جمعه، ۲۶ مارچ ۲۰۱۰

 

 

نثاراحمد بهین

 

د نړی تاریخ د شلمی پیړی په اخر او د یویشتمی پیړی په درشل کی په درامتیکه توګه د سترو بدلونونو شاهد وو، د ۱۸۷۵-۱۹۱۴ کال پوری لویدیځو هیوادو خپل هغه کنترول چی د ۴۰۰ کالو را پدیخوایی د نړی له څلورو برخو ځمکو څخه پر دریو برخو درلود له لاسه ورکړ، او د نړی د زړو امپراتوریو ځای هم نویو را ولاړ شویو قدرتو ونیو۰

دا فکر چی د لومړی نړیوالی جګړی پای د هغی دوری ختم وو چی د بورژوازی لخــــــــوا د بورژوازی لپاره پیل شوی وه، درست ځکه وو چی په ۱۹۱۷ کال کی د «اکتوبر د انقلاب» بری، د نړی د هیوادو اړیکی یوی بلی نوی مرحلی ته ورسولی، مګر د یادولو وړ خبره خو دا ده چی بیا هم د نړی د وړوسنی نظام د جوړښت او د دوهم نړیوالی جګړی د پیل اصلی لوبغاړی هم هغه وګړو وو چی زیاترو یی لومړی جګړه په سترګو لیدلی وه او په همدغه دوره کی اوسیدل۰

په ۱۹۱۴ کال کی «ولادیمیر ایلیچ اولیانوف لینن ۴۴ کلن، یوسف ویساریو نویچ جوګا ــ شویلی استالین ۳۵ کلن، فرانکلین دلانو روزولت ۳۰ کلن، آدولف هیتلر ۲۵ کلن، کنراد ادنائر (د المان د فدرالی جمهوریت بنسټ ایښودونکی) ۳۸ کلن، وینستون چرچیل ۴۰ کلن، مهاتما ګاندی ۴۵ کلن، جواهر لعل نهرو ۲۵ کلن، مايو تسه تونګ ۲۱ کلن، هوچی مین ۲۲ کلن، یو سیپ بروز تیتو او فرنسیسکو فرانکو باخامونذه، دوه کاله په عمر کی «له شارل دوګل څخه او نهه کاله له بنیتو موسو لینی څخه وړوکی وو، د دوهم نړیوالی جګړی څخه وروسته د نړی په نظم کی بیا ستر بدلون راغی د جهان اداره او کنترول د «دوو ابرقدرتو» (امریکا او پخوانی شوروی اتحاد) لاسته ورغله، او دغی وضع کابو څه باندی ۷۰ کاله دوام وکړ۰

خو کله چی د ۹۰ لسیزی په سر کی د پخوانی «شوروی اتحاد» د نفوذ لمن ټولــــــه شوه نو نتیجه داسی شوه چی یو زیات شمیر نورو هیوادونو هم خپل استقلال تر لاسه کړ، د برلین «دیوار» و نړید او دنړیوال نظم کنترول دا ځلی یوو «ابر قدرت» یعنی متحده ایالاتو ته پاتی شوو۰

نن د امریکا نفوذ د نړی په ګوټ ګوټ کی احساسیږی، په تاریخی لحاظ تر اوسه په نړی کی ممکن داسی ډیر کم لیدل شوی وی چی د کوم هیواد نفوذ د امریکا په اندازه په ګرده نړی خپور وی۰

او همدا د «یکه تازی» علت دی چی نړیوالو ناکراریو ته لمن و هل کیږی او هره ورځ د تیری ورځی په پرتله د نړی د خلکو ستونزی زیاتیږی۰

وایی چی تاریخ نه تکراریږی خو دا انسانان دی چی د تاریخ تیروتنی تکراروی، ممکن همدا وجه وی چی انسان ییژندونکی لا تر اوسه هم د انسان لپاره کوم دقیق تعریف نلری، یوو لیکوال وایی: «سیاست خو ټول پیژنو

خو انسان څنګه؟

انسان نه شو پیژندلی

انسان نه شو تعریفولی

ځکه چی انسان د تعریف په حال کی دی

یعنی تر اوسه نه دی تعریف شوی

د تعریف په حال کی دی

نو هغه څه چی د تعریف په حال کی وی، تعریف نلری» پخپله تعریف دی

 

