څوک چي ددي شانته نظريو خاوندان وي دوي دي بايد پوه شي چې د افغانستان نوم د يوي درني جرګي لخوا چي په هغي کې د افغاني جامعي د ټولو قومونو، ټولو قشرونو، او مذاهبو استازي شامل وو په يوه ډيره ديموکراتيکه فضا کي چي ددي وطن په تاريخ کي يي ساري نه ليدل کيږي ايښودل شوي دي او دا نوم د افغانستان د ټولو قومونو معرف دي، که هلته يوازي د پښتنو د قوم نه هدف وي لکه چي ځيني متعصبه ليکوالان يي ليکي نو هغوي کولاي شواي چي د پښتونستان او يا دی ته مشابه نوم کيږدي نه د افغانستان نوم٠)، دا ډله بيا د ملت او د ملي هويت د جوړولو چيغي وهي، د نموني په ډول ښاغلي بصير کامجو چې په اريايي سايت کی ليکي:«و با تغير نام افغانستان به خراسان و قبول معيار هاي ارزشی سياست تک زبانی زبان فارسی در سورفت تشکيل ملت سربلند خراسان، مردم ما يکبار براي هميشه از شرخصومت ملي، نفاق ملي تعصب زباني، نژادي و محلي نجات مي يابند، نسلي ظهور ميکند بنام «شهروندان خراسان، ملت خراسان» که مراتب عشق بوطن و دفاع از منافع ملي و برخورداري از احساس عزت و هويت ملي، در خون، ګوشت و استخوان فرد فرد ايشان عجين شده و در حيات حقوق شهروندي تبلور مادي حاصل ميکند٠ بيا دۍ ليکي «ما نه افغان هستيم و نه افغانستانی، بل يک مليت اصيل اريايی نژاد و يک خراساني صلح خواه و ازادی پرور»٠ او بيا وروسته ليکي «در چنين شرايطی ديګر اسلوب کهنۀ تاريخي حمايت راه های عملی سياست اجيرګيري نيروهاي غرضدار خارجي در کشورما تحت نام به اصطلاح نمايندۀ اين قوم و يا ان ملت و نصب ان اجير هاي دست نشانده در ساختار حاکميت سياسي صادراتي وابسته به استکبار، مسدود ميشود و زمينه هاي علني رشد مستقل خودګردانی حاکميت سياسي متعادل ملي غير وابسته بوجود ميايد»٠ بيا هم يو ليکونکي په نامه د لطيف کريمی استالفی په شبکۀ اطلاع رساني افغانستان کي د «چند پيشنهاد بخاطر حفظ وحدت ملي، تماميت ارضی و حاکميت ملی» تر عنوان لاندي ليکي:

«تعدل نام افغانستان به اريانا:- از انجائيکه تمام اقوام کشور ما ګلهاي اند از يک چمن اريانا زمين و هميشه اريايي هستند و اين نام پرافتخار و باستاني مان را ديګران به يغما برده است تقاضا ميدارم تا بخاطر جلوګيري از برتری قومی و احيای دوبارۀ هويت ملي و باستانی ما که در برګيرندۀ حوزۀ تمدنی و تاريخی ماست نام کشور دوباره به اريانا تعديل ګردد»٠ په دی باره کی نورو د همدي نظر ليکوالو لکه بشير بغلانی، غلام دستګير پنجشيری، مير عبدالواحد سادات، سخی ارزګانی، محمد عوض نبي زاده، بيژنپور٠ا٠ابادی، انصاری، لطیف پدرام، نجیب روشن او داسي نورو، چې حتی د سلطان علی کشتمند په لیکنو کي هم (د افغانستان د پرمختګ او دموكراسۍ د ټوليز غورځنګ يو تن د مبتکرينو څخه دي) د هزارستان او د افغانستانی او داسی نورو تفرقه اچونکي کلمو څخه استفاده شوي ده،او همدارنګه نورو پوهاندانو لکه ښاغلي احدی (د افغان ملت د حزب مسئول) بيا خبره د پښتنو د زوال نه کوي او پدي توګه اوبه خړي کوي او غواړي د انګريزانو په مشوره ماهيان پکي ونيسي، چې ددي کار امکان موجود ندي او هر څوک چې داسي ارمانونه لري (لکه پروفيسور هاشميان)، او لرل يي لکه احمدشاه مسعود حتمی به يي ګور يا قبر ته يوسي او ځينو يي وړي دی، هغه څوک چي پدي فکر وي چي د افغانستان نني پرابلمونه به ديو نوم په بدلولو حليږي هغه به ډير لڼد فکري خلک وي او يا عمدی غواړي چې د خلکو پاملرنه بلي خواته واړوي او زمينه نوره هم د وطن دښمنانو ته د افغان د بربادي د پاره مساعده کړي٠

