د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د ۴۵ تلین په یاد

راځی چی د شهیدانو د ارمان په خاطر سره یو ځای شو

 

مونږ د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند (وطن ګوند) د ۴۵ تلین د ویاړه ډک تلین په درشل کی یو د نن څخه پنځه څلویښت کاله مخکی په ۱۳۴۳ هجری لمریز کال د مرغومی دمیاشتی په ۱۱ نیټه په افغانستان کی د ظلم او استبداد په وړاندی د ټولو خواریکښو، بی وزلو، بی کوره، او بی تعلیم افغانانو د یو ځای کیدو په هدف د ګډی مبارزی په خاطر د یوه سیاسی سازمان بنسټ د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په نامه د لمړی ځل لپاره د افغانستان په زړه د کابل په ښار کی کیښودل شو او په کار باندی یی شروع وکړه، او په ډیرو سختو شرایطو کی یی وکولای شو چه د افغانستان د خلګو په زړونو کی نسبت بل هر ډول سیاسی سازمان ته ډیر ژر لاره پیدا کړی د ګوند د غړو تر منځ د اتحاد او یووالی په نتیجه کی یی وکولای شو چه د افغانستان د عامو خلګو روشنفکرانو، ملا امامانو، ملی سوداګرو، کم ځمکو بزګرانو او مختلفو اقشارو اعتماد پر خپل ځان باندی حاصل کړی او په ظلم او استبداد باندی بریالی شو بالاخره په افغانستان کی یی د فوځ په ملګرتیا سیاسی قدرت تر لاسه کړی د ۱۳۵۷ کال د ثور د ۷ نیټی څخه تر ۱۳۷۱ کال د ثور د میاشتی تر ۸ نیټی پوری د دی سیاسی ګوند مشران هر یو شادروان نورمحمد تره کی، مرحوم ببرک کارمل او شهید ډاکتر نجیب الله هر یوه په خپل نوبت په افغانستان کی د سیاسی وضع او خاصو شرایطو مطابق د ګوند د عمومی منشیانو په توګه د ګوند د غړو د رایو په اساس و خپلو دندو ته ادامه ور کړی ده، دا یو څرګند حقیقت او واقیعت دی چه د بشر په تاریخ کی هیڅ داسی یو شخصیت او سیاسی لارښود پیدا کیدای نه شی چه هغه دی په ټوله معنا له سهوی او اشتباه څخه خالی او پاک وی یوازی توپیر په دی کی وی چه د ځینو شخصیتونو د اشتباهاتو ګراف ډیر لوړ وی او د ځینو بیا ډیر کم او ټیټ وی، ځینی اشتباهات د نه پوهیدلو په صورت کی او ځینی بیا د داخلی او بهرنی دښمنانو د لمسون په نتیجه کی رامنځ ته کیږی، بنا د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د عمومی منشیانو په وجود کی هم اشتباهات موجود و چه د ځینو په باب ډیر اشتباهات او د ځینو په باب ډیر کم چه اصلا په دی نه ارزی چه په هغوی باندی دی څوک تبصره وکړی، زه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند یا وطن ګوند د یوه ډیر کوچنی غړی په توګه دا صلاحیت او وظیفه د خپل ځان نه بولم چه د خپل محبوب ګوند د رهبرانو په کار او فعالیت او یا د هغوی د اشتباهاتو په باب تبصره وکړم او دا په عین حال کی د ګوند وټولو غړو ته زما یوازنی پیام دی چه نه باید د خپلو شخصی اهدافو په خاطر خپل مسوولیت او اشتباهاتو پړه د ګوند په رهبرانو باندی واچوي ځکه چه هغوی زمونږ په منځ کی نشته دا قضاوت باید د افغانستان