همدا د ځینو انسانانو د ناوړه کړو نتیجه ده، چی د اوسنی نړی وضعه ډیره حساسه او خطرناکه بڼه غوره کړی ده چی که چیری د سلیم عقل څخه کار وانخیستل شی نو د یوی بلی دردونکی فاجعی پیښیدل هم چندان لیری نه بریښی، دا ځکه چی پخوا یو څو محدود شمیر هیوادونه په اټمی سلاح سمبال وو خو اوس ډیر شمیر هیوادونو دا وسله یا تر لاسه کړی او یا هم په پټه او ښکاره د هغی د لاسته راوړو په هڅو کی دی. حتی ځینی تروریستی ډلی هم غواړی چی د خپلو اهدافو د تر سره کولو په خاطر دغه وسله خپله کړی، نو لدی کبله ده چی د اوسنی نړی د پیښو پیشبینی لږ څه ګران کار دی۰

ځکه چی د نړی اوسنی حالت د پخوا پر پرتله ډیر توپیر لری،او د پیښو د بهیر لړې هم ډیره ګړندی ده، له یوی خوا د امریکا د متحده ایالاتو د نظامیګری سیاست او د بلی خوا په نړی کی د ملی آزادی غوښتونکو «خوځښتونو» او چریکی مبارزو لړی داسی څیره غوره کړی، چی د ځینو ملی او سیمه ایزو ستونزو د حل لپاره هم باید په نړیواله سویه تصمیم ونیول شی او په نړیواله کچه پریکړی وکړل شی، او هغه هم باید تر ډیره حده د امریکی د حکومت په خوښه او نظر وی، په غیر لدی تطبیقی او اجرايیوی بڼه نشی موندلی۰

کله چی په ۱۹۹۱ کال کی پخوانی «شوروی اتحاد» ړنګ شوو او (سړه) جګړه ختمه شوه نو د جګړو بڼو هم تغییر وموند د «ایډیالوژیکی» جنګونو ځای قومی، سمتی، ژبنی او مذهبی جګړو ونیوو او دا جګړی نن په آسیا، افریقا، لاتینه امریکا او حتي په اروپا کی په زغرده روانی دی او هره ورځ په زرګونه بیګناه انسانان د دغو جګړو د اور لمبی ګرځی، خو یوه خبره څرګنده ده چی په دغو ډول ډول جګړو کی د هغو ۹۵٪ د سوخت مواد لکه «کارتوس، مین، توپ، توپک، بمب، ټانک، الوتکی او داسی نور، حتی انسانی قوه» یا د امریکا او یا د هغو د شریکانو لخوا برابریږی۰

اوس اوس چی د امریکی حکومت د افغانستان په جګړه کی پاتی راغلی، کله د جمهور رېیس ښاغلی «کرزی» پر حکومت نیوکی کوی او هغه د یوو بی کفایت او فاسد حکومت په نوم یادوی، خو پوښتنه دا ده چی دغه «ناکاره» حکومت د چا په زور، د چا په پیسو او د چا په خوښه د افغانستان په خلکو وتپل شوو؟

آیا ددغه حکومت په راتلو کی چی د یوو شمیر غلو، انسان ځورونکوو «لړمانو» (په اصطلاح مجاهدینو) څخه جوړ شوی دی، د افغانستان له عوامو څخه چا وپوښتل؟

او بیا کله هم د "طالب" او "حزب اسلامی" څخه د سرغړونو او ناسپاسی ګیلی لری، مګر بیا هم سوال دادی چی دا «نمک حرامان» چا وروزل؟ او چا دغی مرحلی ته راورسول؟ چی اوس د «نستوړو پداسی مارانو» بدل شوی دی چی د «زهرو» له تویدو څخه یی نه یوازی د افغانستان د خلکو تن په عذاب دی، بلکی پخپله امریکا یی هم هره ورځ خوند وینی۰

 (د خندا وړ خبره خو دا ده چی اوس امریکا له همدغو «لړمانو» (پخوانیو مجاهدینو څخه غواړی چی له هغو «مارانو» (طالبانو) سره «سوله» وکړی، ترڅو چی ځان د هغو له چیچلو څخه بچ کړی۰

داچی د دغو لړمو او مارانو په لوبه کی به دافغانستان د مجبور او مظلوم ملت پر سر په راتلونکی کی څه راځی؟ هغه د دوی لپاره بی تفاوته ده۰

 سوله د هر چا خوښیږی، ښکلی او ښایسته کلمه ده، په سولی کی خیر دی، ښیګیڼه ده او آرامی راځی، خو سوله د چا په وسیله، د چا سره او د چا په ګټه؟