٣- الف:- په افغانستان کي د نشنلستي سازمانونو او ټولنو په وجود کي:

په دي باره کي بايد وويل شي چې د پخوا نه د هغه وخت استعماري هيوادونو لکه انګلستان او روسيي په منطقه کي د خپل د نفوذ د پاره پدي موافقي رسيدلي وو چې افغانستان دي د دوي ترمنځ د يوي بي طرفي او يا حايلي منطقي په توګه موجوديت ولري، خو دوي بيا هم په يو او بل اعتماد نه لره،او غوښتل يي چي خپلي د نفوذ حوزي جوړي کړي او دا هم په مختلفو ساحو کي لکه مذهبي، ملي، قومي او سياسي برخوکي دلته روسيي د خپل عنعنوي استعماري سياست په نظر کي نيولو سره هميشه کوشش کاوه چې په افغانستان کي په اقليتونو کي نفوذ ولري او هغوي د فشار په توګه د خپلو د منافعو د پاره هر وخت چې ورته ضرورت شي په کار واچوي، او هم هغوي د دفاعي ديوال په رقم استعمال کړي،چه په دي کار کي دوي هماغه د تزاري روسيي سياست نه چې په منځني اسيا کي يي په موفقيت سره د هغو هيوادو د تصرف د پاره استعمال کړي، ګټه واخلي، چي دوي وروسته د شوروي اتحاد په وجود کي او اوس د روسيی جمهوريت په وجود کي همهغي لاري نه د خپل خارجي سياست د يو جز په توګه کار اخستلي او اخلي يي، چې يو د دغو اهدافو نه په افغانستان کي د نشنلستي او سکتاریستي سازمانونو او ټولنو منځ ته راوستل او په هغوي کي نفوذ دي٠ چې دا وروسته د روسي پروژه د پښتنو پر ضد لاندي تشريح کيږي٠

نو د دي سياست په پام کي لرلو سره انګريزانو هم خپله سياسي تګلاره چې هغه په مذهبي او سياسي ټولنو او سازمانونو کي نفوذ (خصوصا په سرحدي برخوکي) او، د نوييو ډلو او سازمانونو جوړول د پښتنو يا اکثريت په وجود کي وه درلوده او اوس يي هم په مخ بيايي، چې د افغان ملت ګوند، اسلامي ګوند، د طالبانو حرکت او ځيني نوري بيلګي دي، تاسي وګوري د افغان ملت د رهبر ښاغلي احدي روابط د ښاغلي ګيلاني د کورني سره چې دوي دواړه د يوي منبع يا سرچيني نه تغذيه کيږي، او هم د افغان ملت ګوند لوي تاوان د افغانستان روښانديانو ته خصوصا په پښتني ټولنه کي دي چې زمونږ ځيني منور او تحصيل کرده وو پام يي نشنلیستي مسايلو ته را اړولي او هغوي يي وطن ته د خدمت له لاري نه بل خواته متوجه کړي دي، همدارنګه په اسلامي حزب کي هم زموږ يو تعداد منور روښانديان په همدي برخلیک اخته دي، دي احزابو د پښتنو څيره ډيره بده جامعي ته معرفي کړي ده، ما په خپله د افغان ملت د مشر ښاغلي احدي نه اوريدلي دي چې (ما په خپلو مصاحبو کي راديو BBC سره د ګلبدين حکمتيار او طالبانو نه ډيره پشتيباني کړيده، په وجود ددي چې زه پدي پوهيږم د زموږ او د هغوي د پروګرام تر منځ ډير اختلاف موجود دي)٠دومره نومبدوالي چې پښتنو ته د اسلامي ګوند، طالبانو او د افغان ملت ګوند اړولي دي بل هيچا ندي اړولي، همدغو احزابو او حرکتونو پښتانه وطن او دنيا ته د وژونکو، بنيادګرو، د ترقي ضد، تروريستو، د کلتور نه ليري، او د علم او دين پر ضد قوم په توګه معرفي کړي دي او داد دښمن خصوصا د انګيزانو د پخوا پلان شوي توطئه د پښتنو په مقابل کي ده چې مجري يا پرمخ وړونکي يي پاکستان او د هغه استخبارات دي چې دغه برخه نوره هم واضح کيږي.