عام خلک او تاریخ په راتلونکی کی وکړی د خلګو او تاریخ څخه هیڅ شی پټ نه دی او نه پټ پاتی کیدای شي، نه باید د ګوند د رهبرانو د شخصی نامه څخه د خپل هویت او شهرت د غوره کولو په هدف استفاده وشي، زما په نظر ښه ګوندی نن ورځ هغه دی چه د شهیدانو و ارمان ته او د هغو د باز مانده ګانو و هیلو او آرزو ګانو ته چه عبارت دی په ګران افغانستان کی د سرتاسری سولی تامین، د افغانستان بیا جوړه ونه او د افغانانو تر منځ ملی یووالی او اتحاد ته په صداقت او وفاداری کار کول او د خلګو اعتماد تر لاسه کول دی

د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د تاسیس له نیټی څخه تر نن ورځی پوری چه پوره ۴۵ کاله کیږی په افغانستان کی د مختلفو سختو آزموینو څخه تیر شوی دی دا یو څرګند حقیقت دی چه د لاسته راوړونو او بریالیتوبونو په څنګ کی اشتباهات او تیروتنی هم شوی دی د کار او فعالیت په نتیجه کی مثبت او منفی جهتونه دواړه موجود ول، نوموړی موضوع زما د بحث موضوع نه ده ولی د تیرو مثبتو او منفی جهتونو څخه باید ښه تجربه د راتلونکی لپاره ولرو په دغه موده کی نوموړی ګوند د نړی د سترو طاقتونو تر منځ د ساړه جګړی په نتیجه کی د هغوی د اهدافو قربانی شوی دی او د افغانستان د داخلی او بهرنی دښمنانو له لوری نا اعلان شوی جګړه ور باندی وتپل شو د دښمنانو په لمسون او د جګړی د شدت له امله نوموړی ګوند د وطن او استقلال څخه د دفاع په منظور مرحله په مرحله خپله سیاسی بڼه د لاسه ور کړه او په یوه رزمی او جنګی ګوند باندی تبدیل شو، له همدی وجه یی ونشوای کولای چه ټولی هغه وعدی کومی چه د افغانستان د خلګو سره د خدمت او وفاداری په توګه په سیاسی، اقتصادی، اجتماعی او د سواد زده کړی په برخو کی کړی وي تر سره کړی او د عمل په ډګر ګی یی ونه شوای کولای چی پلی یی کړی متاسفانه په دغه برخه کی د کارکولو موقع په لاس ور نه غله په نتیجه کی د افغانستان د خ.د.ګ. ټول هغه مترقی پلانونه کوم چه په خپله مرامنامه کی په نظر کی نیولی و خصوصا د ملی روغی جوړی او عمومی پخلاینی په باب د شهید ډاکتر نجیب الله د سولی پنځه فقریزه اخیری پلان چه د افغانستان د خلګو او بین المللی ټولنی سره په مشوره د افغانستان د معضلی د حل لپاره یی طرح کړی وو او د تطبیق په حال کی وو، بالاخره د یوی د سولی د دښمنانو د پټی توطیی په نتیجه کی نا تکمیله پاتی او خنثی شو شهید ډاکتر نجیب الله په خپله یوه وینا کی د افغانستان و خلګو ته په خپله یوه عالمانه وینا کی د افغانستان خلګو ته داسی وعده ور کړی وو او یلی دي

(ما د افغانستان د جمهور رئیس او د افغانستان د خلکو د خدمت کوونکی په توګه، د تاسو د ملت د شریفو استازو په وړاندی صادقانه ژمنه وکړه چی د ملی روغی جوړی کړنلاری ته به ادامه ورکـــوم او خپل ټـــول توان او امکانات او که چیری لازمه شي خپل ژوند به د افغانستان د خلکو لپاره د خدمت په لاره کی ونه سپموم)

