پښتو ژبه او ادب
 

په دی لیکنه کی زیار ایستل کیږی چی د نوی ژب پوهنی او نوی ادب پوهنی په رڼا کی لومړی د پښتو ژبی پر آره (منشاء) پیدایښت، کورنی اړیکی او تاریخی سیر او اوښتون او بیا ددغی ژبی پر ادبی او فرهنګی سیر یوه لنډی څیړنه وړاندی شی او په دی باب درنو لوستونکو ته د پخوانیو ګډوډو او ناباور وړ غیر علمی (ما ویلیو تا ویلیو) پر ځای یو رښتینی علمی انځور په لاس ورکړو.

 لومړی پښتو ژبه

آره او پیدایښت

پښتو د یوی ژبی په توګه نه په یوواریز ډول له آسمانه راکیوتی او نه د یوی اختراع غوندی په داسی ډول نا ببره رامنځ ته شوی ده بلکی لکه څنګه یی چی ویونکی په بیلابیلو تاریخی پړاوو کی له نورو بشری ټولنو او توکمونو (نژادونو) څخه را جلا شوی او ځانته په یوه ټبری نامه (پښتانه) نومول شویدی. دغه رنګه په خپله دغه ژبه له نورو خپلوانو ژبو څخه لومړی د یوه لاکړ دود (لهجی) او بیا د یوی خپلواکی ژبی په بڼه راوتلی یا زیږیدلی او ځانته یو ژبنی نوم (پښتو) یی ترلاسه کړی دی په دی توګه لکه څنګه چی د (پښتون) د آری پیژندنی لپاره اړ یو په خپله د عمومی (انسان) آره پیژنونو هماغی باید د پښتو د آری پیژندنی لپاره په عمومی ډول د (ژبی) آره وپیژنو او د اوسنیو پنخپوهنو (طبیعی علومو) او ټولنپوهنو همدومره جوته کړی ده چی د انسانانو آره یوه ده مګر د ژبو دا یوه نه ده په بله وینا انسان د یوی ډیری اوږدی طبیعی بشپړتیا او ژبه بیا د همدغه انسان د یو څه لنډی ټولنیزی بشپړتیا پالیزه او نتیجه بلل کیږی. له دی دا جوتیږی چی د ژبی آره چی انسانی ټولنی هرومرو لږ و ډیر ویش موندلی و او په دی توګه د ځمکی په بیلا بیلو برخو کی بیلا بیلو میشته شویو انسانی ډلو بیلا بیلی ژبی منځ ته راوړی او هری ډلی ځانته یوه جلا ژبه رامنځ ته کړی، روزلی او بشپړه کړیده چی بیا د ډیرو پیړیو په پوړیو کی هغی هری یوی د مورینی بڼه غوره کړی او په پای کی څو ژبنی کورنی منځ ته راغلی. داسی هم نه چی ګوندی هرومرو به هری ژبی د مورینی په توګه بشپړتیا موندلی وی او کورنی به یی جوړه کړی وی بلکی د یوی ټولنیزی پدیدی په توګه ښایی ډیری په هماغه څړه ګی (مجردی) کی د ځینو له املو (عواملو) له مخی له خپلی ویونکی ټولنی سره یا ځانته له منځه تللی او لا کیدای شی ډیر ژبنی کورنیو هم خپله هستی له لاسه ورکړی وی. نن سبا د ځمکی پر مخ څه دپاڅه سل ژبنی کورنی شته چی څه دپاڅه دری زره ژبی را اخلی.

ژبه په ټولنیز او ماهیتی ډول د بلی هری طبیعی او بیا ټولنیزی ښکارندی (پدیدی) په توګه د دیالکتیکی قوانینو تابع ده. لومړی ډیره ساده، بیا د بدلون او خوځون او تضاد له مخی وده، بشپړتیا او سپیڅلتیا، مومی څانګی او ښرانګی جوړوی راز- راز نوی بثی غوره کوی او له اړتیا سره سمه یا له منځه ځی او یا خو پاتی کیږی.