د افغانستان خلکو ته خو دا زهرجن موجودات په ټوله معنی معلوم دی او ښه یی پیژنی، او په تیره لسیزه کی یی په ټول وجود ازمولی دی، کوم زخمونه يا نیشونه چی د افغانستان د خلکو پر تن له دغو په اصطلاح مجاهدو څخه پاتی دی دومره دردناک او ځورونکی دی چی د هیڅ لړم زهر هم هومره اغیزه نشوه درلودای، او کوم درد او رنځ چی د طالبو په دوری کی دی مجبور ملت زغملی دی هغه هم د هر مار له زهر و څخه دردونکی وو۰

 نو که ددی «سولی» مفهوم د افغانستان د خلکو د واک او اختیار ویشل یو ځل بیا دغو «لړمو» او هغو «مارانو» ته وی، دا به د افغانستان د خلکو پر برخلیک په غیر له یوی ستری لوبی د ترسره کولو څخه بله معنی ونلری۰

نن کوم نظامی پالیسی چی د اوباما حکومت په افغانستان کی په لاره اچولی، ځینی یی د «کلن پآول»، د بوش د دوری د بهرنیو چارو د وزیر او ځینی یی د رونالد ریګن د وخت د دفاع د وزیر «واین برګر» د دکترینو پر اساس طرح شوی سیاست بولی خو زما په باور دا په ډیر کم توپیر سره د هغی زړی پالیسی یو ځل بیا تکرار دی، کومه چي د ۶۰ لیسزه په وروستیو وختو کی د امریکا د وخت جمهور رېیس «ریچارد نیکسن» او د هغه د وخت د ملی امنیت د شورا رېیس هنری کیسنجر لخوا د ویتنام په جګړه کی په لاره شوی وه، ددی لپاره چی د دی دواړو سیاستونو په ځینو ګډو ټکو پوه شوو، ښه به دا وی چی په مقایسوی ډول د دغو پالیسیو لنډییز په لاندی توګه بیان کړو۰

په ۱۹۶۹ کال کی هغه وخت چی جمهور رېیس نیکسن ته د سپینی ماڼی چاری په لاس ورغلی، ده ته یوو لوی ستر کړکیچ یعنی د «ویتنام جنګ» په میراث پروت وو، پدی جګړه کی دی د دوو سترو چلنجونو سره مخامخ وو۰

لومړی ــ په جګړه کی د امریکایانو د تلفاتو لوړ شمیر چی په هره اونی کی کابو ۲۰۰ نفرو ته رسیده، یعنی تر ۱۹۶۸ کاله پوری د امریکا د مړو شمیر په جګړیزو عملیاتو کی تقریبآ ۱۴۰۰۰ تنو ته رسیدلی وو، چی بیا وروسته نور هم زیات شوو۰

دوهم ــ د امریکا په دننه کی د جګړی پر ضد د خلکو د ورځ په ورځ د زیاتیدونکو نیوکو او مظاهرو د شمیر لړې۰

 نو نیکسن او کیسنجر غوښتل چی د یوی خوا د خلکو د نارضایتی د کمولو په وجه او د بلی خوا د خپلو سرتیرو د تلفاتو د مخنوی په خاطر په یوو اړخیزه توګه خپلی ځمکنی قواوی له ویتنام څخه وباسی، خو دی کار د جګړی د پای مفهوم نه درلود، هغوی غوښتل چی د جنوبی ویتنام د ګوډاګی حکومت د قواو په روزلو، سمبالولو او د شمیر په دوه چنده کولو سره د جنوبی حکومت اردو لومړی پیاوړی او بیا یی د امریکا د هوایی قواو په مرسته او پوښښ، د شمالی ویتنام پر ضد وکاروی تر څو د سویلی ویتنام حکومت لږ تر لږه وساتل شی، او جګړه «ویتنامی» کړی، دا طرحه د «ویتنامی» طرحی په نامه شهرت وموند۰

او د همدغه پلان پر اساس وو چی «یوو زیات شمیر کشتی، الوتکی، چورلکی او له یوو میلیونه څخه زیات ام ـ ۱۶ ډوله توپک،۴۰۰۰۰ راکټ اندازه او ۲۰۰۰ توپ او ټانک یی د خپل پلوی حکومت په اختیار کی ورکړل۰

 او له ۱۰۰۰۰ څخه ډیر شمیر افسران، پیلوټان، میکانیک او اطلاعاتی تحلیلونکی یی د زده کړي لپاره بهر ته واستول۰

 لکه څنګه چی د اوباما حکومت هم اوس غواړی د افغانستان د قواوو د ظرفیت پر لوړولو او تجهیزولو سره تر «۲۰۱۱» کاله پوری د نظامی عملیاتو واک د افغانستان اردو ته وسپاری او خپل عسکر له افغانستان څخه وباسی او جګړه «افغانی» کړی۰