د شهید ډاکتر نجیب الله دا ژمنه او تعهد چه د افغانستان د خلګو سره یی کړی وو په رښتیا هم تر خپله توانه او هغو امکاناتو مطابق کوم چه په اختیار کی یی در لودل د ژوند تر اخری ورځی پوری صادقانه د عمل په ډګر کی په افغانستان کی د سولی د ټینګښت په خاطر وخپلو هڅو ته ادامه ورکړه او په همدغه لاره کی یی خپله ژمنه او تعهد تر سره کړی تر څو خپل ځان یی قربانی کړی، روح دی د تل لپاره شاد وی او ورته دڅښتن الله څخه د جنت هیله او ارزو کوم او د ټولو شهیدانو و محترمو کورنیو ته صبر جمیل غواړم، دا زمونږ د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند دا دشهیدانو د ګوند پاتی غړو ایمانی او وجدانی یوزاینی دنده ده چه باید د شهیدانو و لاری ته ادامه ورکړو او ددی ارمانونه او ژمنی چه د افغانستان د خلګو سره یی کړی وی او لا تر اوسه نه دی عملی شوی په عمل کی پلی کړو او د شهیدانو روح شاد کړو، و دی هدف ته د رسیدو په منظور د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د ټولو غړو تر منځ د شهیدانو په خاطر و ملی یووالی او اتحاد ته ضرورت دی، په دی لاره کی د ګوند ټول غړی باید د شهیدانو د ارمانونو په خاطر له خپلو شخصی ګټو څخه تیر شی او مخکینی ناوړه اختلافات چه د کورنی او بهرنی دښمنانو په واسطه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د غړو تر منځ په لاره اچول شوی دی د خپلو زړونو او مغزونو څخه د تل لپاره وباسی او هیر یی کړی، که چیری دا کار ونه کړی او بیا هم په پخوانیو ناوړه ناخوالو باندی ځان مصروف ساتی او یا اختلافاتو ته نوره هم لمن وهی هیڅکله به د یوه واحد او سرتاسری ګوند په جوړیدو باندی بریالی نه شو او دښمنان به له دی موقع څخه ښه استفاده وکړی او نور به موږهم سره لیری کړی (زه د ټولو ګوندی غړو څخه احترامانه تقضا کوم چه یو ځل د شهیدانو خاطرات یاد کړی او د هر شهید په باب چه تاسی یی پیژنی د یو څو شیبو لپاره فکر وکړی او په یاد راوړی چه هغوی څه غوښتل؟ او د څه په خاطر د خپل شیرین ژوند څخه تیر شول؟ او په یاد کړی چه د هغوی وروستی پیام او غوښتنه ستاسی څخه د وطن او خپلو بازمانده ګانو په خاطر څه وو؟ او دا قضاوت هم باید وکړو چه مونږ تر اوسه په دی باب څه کړی دي؟)

د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند (وطن ګوند) ټولو شهیدانو په خپلو زړونو کی یوازی د افغانستان خلګو ته د خدمت او وفاداری هیله او ارزو در لوده او په ګران افغانستان کی یی د سولی په خاطر خپل ځانونه قربانی کړی دی بیله دغی لاری بل هیڅ کوم هدف او مرام د دوی سره نه وو او د یوه واحد ګوند او واحدی رهبری په هیله یی خپل وروستنی پیامونه خپلو باز مانده ګانو او ملګرو ته په میراث پریښی دي او زمونږ د هر شهید اخری هیله ګوندی وحدت او ملی یووالی وو او په دغه ارمان به یی د خپل ژوند اخرنی سلګی له لاسه ورکوله او د شهیدانو د کاروان سره یوځای شوی دي .