ب :- د هغوي نه (د پښتنو نه) د خپلو منافعو دپاره ګته اخيستل:

دغه هدف د څو لاندنيو لارو نه پرمخ بيول کيږي:

۱- ب:- د اسلامي بنيادګرو ګوندونو او ټولنو په وجود کي:

لکه اسلامي حزب، د مولوي يونس خالص اسلامي حزب، د مولوي محمد نبي محمدي حزب، د سياف اتحاد اسلامي حزب (دا حزب د سعودی عربستان د استخباراتو د تاثير لاندي هم دي) او د طالبانو حرکت چې د همدي اسلامي احزابو نه يي د رهبري ډيره لويه برخه جوړه شويده، دا بيا د دوو موخو د پاره پکار اچول کيږي:

١ – د افغانستان د ترقي څخه مخه نيول (پښتانه ضد د ترقي معرفي کول)٠

٢ – د اسلام بدنامول د پښتنو په وجود کي٠

که موږ زير شو نو دا دواړه هدفونه د اسلامي حزب او د طالبانو حرکت په وجودکي ډير ښه په کاميابي سره انګريزانو او پاکستانيانو ته په لاس ورغلل، او لا په اسلامي حزب کي د ډيرو روشانفکرانو جزبول او لدي لاري وطن د روشنفکري قشر نه محرومول، او بيا وروسته د طالبانو په وجود کي، چې د طالبانو تشکيلاتي بڼست قصدي د همدي هدف لپاره د انګليس، امريکي، پاکستان او هغو نورو هيوادونو چي د انګلستان په مرسته پادشاهي ته رسيدلي او يا يي تر تاثير لاندي دي د مختلفو عواملو په لحاظ د پښتنو نه جوړ شوه، هغه څه چه کړي او کوي يي هغه ټول د اسلام د دين په ګټه نه بلکه په ضرر دي، او دا قصدي پر مخ بيول کيږي، انګريزانو هر وخت کوشش کړي چې د افغانستان او خصوصا د پښتنو په روحاني او مذهبي قشر کي نفوذ وکړي او هغوي د خپلو منافعو دپاره استعمال کړي، چې همدا اوس يي بيلګي په هلمند او په سرحدي برخو کي په واضحه توګه ليدل کيږي٠ د طالبانو پرضد ډير څه ليکل شوي خو زه به دلته د ښاغلي ډاکتر سراجي د ليکني نه يو څه نقل کړم (طالب جانه:- «د کفن کش او بچۀ کفن کش» کيسه رښتيا شوه، تا داسي کارونه وکړه چې د پښتون نوم، فرهنګ او شوکت دي له خاورو سره برابر کړ، او لوړه شمله دي ورته په ځمکه را وويشته، لمړئ تا خپله وژنه، سوځونه، د ښوونځي بندونه، او وراني د پښتون د کور نه راپيل کړ، بيا دي د افغان په کور کي د ورڼو ميشتو قومونو ترمنځ د نفاق اور بل کړ، د نجونو ښونځۍ دي وراني کړي، ښځينه کارکوونکي دي په کور کښينولي، د افغانستان تاريخي اثار چې ددي خاوري د تيرو نسلونو د پرتمين تاريخ او وياړ نښه ده په توپو وويشتل، په شلمه پيړي کي دي د وحشت او غضب توره شپه راوسته، د زموږ ملي عنعني پر خلاف دي پر ښځو لاس پورته کړ، د خلکو لا څه چې د ما شومانو له خولي دي خندا او خوښي واخيسته٠ وطن دې په لوي زندان بدل کړ او پدي توګه دي د پوهي، فرهنګ او پښتونولي پر ضد خپله توره څيره وښودله.