ساده دا مانا چی ژبه د ګډ ټولنیز کار په نتیجه کی لومړی هسی د لاس و سر و سترګو او نورو غړیو په وسیله د اشارو په بڼه وه. ورو، ورو په ساده غږونو او بیا وروسته وروسته یی په تړونی او اتفاقی ډول بیلابیلو وپیزو اورپیزو سمبولونو یا نومونو ته لوړتیا (ارتقاء) موندلی. یا په بله وینا د داسی سمبولو یا نومونو غونډ (مجموعه) ګرځیدلی چی هر سمبول یا نوم زموږ د یوه ذهنی انځور ښکارندویی کوی. دغه سمبولونه سره یو له بله اړیکی او تضاد لری او په همدی بنسټونو یو سیستم منځته راوړی چی د هغه په وسیله د انسانانو ترمنځ د پوهونی او پوهیدنی یا کمونیکیشن (مخابری) چار تر سره کیږی او په دی ډول انسان له ژونی (حیوانی) نړی څخه لا څرګند جلاوالی او غوره والی پیداکوی او بل هیڅ کوم ژونی خپل (نوع) د هغی په لاسته راوړنی یا زده کړی نه بریالی کیږی. دا چی د میږیو یا شاتو مچو ژبه ولی نه ګڼل کیږی د انسانی ژبی غوندی وییزه، اوریزه او سمو لیکه ځانګړتیا نلری او نه ورته د انسان غوندی په خپل نیمګړی ذهن کی د نوم او نومولی ترمنځ سمون ورکولای شی.

پښتو د هندو اروپایی ژبی کورنی د یوی اړوندی ژبی په توګه:

هندو اروپایی ژبنی کورنی د نړی یوه ستره ژبنی کورنی بلل کیږی چی پنځه واړه وچی یی نیولی دی اروپایی برخه یی هماغه ګردی ژبی را اخلی چی د اروپا وچه یی یو مخزه نیولی او بیا یی تر امریکا استرالیا، افریقا او آسیا پوری سررسیدلی او په څو ژبینو ډلو یا څانګو ویشل شویدی لکه سلاوی (روسی، چکی سلواکی، بلغاریایی، پولندی، یوګوسلاوی . . .) او داسی نوری.

هندی برخه یی چی هندو اروپایی یا په یوه نامه (آریایی) هم بلل کیږی، هغه ټولی ژبی را اخلی چی د پارس له ختیځه د هند تر وروستیو پولو او چینی او روسی ترکستانو پوری رسیږی دا برخه پر څلورو غټو څانګو ویشل شوی لکه: ۱- آریایی (پښتو، پارسی، بلوڅی، کوردی، اورمړی، پراچی، پدغه، سنګلیچی، شوغنی، واخی، مونجی، اشکاشمی، روښانی، یزغلامی، تاشی، سیوندی سنمانی مازندرانی، ګیلګی، لوری . . .)، ۲- هندی (بنګالی، سیندی، پنجابی، ګوجراتی، مرهټی . . .)، ۳- نورستانی (کتی، وایګلی، پاروټی، اشکوټی) او ۴- دردی (پشه یی، کشمونډی، تیراهی، باتیرو، پلوړا ګوربتی، ساوی . . .).

آریایی څانګه په دوو سترو ډلو ویشل کیږی، پرسیک یا لویدیزه ډله او باختری یا ختیزه ډله.

په لویدیزی ډله کی پارسی (دری او تاجیکی په ګډون) بلوڅی، کوردی، تاشی اورمړی سیوندی، پراچی، سمنانی، مازندارنی، ګیلګی، لوری . . . راځی او په ختیزه اریائی کی پښتو، منونجی، ښوغنی، روښانی، سنګیچی، اشکاشمی، واخی، یزغولامی یدغه . . . راځی.