یوه خبره چی د تجربی په شکل تر اوسه ثابته شوی ده هغه داده هرچا چی د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند څخه خپله لاره جلا کړی ده او د ګوند په مقابل کی د دښمن په خوله دریدلی دی ددی ۴۵ کالو په جریان کی هغوی ښه ورځ نه ده لیدلی او د سرګردانی او خجالتی شپی او ورځی تیره وی، ګاهی د یوی ډلی سره او ګاهی د بلی ډلی سره یو ځای کیږی هری ډلی او رژیم د هغوی څخه تر هغه استفاده کړی ده تر څو چه وخپل هدف ته رسیدلی دی کوم وخت چه خپل هدف ته رسیدلی دی بیا یی دوی د کمونست، ملیشی، خلقی، او پرچمی په نامه له ځانه شړلی دي ان تر دی سرحده چه د ټولو جرمونو او جنایتونو پړه یی ددوی په غاړه اچولی ده او د جنایت کارانو په سترګه یی ورته کتلی دی او د تش په نامه د بشر د حقوقو مدافعانو ته یی د پردی تر شاه دستور ورکړی دی چه د بشر ضد عملونو او جنګی مجرمینو په تور یی متهم او دوسیی ورته جوړی کړی او د بهرنی مطبوعاتو په خوله کی یی ور کړی ده دی ډلو په باب زه لازم نه ګورم چه د هغوی نومونه په تفصیل سره یاد کړم چون مونږ روزمره داسی جریانونه د رسنیو او مطبوعاتو له لاری اورو صرف زه دومره وایم ولو هر څومره کلونه تیر شی د داسی اشخاصو او ډلو ژوند د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په لیکو کی د عزت او افتخار ژوند دی، د دی لپاره لازمه بولم چه ووایم چی په خپلو تیرو اشتباهاتو باندی باید اعتراف وکړی او د بیا تکرار څخه یی باید په کلکه پرهیز وکړی باید بیرته راشی چه په مشترکه توګه د یوه او بل په مشوره پخوانی خپل ګوند دا د افغانستان د اکثریت خلګو د اعتماد ګوند له سره په نوی شکل مطابق د اوسنی وضع او شرایطو د خلګو د غوښتنو او نړیوالی ټولنی د معیارونو سره جوړ او سمبال کړو یوه او بل ته باید په ښه اخلاص خپلی غیږی خلاصی کړو او تیری ناخوالی یوه طرف ته پریږدو او ددی ګوند د لاری څخه د افغانستان و خلګو ته پرته له کومه ژبنی، سمتی، مذهبی، تبعیض او تعصب څخه کار او فعالیت وکړو، اضافه تر دی باید د افغانستان د خلګو او استقلال دښمنانو ته په هیڅ وجه اجازه ور نه کړو چه د ګوند د غړو تر منځ و اختلافاتو ته لمن ووهی او هر ډول جرم او جنایت ددی ګوند په غړو باندی وټپی او دی په دی نامه خپل ځان و ټولنی او خلګو ته پاک او سپیڅلی معرفی کړی، دا هم د یادونی وړ ده چه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند دجنایت کارانو ځای نه دی زه دلته بیا هم خپله خبره یو ځل بیا تکراروم چه جنایت کار جنایت کار دی ولو دا هر څوک او په هره سطحه چی وی باید حساب ور سره وشی، د ګوندی غړو د یووالی په صورت کی او د یوی سالمی رهبری په موجودیت کی هیڅ جنایت کار نه شی کولای چه د افغانستان د خ.د.ګ. په لیکو کی ځای ونیسی او یادی د ګوند غړی په نا حقه توګه په جنایت باندی متهم کړي او د هغو ډلیزه قبرونو مسوولیت چه ددی له لوری د هیواد په مختلفو برخو کی ژوندی انسانان په کی بدون د کومه جرمه شخ شوی دی د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند باندی واچوی، لکه څرنګه چی تر اوسه پوری یی له دغه میتوده ښه استفاده کړی ده.