 ــ د نیکسن د وخت نظامیانو غوښتل چی د کمک رسولو د لیارو او مهمو بندرونو په بمباردولو سره ورو ورو د جګړی دوام د «هانوی» لپاره سخت کړی تر څو هغوی خبروته وهڅوی، پر «کامبوج» باندی یرغل چی په هغه حمله کی له۲۰۰ څخه زیات کسان ووژل شوو، او په « مای لای» کی د کلی او بانډو د خکلو قتل عام د امریکایی سر تیرو لخوا ددغه سیاست بیلګی وی۰

 په افغانستان کی هم اوس د ناتو د قواوو عمومی قوماندان «مک کریستال» وایی چی «دی به د نظامی فشار او زور له لیاری "طالبان" مجبور کړی چی خبروته کښینی، د هلمند د «مارجه او نادعلی» په ولسوالیو کی وروستی عملیات هم د امریکا د اوسنیو نظامیانو د وژنو نوی نمونی دی۰

ــ د نیکسن په وخت کی د ویتنام په جګړه کی د امریکا د حکومت پیشنهاد دا وو، چی د شمالی ویتنام قواوی باید د سویلی ویتنام ځمکی پریږدی او له جګړی څخه فوراً لاس پر سر شی او د سولی خبری پیل شی۰

مګر د شمالی ویتنام زعیم بیا ویل چی ویتنام یوو ویتنام دی شمالی او جنوبی نلری، خبری تر هغه وخته نشی پیل کیدای تر څو چی امریکا، بی له قید او شرط څخه لومړی خپل ټول عسکر د ویتنام له خاوری څخه و نه باسی، او بیا هوایی بمباری ختمی نشی۰

ــ په افغانستان کی هم امریکایان له طالبانو څخه اوس غواړی چی وسله پرځمکه کیږدی، او د افغانستان د حکومت د اساسی قانون په منلو سره د سولی خبروته ته چمتو شی۰\

خو د طالبانو مشرتابه بیا دا شرطونه ردوی او د هر ډول خبرو د پیل اساسی شرط له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو ویستل ګڼی۰

ــ امریکا د جنوبی ویتنام حکومت او اردو هم یو فاسده او د قاچاقو په کار و بار کی لړلی او اخته حکومت او اردو بلله، یوو امریکایی مامور چی په ویتنام کی یی دنده تر سره کوله د ۱۹۷۰ کال وضع په جنوبی ویتنام کی داسی بیانوی: «مونږ ټول وخت پنځوس فیصده غیر مجاز غیبت درلود او د ویتنام د اردو ډیر شمیر افسران پخپل کار پسی روان وو، پر ډیر شمیر سرتیرو د هغو افسرانو اوامر چلیدل چی خپل وخت یی په غلا، قاچاق او مخدره موادو کی تیراوو او جنګ کولو ته یی کوم مینه نه درلوده.» پداسی حال کی چی د شمالی ویتنام اردو د خپلو اهدافو د تر سره کولو په خاطر پر خپلی مبارزی ټینګ ایمان درلود۰.

د افغانستان د اوسنی حکومت او اردو وضعه هم کټ مټ همدا بڼه لری، په حکومت کی اداری فساد خپل اوج ته رسیدلی، د امریکا د مسوولو مقاماتو او نړیوالو سرچینو په حواله د حکومت، پارلمان، قضا او امنیتی ادارو جګپوړی وګړی د مخدره موادو په قاچاق او رشوت او غلاو کی لاس لری۰

 اردو هم یو «اجیره» تنظیمی اردو ده چی یوازی او یوازی د پیسو د تر لاسه کولو او د تنظیمی حاکمیت د دوام په خاطر خپل وخت تیروی، کوم ملی هدف او د وطنپالنی مینه ورسره نشته، او هره ورځ د اردو په لیکو کی تښتی دوام لری، دا ځکه چی د هغو ډیر شمیر پدی پوهیږی چی د یرغلګری قواو سره مرسته او همکاری، د دوی په ګټه نده او د بلی خوا دوی د خپلی راتلونکی څخه هم ویره لری۰

ـ په هغه وخت کی امریکایانو په ویتنام کی جنګیدل په اخلاقی لحاظ یوو نامناسبه کار بللو۰ .

اوس هم ورځ په ورځ د هغو امریکایانو شمیر مخ په زیاتیدو دی چی په افغانستان کی د امریکایی سرتیرو شتون ته د یوي تیروتنی او بی ګټی کار په سترګه ګوری۰

 

ختم، ماینز ـ جرمنی

 

Behin Nessar Ahmad

 

۲۰۱۰،۳،۲۶