٢ - ب:- د ځيني حاکمه قدرتونو او روښانديانو (روشنفکرانو) په وجود کي د پښتنو بدنامول:

که چيري د افغانستان معاصر تاريخ ته او د هغه نه مخکي پيړيو ته متوجه شو، زموږ په وطن کي بغير د شاه امان الله نه چي مستقلانه رهبري درلوده نور دا وروستي د ظاهرشاه او کرزي په شمول کومه ازاده اراده او مشي نه درلوده په يو يا بل رنګ يي د انګليس پاليسي په پياده کولو کي د افغانستان د قومونو پر ضد رول لوبولي او لوبويي، چې دلته يوازي دوي نه بلکه هغه لوړپوړو چارواکو چي پدي دوره کي د مقامونو خاوندان وو او دي د انګليسي پاليسي پياده کوونکي دي، يعني متاسفانه افغانستان په دي مودو کي تر اوسه خپله ملي او مستقلانه تګلاره نه لري او هغه ددي دپاره چي افغانستان خصوصا د رهبري په سطح د انګلستان او د نورو هيوادو په جاسوسي کودلي او جال بدل شوي دي چې دا ټول مقامات پکي ښکيل دي٠ دوي څه چي کړي او کوي ييي فقط دشمن د خوشحاله کولو او د خپل د اقتدار د دوري د اوږدولو د پاره دي٠

٢ – د پښتنو پر ضد روسي پروژه:

 په دي تخريبي پروژه کي ايران، ترکيه او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسيا جمهوريتونه (ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان) هم شامل دي٠(ولي ترکيه دلته بيا خپل پلان د پان ترکيزم تر هدف لاندي لري او مقصد يي په ترکي ژبي او ترکي نسلي پرګڼو کي چې په نورو هيوادو کي ژوند کوي نفوذ کول او هغوي د خپلو منافعو او نورو پلانونو د پاره په کار اچول دي، دلته انګلستان او پاکستان دوي سره په ګډه پروژه خصوصا د پخواني شوروي اتحاد د منځني اسيا په جمهوريتونو او د افغانستان په شمالي ولاياتو کي همکاري کوي)٠دا هدف د دوو مختلفو لارو نه پرمخ بيول کيږي :

الف - په سياسي جريانونو کي د نفوذ له لاري٠

ب – د قومي اقليتونو په وجود کي. چی اوس دا دواړه په لاندي ډول تشريح کيږي:

الف – د پښتنو پر ضد روسي پروژه -په سياسي جريانونو کي د نفوذ له لاري: دلته د پخواني شوروي اتحاد او اوسني روسيي پلان دا وو او ده چي نشنلیستي او سکتاریستي ګروپونه او ګوندونه جوړ او يا په مترقي ګوندونو کي نفوذ وکړي او هلته هم نیشنلیستي او سکتاریستي نظريي ابقا کړي او وروسته يي د خپلو منافعو د پاره استعمال کړي ٠

که چيري په افغانستان کي د سياسي ګوندونو او تشکيلاتو د جوړيدو پروسي ته زير شو وينو چي دلته د دشمن ډير مهم هدف دا و چي دا ګوندونه که چيري جوړيږي بايد د هغوي تر تاثير لاندي دي وي، او بل دا چي دغه ګوندونه د خپلي تګلاري نه منحرف کي چې ديموکراسي، خلکو ته د خدمت کول، د خلکو يو موټي ساتل، عدالت او ترقي يي هدف وو٠که چيري د افغانستان د خلک ديموکراتيک ګوند تاريخ ته زير شو هلته هم دا پروسه په ډير شدت سره روانه وه، د مشابهي تګلاري تر لاندي څو ګوندونه تري را ووتل چې ډير خطرناکه سکتاریستي ګوندونه هم د هغو د جمع نه دي لکه د طاهر بدخشي ستم ملي او وروسته د هغي بقاياوي چې تر اوسه هم ډير لوي ګواښ د وطن د وحدت د پاره دي (بلي خوا ته د افغان ملت د افغانستان د وحدت د پاره ده) ګوند هم لوي ګواښ تري راووتل، دا ستمي ډلي او د هغوي سياستمداران هره شيبه تيار دي چې د پردو د تبعيضي سياستونو د پلي کولو وسيله شي، او متاسفانه چې زموږ په ځينو روښانديانو، عالمانو او سياستمدارانو باندي یي هم لويه اغيزه کړي ده چي مايي د ځينو د نومونو نه يادونه کړيده چې په دي پروسه کي د روسيي او ايران رول ډير عمده دي.