پښتو هم د نورو خپلوانو ژبو غوندی دری ګونی پیرونه شاته پری ایښی دی لکه: زوړ پیر، منځنی پیر او اوسنی پیر. خو له بده مرغه نه یی له زاړه پیر کومی چوتی نښی نښانی پاتی دی او نه یی له منځنی پیر څخه په زاړه پیر کی چی زیږیدی کال د مخه تر دوو پیړیو پوری رسی او تر دویمی پیړی پوری اوږدوالی مومی. د زړی پارسی، میدی، او ستایی او ساکی یا سکیتی په نامه د څلورګونو ژبو یا ژبنی ګروپونو نښی نښانی را پاتی دی چی د اوسنیو علمی فرضیو له مخی له هغو څخه ساکی یا سکیتی د ختنی او الانی مور او دایستی، شوغنی، مونجی وټیڅی او نورو پامیری ژبو او نورو پامیری ژبو او پښتو زړه بټه یا نیا بلل شویده. میدی د سوغدی مور او د یغنابی، کور دی، بلوڅی او داسی نورو نیا وه. زړه پارسی د پهلوی یا منځنی پارسی او پارتی مور ده او د اوسنی پارسی- دری تاجکی نیا. د اوستا لور خوارزمی وه مګر لمس یی جوته نه ده، په دی پورتنیو څلورګونو زړو ژبو کی زړی پارسی په جنوب لویدیز اریائی ګروپ اړه درلوده، میدی په شمالی لویدیز او اوستا او ساکی په شمال ختیز اریائی یا باختری ګروپ.

په منځنی پیړی کی چی له دویمی پیړی څخه تر اوومی زیږدی پیړی اوږدوالی لری د جنوب لویدیز خوا ته منځنی پارسی یا پهلوی ویل کیده، جنوب ختیز خوا ته د پراچی او اورمړی مور شمال لویدیز خوا ته پارتی او شمال ختیز یا باختر خوا ته خوارزمی سوغدی الانی یا ختنی او باختری یا کوشانی او دغه راز د پښتو، وڼینڅی او پامیری ژبو موره په اوسنی پیر کی پارس دری یا تاجیکی په جنوب لویز اړه لری. بلوڅی او گوردی او داسی نوری په شمال لویدیز اورمړی او پراچی په جنوب ختیز او پښتو له ونیڅی او پامیری ژبو سره په شمال ختیز گروپ پوری تړل کیږی.

مګر له پیړیو پیړیو راهیسی دغه ژبی زیاتره، خپلو آرو ټاټوبیو څخه نورو سیمو ته رالیږدیدلی دی لکه پښتو له شمالی ختیځ څخه جنوب ختیځ، پارسی یا دری څه ناڅه له جنوب لویدیځ څخه شمال ختیځ او جنوب ختیځ او بلوڅی له شمال لویدیځ څخه جنوب ختیځ ته.

په دی توګه دابه بی مانا وی، څوک په دی ټینګار وکړی چی دا ژبه یا هغه ژبه ګرد سره کوم جغرافیایی لیږد نه دی کړی له تاریخی پلوه هم دا خبره بیځایه ده چی اوسنی ژوندی ژبی له پخوا څخه په همدی بڼه او نامه شته وی. له دی سره دا ادعا هم کومه مانا نلری چی دا یوه ژبه تر هغی بلی ژبی زیاته لرغونی ده یا زیات اوږد تاریخ لری همدا رنګه ځینی پردی وییونه خپلول، چی آن په یوه ژبه کی یی هم د آری څرک نه لګی، نه یواځی غیرعلمی دی بلکی د خندا وړ بلل کیږی لکه لندن- مکسیکو او داسی نور.

لومړی نښی نښانی:

د پښتو په برخه کی هم دا خبره کوم علمی بنسټ نلری چی ووایو هیڅ کوم جغرافیایی تاریخی او رغاونیز (ساختمان) اوښتون یی نه دی موندلی او له زرګونو کلو راهیسی په همدی بڼه په همدی نامه او په همدی اوسنیو سیمو کی میشته وه . د نوی ژبپوهنی له مخی له ژبینو ټوکونو (موادو) پرته د یوی ژبی د لرغونوالی او اصالت ادعا بی سروبوله ده.