د ګوندی غړو د نه فعالیت او نه پاملرنی په وجه نن ورځ که په افغانستان کی هره ناوړه پیښه رامنځ ته کیږی خپله د هغی پیښی عاملین تر ټولو د مخه هغه د افغانستان د خ.د.ګ. په غړو باندی اچوی او دعامو خلګو په زړونو کی ددی ګوند د غړو په نسبت کرکه او نفرت زیاته وی، ولی برعکس زمونږ ګوندی ملګری که په بهر او یا په دننه کی دی که څه هم خبری رسنی، انترنتی سایتونو، او راډیو ګانو په اختیار کی لری ولی نه شی کولای او یا اصلا نه غواړی چه د دشمنانو د دغه ناوړه تبلیغاتو په مقابل کی خلګو ته حقیقت څرګند کړی او د خپل ګوند او ملګرو څخه دفاع وکړی، متاسفانه باید وویل شی ډیر وخت د ګوند کادرونه په داخل او بهر که په تلویزیونی مرکو او مباحثو کی برخه اخلی هغوی د دی پر ځای چه په مجموعی توګه د ګوند د اهداف او اجرا شوو وظایفو څخه دفاع وکړی همیشه خپل ګوندی ملګری تخریبوی خلقیان پرچمیان او پرچمیان خلقیان او یا دا ډله او هغه ډله تخریبوی او د چارو نواقص په یوه او بل باندی اچوي حتی هغه رهبران چه اصلا نن هغوی یا نشته او که وی مطرح خلګ نه دی د هغوی په شخصیت باندی تعرض کوی، زه نه پوهیږم چه ولی د افغانستان د خ.د.ګ. غړی ددی جرئت نه لری چی د خپلو ځانونو او ګوند څخه برحقه دفاع وکړی، که چیری د افغانستان وضع په دقیق ډول تر مطالعی او څیړنی لاندی ونیسو د افغانستان د فعلی دولت له مشرانو څخه د نړیوالی ټولنی د مشران په شمول لاره ورکه ده او ددی استعداد او توانایی په عمل کی نه لری چه څرنګه کولای شی د افغانستان و معضلی ته د حل لاره پیدا کړی په هره میاشتی کی یوه نوی ستراتیژی یا تګ لاره وړاندی کوی، که چیری په دقیقه توګه د افغانستان اوسنی کړکیچ ته وکتل شی ((ددی معضلی یوازنی د حل لاره هم هغه د شهید ډاکتر نجیب الله د پنځه فقریزه پلان تطبیقول دی او بس که هر څومر کلونه نور هم تیر شی په اخری تحلیل کی د معضلی حل د هم هغه پلان تطبیق ته ضرورت لری له نیکه مرغه نن ورخ د افغانستان د حکومت ځینو مشرانو او هم د نړیوالی ټولنی ځینی مشرانو د شهید ډاکتر نجیب الله د پلان اهمیت د افغانستان د معضلی د حل په باب درک کړی دی ولی د ډیر شرم او خجالتی په اساس چه د وطن ګوند او د هغه د لارښود شهید ډاکتر صاحب نجیب الله په وړاندی یی لری په شکاره اعتراف نه شی کولای))، په یوه نامه او بل نامه هغه پلان پورته او کښته په مختلفو نومونو یادوی او رنګ ورکوي لازمه ده په دغه باب زمونږ ګوندی مشران سره متحد شی په یوه خوله او اواز نوموړی طرحه د ملګرو ملتونو په مشوره یو ځلی بیا د افغانستان د معضلی د حل په خاطر وړاندی کړی او ورځینی ملاتړ وکړی زه په دی باور یم چه هغه طرحه به د افغانستان د خلګو او نړیوالی ټولنی د پوره ملاتړ سبب وګرځیږي.