همدا رنګه دغو هيوادو د اسلامي ګوندونو په ايجاد او وروسته بيا هغوي د خپلو اهدافو د پاره استعمالولو کي هم مؤفق وو، لکه د جمعيت اسلامي حزب، وحدت اسلامي حذب او د هغوي نوري شاخي٠

دي هيوادونو لوي ستراتيژيک پلان په افغانستان کي درلود او لري يي، دوي هر وخت دي ته زير وو چي دوي نشي کولاي يو حزب د ټولو غړو سره د خپل د نفوذ لاندي راولي، نو هر وخت يي د موازي فعاليتونو او ګوندونو د ايجاد او په هغو کي د کارر کولو پلان يی درلود٠ وګوري هغه وخت چي ډاکتر نجيب الله مستقله لاره غوره کړي وه، د هغه د دولت په موجوديت کي د ګروه کار لويه غونډه په خيرخانه مينه کي جوړيږي او امنيت يي د روسيي قواوو او ټانکونو لخوا نيول کيږي، همدا راز د يو رسمي دولت په موجوديت کي روسيي د هغو مخالفانو ته يعني رباني، مجددي او د اسلامي ګوندونو نورو رهبرانو ته چي په موازي توګه د همدي ورځي د پاره د خپل د مقاصدو او د وطن د ګوند (ح٠د٠خ٠ا) پر ضد روزلي وو مسکو کي رسمي دعوت ورکړ او د افغانستان برخلیک يي د همدي ورځي نه د خپل اصلي اګنتانو ته (د اګنتانو ائتلاف ته، چې پدي کي هغه ډله د افغانستان د وطن ګوند نه هم شامله وه چې د شمال د تلوالي سره يي ائتلاف او د ډاکتر نجيب پر ضد يي کودتا وکړه چي مفصل جريان يي د ښاغلي فقير محمد ودان په کتاب کي ليکل شوي دي) وسپاره، له همدي ورځي نه په افغانستان باندي د رسمي قراردادونو سره سره ټول خوراکي، لوژستيکي، سون او دفاعي مواد په ټپه بند شول، همدغسي روسيي د خپل د يوبل جاسوس (ددوه مخي جاسوس) شهنواز ټني په وجود کي د ډاکټر نجيب الله پر ضد توطئه او کودتا وکړه، او هم په اخر کي د وطن د حزب هغه غړي چې د هغوي سره يي ارتباط لاره او د هغوي د پارۀ کار کاوه، او خپله مستقله لارۀ يي نوه غوره کړي (دلته يو شمير د وطن د حزب غړو په ناپوهي سره او د تبليغاتو تر تاثير لاندي ائتلاف سره مرسته کوله، او وروسته چي د توطئي نه خبر شول خپله لارۀ د هغوي نه بيله کړه) په يو نامقدس جاسوسي ائتلاف د اسلامي ډلو باالخصوص د جمعيت اسلامي، اتحاد اسلامي، وحدت اسلامي او نورو سکترستي ګوندونه سره يوځاي کړل او د ملګرو ملتونو پنځه فقره ايزه پلان يي شنډ او ناکام کړ او خپل نفوذ ته يي تر اوسه دوام ورکړ ٠دلته دښمن څو پلانه لرل چې دا ځيني يي مهم دي:

١ – د تاجک او د نورو اقليتي قومونو بدنامول (د مجاهدينو په وجود کي، خصوصا بيا وروسته د رباني د حکومت په دوره کي)٠

٢ – د بي اعتمادي او د دښمني د فضا را منځته کول د پښتنو او نورو قومونو تر منځ٠

٣ – د وطن د ګوند (ح٠د٠خ٠ا) غړي د مترقي مفکوري نه، خلکو او وطن ته د خدمت کولو نه ليري کول او هغوي په ژبني او سمتي او داسي نورو مخالفتونو کي راشکيلول٠

که چيري دي وروستنيو وقايعو ته زير شو نو ګورو چي دښمن په دي خپل پلان کي بريالي شوي دي، او په نتيجه کي يي همدا اوس د وطن ګوند نه څو ګوندونه چي د تګلاري په اساس نږدي يوشانته دي عمل‌‌‌‌ړجو‌‌ شوي او يا دجوړيدو په درشل کي دي، په ټولو کي يي «د افغانستان د پرمختګ او دموكراسۍ د ټوليز غورځنګ» عمده دۍ، ددي غورځنګ په جوړيدو کي هم څو سواله موجود دي چې دا بيا نور شکونه منځ ته راولي:

الف - ولي دا غورځنګ وروسته لدي جوړ شو چې ځيني رهبري غړي يي مس