په عملی ژوند کی تر هر څه دمخه د هغی د اوسنی بثی او رغاونی څیړنه ارزښت لری او تاریخی هغه یی دویمه درجه ارزښت هغه هم یواځی د ژبپوهانو د تیوریکی تندی د خړوبتیا لپاره نارویژی پښتو پوهاند ارواښاد پروفیسور مورګن ستبرنی د هغی وینا له مخی چی په ۱۳۵۴ کال یی د پښتو د نړیوال مرکز د پرانیستی په نړیوال سیمینار کی وکړه که موږ دا ووایو چی پرانسی ژبه دوه زره کاله د مخه شته وه بی مانا خبره ده ځکه هغه جهال هغه پرانیس نه بلکی لاتین ژبه وه. بل یی په دی خبره ټینګار وکړ چی رابرسیره شوی زاړه ژبنی توکونه (مواد) دهغه زاړه منګی کودړو ته ورته دی چی یو لرغونپوهاند یی په رابرسیرونه بریالی شوی وی او تر یو ځای کولو وروسته یی یوځای کنډو او نیمګړی پاتی وی. په داسی حال کی چی نور ډیر ګودړی هم په لاس ورغلی وی خو د علمی تقوا له مخی نه غواړی هغه په وچ زور په هغه کنډو کی ونښلوی او منګی بشپړ کړی، بلکی نورو برسیرونو ته سترګی پرلار پاتی کیږی چی ګوندی یوه ورځ د منګی خپلی آری او رښتینی ټوټی یا کودړی ومومی او هغه پری بشپړ کړی او کیږی د خپل ژوند تر پایه یی په موندلو بریالی هم نشی او راتلونکو ټوکونو ته یی پریږدی. نو که د پښتو په برخه کی پر ډیرو تتو نښو نښانو ډډه ولګوو او د هغو له منلو آرونو (اصولو) څخه به مو سر له منلو آرونو (د اصلونو) څخه به مو سر غړاوی کړی وی د مورګن ستبرنی د وروستیو څیړنو له مخی د پښتو ژبی مستند تاریخ له زیږدی (میلادی کال د مخه تر دوو پیړیو پوری رسیږی ځکه ځینی پښتووییونه لکه ژوب (وچوبه) په مانا (څښتن) په یو څه بدله بثه د شمال لویدیز هند خوا ته د یوه ساک شاهزی (شاهزاده) د نامه په توګه او داسی ځینی نور وییونه او نومونه دا لاسوند (دستاویز) په لاس راکوی چی پښتانه له ساکی ټبرونو څخه یو ټبر دی چی له شمال حتیځ (باختر) څخه تر را لیږدیدلو وروسته په ساکیستان یا اوسنی سیستان کی تری را بیل شوی او له دی سره یی ژبه (پښتو) هم له ساکی ژبو څخه را بیله شویده. راوروسته یی البته له یوی خوا په غور او زمینداور او له بلی خوا په کسی (سلیمان) غره کی د پښتو میشتیوالی او د پښتو شتوالی د ډیر زړو پښتنی دودونو او فولکلوریکو او راوروسته د لیکنی ادبی آثارو له مخی پوره پوره جوت دی، چی پټه خزانه یی لوی اخځ (ماخذ) بلل کیږی.

له زړو لاسته راغلو موادو پرته بله علمی وسیله چی د ژبپوهانو په لاس کی ده هغه بیا رغاونه (بازسازی) یا ریستوریشن دی چی د یوی ژبی د منځنی یا زړی بثی یوڅه بیلګی د هغی د خپلوانو ژبو د شتو موادو له مخی د تاریخی غږپوهنی او آرپوهی (اتمولوژی) په رڼا کی څه نا څه په خپل لاسی توګه را رغوی، د ساری په توګه د پښتو منځی بنه د منځنی پارسی، سوغدی، ختنی، او په تیره بیا د باختر (کوشانی) ژبی (لکه د سره کوتل پر ډبرلیک اوسکو باندی) د لاسته راغلو وییونو له مخی په یو لړ وییونوکی رارغول کیدای شی او همدارنګه یی د زړی بثی یو لړ توکونه د زړی پارسی، ساکی او باختری یا یوڅه د لری خپلوانی ژبی لکه سانسکریت د توکونو له مخی.

