پنجشنبه، ۱۶  می ۲۰۱۳

پښتنه میرمن وایي

اې پښتونه خپل همت مه خرڅوه!

د خپل پلار مال او ثروت مه خرڅوه!

د نفاق په پوله وانخلی قدم ته

دا ژوندون د حریت مه خرڅوه!

چې همیش دې د وطن پت دې  ساتلی

ته نن  دا په هیڅ قیمت مه خرڅوه!

چې بدل نوم  د پشتون په  بل څه  نه کړې

راشه دا شان او شوکت مه خرڅوه!

لاس وانخلې له خپل عزم او پښتو نه

دا  دقام ښه  شرافت مه خرڅوه!

تا له  پاتې په  میراث کې نور څه نه دي

دا میراث  ننګ او غیرت مه خرڅوه!

دا ژوندون  آزاد  د لوړو غرو د څوکو

د غلام  په سلطنت مه خرڅوه!

ننګیالی نوم دې خپور شوی  دې  جهان کې

دا صفت په  ډیر دولت مه خرڅوه!

دا دپلار نیکه  آثار ښکلي  ډاګونه

د غماز په شفقت مه خرڅوه!

ستا سینګار  په  فیشن نه دی په غیرت دی

دا د ځان  ډول زینت مه خرڅوه!

خپلواکۍ باندې که ستا سرومال  لاړ شي

آزاد  ژوندون په اسارت مه خرڅوه!

اې ((سیلابه)) خپل  تاریخ  ته نظر وکړه

آزادي  دې  د فطرت  مه  خرڅوه!

شاعر: شهید امان الله سېلاب ((ساپی))

ترتیب کوونکی: انجنیر عبدالقادر مسعود

 

 

    

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org