تاریخ ارسال به «اصالت»:

2 April 2010 20:36:21

 

پسرلۍ

 

سپرليه شين شوی شنوباغو کې ګرځه !

لکه  سپوږمۍ  په آسمانو  کې ګــرځه !

ســـــتا په نخرو په کرشـمـو پوهـيــــږم

هلته په سـپـيـنـوښوقصـروکې ګـرځـه !

 

 زما  په  ورانـــو کـنډوالو  څه  کـــوې

پـه  دغـو  شاړو  کــرونـدو څه  کـوې

دلـته ، د  وچـو اغـزو نـور څه نـشتــه

په  دې  سـرمـاتـو  چـنارو  څه  کـوې

 

تـاتـه ئې تخت د سلـيـمان جــوړکــړۍ

له تائې ښکلـۍ تـنکۍځـوان جـوړکړۍ

اوس دبـوراق د آس لـه پـاسه سـپورئې

ځان دی بـلـبـل هـزارداستان جوړکړۍ

 

دلـته خـوڅـيـرې ګـريـوانـونـه  ډيـردي

په پـښو او غـاړو ځنځيـرونـه ډيـر دي

ګــوره  کاروان  د لـيـونــو وګــوره  !

دلـتــه مـيــن بــبــر سـرونــه ډيــر دي

 

دلـتـه  وږمې  لـکه  سـيـلـۍ  چــلـيـږي

د اسـرافـيـل د وخـت شپـيـلۍ غـږيـږي

غرونه شول ټول د(تورې بورې)زامن

ګلـونـه سـره  ګيډۍ ګيډۍ  رژيـــــږي

 

نو ای  سـپـرلـيــه ! د سـاقــيانــو سـره

هــغــو شنــو ستـرګـو آشنـايانـو  سـره

زما زړې  حجرې کې نه ځـــائـېــږۍ

اوسۍ دوبـــۍ کې د شـيـخـانـو سـره !

 

زمـا  د جګې شـمـلـې سـر خـفــه  دی

زما د توری ډال سپـيـن غـرخـفـه دی

ورشه  تـپـوس  مې د کاکـړ نـه وکـړه

زمـا شـمـشـاد زمـا خـيـبــرخــفــه دی

 

       انجينر عبدالکبير کاکړ

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org