د پښتو د (۱۹۰) ق . م . یو پخوانی کتاب:

پوهاند حبیبی (د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک دولسم مخ) د راجه ترنیګنی په حواله لیکی چی:

د میلاد په دویمه پیړی کی د باختر یونانی سلطنت پر دوو برخو وویشل شو چی له هغو څخه ماندر مشهور یونانی سالار د هند ډیری سیمی ونیولی او دی د هند په تاریخ کی د مالنده پاچا وبلل شو او د بودا دین یی هم ومانه.

د ده خدا کره له بودایی مشهور فیلسوف ناګیسنه سره د (مالنده پټهو) په نامه یادیږی او دغه کتاب په اصل په پخوانی پښتو کښل شوی و چی د پښتو نسخه یی نه ده پاتی په بالی ژبه یی ترجمه په سیلون، برما او سیام کی وه او یوه قدیمه پالی نسخه یی چی په څلورمه میلادی پیړی کی کښل شویده، د جاپان په یوه بودایی معبد کی پیدا شویده.

په دی توګه ددغه کتاب پښتووالی د مورګن ستبرن د پاسنی پریکړی له مخی د منلو وړ کیدی شی. داسی هم نه چی که نوموړی اثر اریښتو متن پیدا شی د اوسنی پښتو په رنګ به وی ځکه لکه دمخه مو چی ورته نه فوته (اشاره) وکړه، پښتو د یوی ژبی په توګه د مهال او چاپیریال له بد لیدنی سره هرو مرو اوښتون موندلی او هغه څه د پاسه دوه زر کلن زوړ متن به له اوسنی پښتو سره دومره واټن پیدا کړی وی چی یواځی به یی د آرپوهی (ریشه شناسی) په مرسته پوهیدل کیدون ولری. په لنډ ډول دی پایلی ته رسیږو چی پښتو یوه لرغونی باختری ژبه ده چی له اوستا، زړی پارسی او سانسکریت سره ګډ اړیکی لری او ساکی نه تر ټولو زیات نژدیوالی، چی راتلونکی اتمولوژیکی څیړنی به یی دغه نژدیوالی لاپسی جوت کړی.

پښتو د یوی ځانساتی ژبی په توګه:

پښتو د خپلو خویندو ژبو لکه مومنجی، شوغنی، روښانی او نورو پامیری ژبو د لویدیز او اریائی ژبو پارسی کور دی، یا بلوڅی په وړاندی د ویی پانګی (لغوی ذخیری) او ګرامری رغاونی له پلوه زیاته ځانساتی (محافظه کاره) بلل شویده او ښایی سبب یی غرنی او ګوښه ژوند او په دی توګه له ښاری او درباری کلتور څخه لریوالی وی. په دی توګه نن سبا په پښتو کی ډیر ژوندی او نیم ژوانده وییونه لیدل کیږی چی د انډوولونو څرک یی په پارسی او داسی نورو لویدیزو خپلوانو ژبو کی نه لګی لکه کور چی په پهلوی کی د خور په بڼه و او ډیر کیدون لری چی په ریشخور کی همدا ویی وی (د پوهاند الهام په اټکل) یا غر چی په پهلوی کی یی انډول (گر) او په ګردیز کی خوندی بریښی او داسی نور. مګر دا خبری بیا هم ددی لاسونه کیدای نشی چی څوک ووایی پښتو تر دری زړه یا لرغونی ده دری یا پارسی هم پرخپل وار له پښتو او نور شمال ختیزو اریائی ژبو (مونجی شوغنی، روښانی، واخی . . .) څخه د وینګ (تلفظ) یا په لنډ ډول له فونولوژیکی پلوه زیاته ځانساتی بریښی لکه د (گ، د او ب) سرغږوونو په برخه کی چی یواځی پارسی او نورو پرسیکسو ژبو په هماغه پخوانی بنه خوندی ساتلی او پښتو او نورو باختری ژبو په (غ - ل - و) اړولی دی، لکه غوا لور، واوره، د گاو، دختر برف په وړاندی. خو بیاهم دا نشو ویلای چی یا پارسی یا بله ورته ژبه تر پښتو یا مونجی زیاته تر پښتو یا مونجی زیاته لرغونی ده د رښتینی او علمی خبره همدا ده چی دغو ټولو ځپلوانو ژبو یو برابر دری گونی دوری شاته پریښی او اوسنی بنی یی سره همزولی دی.

