د عبدالمجید سربلند د مړینی له کبله

د نور منګل د ډاډګیرنې او غمشریکۍ پیغام

 

 

په ډیره خواشینی سره مو د انټرنیټ له لاری ډیر دردونکی خبر ولوست چې، په وطن، خپلواکۍ، ترقۍ، دموکراسۍ مین، د ټولنیز عدالت د تأمین د لاری لوی مبارز، محترم ملګری مجید سربلند د هغی ناروغۍ له امله چې په دې تیرو څو کالونو کې ورسره لاس په ګریوان وو، د دې نیمګړی دنیا څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی .

زه لمړۍ د یو افغان په توګه، دوهم د هغه د پاکو ارمانونو (د زیارایستونکی انسان د نیکمرغۍ) د لاری د ملګری په صفت د ملګری مجید سربلند مړینه نه یوازی د هغه محترمی کورنۍ ته بلکې، د افغانستان د ترقۍ، دموکراسۍ، ملی رښتنی وطنپال غورځنګ ته یوه لویه نه جبرانکیدونکی ضایع بولم .

ملګری سربلند؛ د وطن حاضر او رتلونکی نسل ته د وطنپالنی، صداقت، ایماندرۍ او د افغان ځوریدلی ولس ته د وفادرۍ داسې کارنامی پریښودی چې زما په شان په وطن او خلکو مین وطنوال د هغه د نوم په اخیستلو فخر کوی .

ډیرو محترمو ملګرو !

زه هم د محترم ملګری سربلند دمړینی له کبله د هغه محترمی کورنۍ او د هغه د مقدسو آرمانونو د لاری ملګرو سره په دې نه زغمیدونکی غم کې ځان شریک بولم، د هغه پاک روح ته دوعا کوم .

روح دی ښاد او خاطری دی تل ژوندی وي !

په درنښت، نور منګل

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org