پښتو ګړدودونه (لهجی)

دا چی ژبه د تاریخی، جغرافیایی، ټولنیزو وټه ییزو (اقتصادی، کلتوری او داسی نورو راز راز لاملو له مخی تل په اوښتنه او بلیدنه کی ده، نو په دی توګه هماغه یوه ژبه راز راز بڼی پیدا کوی چی د ژبپوهنی په نومونه ورته ګړ دودونه یا لهجی ویل کیږی. دا ګړ دودونه د بیلا بیلو لاملونو له مخی بیلابیل ډولونه لری، لکه جغرافیایی یا سیمه ییز ګړدودونو، تاریخی ګړدودونه، ټولنیز ګړدودونه او داسی نور. اوسنی پښتو له جغرافیایی پلوه په درو لویو ګړدوود ویشل کیږی:

۱- کندهاری یا لویدیز ګړدود.

۲- ننګرهاری یا ختیز ګړدود

۳- منځنی ګړدود.

د دود له مخی کندهاری ګړدود ته کندهاری پښتو، ننګرهاری ګړدود ته ننګرهاری پښتو او منځنی ګړدود ته منځنی پښتو هم وایو.

کوم بریدونه چی دغه دری ګونی پښتو ګړدودونه سره بیلوی هغه ګړنی، صوتی، ګرامری او وییز یا لیکزیکی (لغوی) توپیرونه دی.

۱- په کندهار دود یا کندهاری پښتو کی له کندهاری پرته نوری لویدیزی او سویل لویدیزی سیمی هم راځی چی د بادغیس له بالا مرغات، غورماچ، د غور نیاز کلا، او د هرات له کهسان څخه را پیل کیږی او د زابل تر جلدکه رارسی او زیاتره په سړبنی او بیا په غرغښی او بیټنی ټبرونو اړه لری لکه بارکزی، الکوزی، ساکزی، نورزی، اڅکزی، کاکړ، ترین، پریڅ، بابړ . . . دغه راز په یوڅه توپیر په دغه ډله کی د سویل وزیری، مسیدی او بیټنی او د ختیځ د خټکو پښتو هم راځی.

۲- منځنی ګړدودی ډله یا پښتو چی له جلدکه را پیل کیږی او تر درونټی پوری اوږدوالی مومی، د زابل پکتیا، غزنی، وردګو، میدان، لوګر، کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، او یو څه د ننګرهار په متوزیو (غلجیو) او کرلانی ټبرونو پوری اړه لری لکه هوتک، توخی، ناصر، تره کی، سلیمان خیل، علی خیل، اندړ، ځاځی، ځدران، منګل، توتاخیل، تنی، مندوزی، اسمعیل خیل، احمدزی، عبدالرحیم زی، . . . سانیزی، وردګ، امیرخیل، خروټی، سهاک، بابکرخیل، اکاخیل، تره خیل، هوتخیل، اوریاخیل، ساپی، جبارخیل، نیازی، خویشکی او داسی نور. په استثنایی توګه د کونړ او باجوړ ځینی سیمی او ټبرونه هم په منځنی ډله کی راځی.

۳- ختیزه یا ننګرهاری ګړدودی ډله چی له درونټی او د سره له ککړک څخه پیل مومی او مخ پر ختیځ او شمال ختیځ تر اټکه رسی. ددی ډلی په سیمو کی ددوو زیاتره سړښی او کرلاڼی ټبرونو پښی میشتی دی لکه خوګیانی، شینواری، ساپی، مومند، یوسفزی، داودزی، خلیل دلزاک او نور دلته د کونړو او باجوړ ځینی ټبرونه لکه ماموند، سالارزی، اوتمانخیل، ابراهیم خیل او نور ګاونډی ترکاڼی تبرونه د ځینو ګړدودی ځانګړتیاوو (لکه د ښوینګ) له پلوه په منځنی ډلی پوری اړه لری. دغه راز لکه دمخه چی وویل شو د کوهات خټک، بنګین، ښوڅی او داسی نور ګاونډی تبرونه په کندهاری ډلی پسی ځی.

 

پښتو ادب

په مخکنی برخه کی د پښتو پر ژبنی اړخ رڼا واچول شوه او پر پیدایښت آری (منشاء)، کورنی اړیکی او داسی نورو ربړو (پرابلمو) یی لنډی لنډی خبری وشوی. دادی په دی برخه کی ددغی ژبی ادبی اړخ تر څیړنی لاندی نیول کیږی او هعه له ټولو تاریخی، ټولنیزو کلتوری او تخنیکی ځانګړتیاوو سره په یو ځغلند الواک (نظر) تر کره کتنی لاندی راوړو.

د پیل او لرغونوالی ربړه:

لکه څنګه چی د بشری توکم تاریخی پیر د لیک پیدایښت سره را پیل کیږی دغسی د یوی ژبی او بیا د هغی د ادب تاریخ پیل هم د یوه لیکلی سند له مخی ټاکل کیدای شی. له بده مرغه پښتو ژبه له هغو ژبو څخه ده چی لیکلی نښی نښانی پکی دومره لرغونوالی نلری. تر اوسه پکی نه د کوم زاړه ډبرلیک څرګ لګیدلی او نه د کومی زړی سکی یا څرمنی چی کومه کلمه یا کرښه یی را خوندی کړی وی او د هغو له مخی یی د ژبنی او ادبی تاریخ رښتینی پیلیځ (مبتداء) وټاکو.

داچی د پښتو ژبنی تاریخ لکه پاس چی وویل شول، د ځینو ځانګړو نومونو په استناد سم د لاسه تر دوو سوو مخزیږدی (قبل المیلادی) کلونو پوری پر شا ځی مګر ادبی تاریخ یی سمدلاسه تر اوومی زیږدی (میلادی) پیړی زیات پر شا نه ځی او هغه هم د امیر کروړ د ویاړنی له مخی چی پټی خزانی را خوندی کړیدی. که څه هم د اوسنی پښتو د لومړی لیکلی بیلګی په توګه دغه سند نه یواځی د نژدی خپلوانو ژبو بلکی د نړی د نورو ډیرو ژبو په پرتله پوره لرغونی دی او ښایی که تر دغه سند کوم بل سند یوه نیمه یا دوی پیړی دمخه رابرسیره هم شی په اوسنی پښتو به اړه ونلری، بلکی د منځنی پښتو له بیلګو څخه به وی. د پښتو اوسنی پیره دری (پارسی) له مخی د اسلام له راتګ سره سم راپیل کولای شو، نو په دی توګه به دا اټکل وکړو چی د امیر کروړ تر ویاړنی دمخه به د اوسنی پښتو ادب پیلیځ تر یوی پیړی زیات دمخه نه وی دا چی په ټولنیز ډول ددغی ژبی ادبی تاریخ له کوم مهال را پیل کیږی، په ځغرده ویلای شو له هماغه مهال چی دا د یوی ژبی په بڼه د خبرواترو یا پوهیدنی او پوهنی د وسیلی په توګه په کار لویدلی ده چی که د پارسی غوندی یی ژبنی تاریخ دری نیم زر کلن وی نو ادبی هغه به یی هم له دوه نیم زرو کلو کم نه وی.

دغه اټکل د ویدی او اوستایی ادبی پاتی شونو (بقایاوو) له مخی کیدای شی چی لرغونی پښتو به هم هماغه مهال لږ و ډیر ادبیات درلودل، لږ تر لږه په فولکلوریکه او وګړنی یا ګړنی بڼه له پخوانیو اریایی (ویدی او اوستایی) سرودونو سره د اوسنیو فولکلوریکو یا ګړنیو (شفاهی) ادبیاتو جوړیز (شکلی) ورتوالی هم زموږ پاسنی اټکل لاپسی ټینګوی. کوم ارخاییک (لرغونی) ژبنی او ادبی رنګونه چی په اوسنیو فولکلوریکو یا ګړنیو پښتو ادبیاتو کی لیدل کیږی، په رښتیا یو بل داسی لاسونه دی چی د پښتو ادب لرغونوالی ډیر شاته ولاړی شی او څیړونکو ته دا باور پیدا کوی چی دغی غرنی او کوچانی ژبی به نوری ډیری پټی حزانی هم منځ ته راوړی وی او هماغسی به درمانی به کومی کی ډوبی ډوبیا پاتی شوی وی.

د پوهاند حبیبی دغه اټکل چی د زړی پارسی د بیستون دوه نیم زره کلن ډبرلیک له آره په پښتو پوری اړه لری په بله وینا یو پښتو شعر دی، بیخی د مننی ندی. هسی خو د زړی پارسی او نورو خپلوانو زړو ژبو هر متن له پښتو سره نژدیوالی او ورته والی لری مګر د پښتووالی حکم پری نشی کیدای پښتو ادبیاتو تاریخ دریم جاپ ۲۵۹ مخ) البته ددغه پوهاند دا الواک (نظر) چی په (۱۹۰) مخزیږی دی (قبل المیلادی) کال یو بودایی اثر له آره په زړه پښتو کښل شوی دی د ورکړی حوالی له مخی یو څه د مننی وړ بریښی لکه څنګه چی ددی لیکنی په لومړی برخه کی ورته هم نغوته وشوه (د پوهاند حبیبی د پښتو ادبیاتو تاریخ دریم چاپ د سریزی دولسم مخ). د امیر کروړ تر ویاړلی او په پټه خزانه کی د نورو خوندی شویو پښتو شعرونو د مخه سمدلاسه د پښتو ادبیاتو د څرګ لګونی لپاره یواځینی اخیځ (مأخذ) پښتو فولکلور دی چی ارواښاد استاد پروفیسر مورګن ستیرنی به یی تل د څیړنی سپارښت کاوه هغه به ویل: "زما په ذهنی او روحی ژوند کی د خوشحال خټک شعرونه او پښتو لنډی ډیر ارزښت لری او خوښیږم چی یوه ورځ په دغو برخو کی هم ګټوری څیړنی او په زړه پوری خپرونی وشی". (د پښتو څیړنو د نړیوال مرکز په نړیوال سیمینار کی د مورګن ستیرنی وینا- پښتو څیړنی د پښتو ټولنی د ۱۳۵۶ کال خپرونه).

دغه راز به د امیر کروړ، بیټ نیکه او نورو لرغونو پښتو شعرونو څیړنه او ښننه چی د پټی خزانی او د سلیمان ماکو تذکری څو پاڼو راخوندی کړیدی، هم دا مرسته وکړای شی چی ددغی ژبی تاریخ نور هم زیات لرغونی وانګییر و، هغه هم د نورو خپلوانو ژبو له زړو ادبی متنو سره د پرتلی له لاری، لکه څنګه چی پوهاند حبیبی هم دغه ټکی ته ګوته نیولی ده (د پورتنی خپرونی ۱۶- ۲۶ مخونه) له هغو زړو اخځونو څخه چی پټی خزانی تری بالواسطه زړی بیلګی را ترلاسه کړیدی هم دا جوتیږی چی آن د امیر کروړ تر شعر دمخه هم نوری ادبی بیلګی شته وی لکه تاریخ سوری چی د علی محمد بستی لیکنه وه او شیخ کټه متی زی غوریاخیل تری پخپله تذکره (لرغونی پښتانه) کی د امیر کروړ ویاړنه، د اسد سوری ویر نه د ښکارندوی بوله او داسی نور شعرونه را اخیستی او بیا محمد هوتک له هغه څخه پټی حزانی ته را لیږدولی دی.

په هره توګه بیا هم تر څو چی بله زړه ادبی بیلګه که پر ډبرلیک وی او یا پر سکه په لاس نه وی راغلی، د پښتو ادب تاریخ پیلیځ سمدلاسه د امیر کروړ ویاړنه ده چی د ویلو نیټه یی ۱۳۹ لیږدی (هجری) ښوول شویده.

تذکرة الاولیا:

 

 

 

ادامه دارد . . .

 

تایپ کامپیوتری از ع . ق . فضلی

 

هر نوع استفاده از این متن، صرف با ذکر نام و ادرس سایت اصالت مجاز است !

 

 

   www.esalat.org