د ۱۳۷۱ کال د ثور د میاشتی د ۸ نیټی څخه وروسته څو سیاسی ګوندونه د افغانستان د خ.د.ګ. د بدنی څخه جلا شول او په جلا جلا نومونو یی په فعالیت باندی شروع کړی دی، د ټولو دغو احزابو اساسنامه او برنامه یو شانی او د یوه او بل سره ورته والی لری بی ځایه به نه وی که ووایم چی دا هم هغه د افغانستان د وطن ګوند پخوانی مرامنامه او اساسنامه ده کوم چی د ګوند په دوهمه عمومی کنګره کی تصویب شوه فعلا یوازی په څو برخو په مختلفو نومونو سره جلا شوی ده، ددی سیاسی ګوندونو فعالیتونه په افغانستان کی دننه د قدر وړ دی او د ګوند د پخوانی غړو لپاره یوه تکیه ګاه او مورال ګڼل کیږی دا ځکه چه د دی تشکیلات د افغانستان په اکثریتو ولایاتو کی فعال دی او رهبران یی په افغانستان کی په نا امنه شرایطو کی د ګوندی ملګرو په څنګ کی ژوند کوی، په دغو نژدی ورځو کی چی کوم اقدامات د یوه واحد او سرتاسری ګوند د جوړولو لپاره په داخل او خارج کی په لاره اچول شوی دی د ګوند د اکثریت غړو د خوښی او خوشحالی سبب ګرځیدلی دی او ددی مثبت اقدام د واقیعی کامیابی په انتظار کی دي مونږ ټول په دی هیله او ارزو یو چه د ټولو جلا شوو ګوندونو هغه تلاشونه چه د یو ځای کیدو په منظور یی شروع کړی دی ښه نتیجه ور کړی دا به زمونږ ټولو لپاره ښه زیری وی او په عین حال کی به ددی زمینه مساعده شی چه ورو ورو ټولی جلا شوی خواوی په راتلونکی کی سره یو ځای شی، که هرڅومره کلونه نور هم دغه ګوندونه په جلا جلا توګه په مختلفو نومونو و خپلو کارو ته ادامه ور کړی بیا هم د افغانستان خلک دی په هم هغه سابقه نامه یعنی د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند یا وطن ګوند په نا مه پیژنی او له هغه پخوانی ادرس کولای شی د خلګو په منځ کی کار وکړی لکه څرنګه چه دغه تجربه د ریاست جمهوری په تیرو ټول ټاکنو(!) کی ښه ثابته شوه مونږ ولیدل چه د ریاست جمهوری و مقام ته کاندید محترم ډاکتر صاحب حبیب منګل د خپل انتخاباتی کمپاین په طرز کی د کابل په تاریخی زرنګار پارک کی د کابل خلګو ته وویل چی ((زه غواړم د ډاکتر نجیب الله د ملی روغی جوړی سیاست تعقیب او مخ ته بوزم ولی هغه د خپل هغه سیاسی ګوند څخه چه دی یی کاندید کړی ؤ هیڅ یادونه هم ونه کړه)) پس چی ټول په دی پوهیږو نو بیا ولی نه سره یو ځای کیږو؟ دا چی ځینی مغرض عناصر د ګوندی اتحاد د ناکامیدو په خاطر تلاش کوی د یوه او بل په ضد باندی ناوړه تبلیغات تر سره کوی او ځینو خپلواکو شخصیتونو خپل ځان لپاره جلا انترنیتی سایتونه جوړ کړی دی که څوک هغه دقیق مطالعه کړی له ورایه معلومیږی چه هغوی د افغانستان د خ.د.ګ. د کادرونو په ضد ناوړه تبلیغات د دشمنانو په نفع تر سره کوی، د مثال په توګه وایم څو ورځی مخکی می په یوه انترنیتی سایت کی ولیدل چه د یوه مخکنی د سیاسی بیرو غړی او د مرکزی کمیټی منشی عکس یی چه یوه د موسیقی آله یی مخ ته پرته وو چاپ کړی دی وروسته بیا په څو نورو سایټونو کی هم عین کاپی نشر شوه ددی په لیدو سره ما ډیر افسوس وکړی او له ځانه سره می وویل چه آیا دا ګناه ده چه یو څوک په خپل شخصی کور او محافل کی موسیقی وغږوی؟ آیا د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د موسیقی او موزیک په ضد دی؟ دا پرځای خبره ده چه هرچا سهوی او خطاوی کړی دی ولی ټول باید د هغو د اصلاح په برخه کی یو د بل سره مرسته او همکاری وکړی، د ګوند د غړو تر منځ فاصلی باید نوری لا هم زیاتی نه شی بلکی هڅه باید وشی چه دغه فاصلی را کمی شی تر څو د شهیدانو ستر ارمان یعنی ملی یووالی او د یوه واحد ګوند د جوړیدو لپاره زمینه مساعده شی په مختصر ډول باید ووایم چی د پیروزی او کامیابی دیووالی په صورت کی راتلای شی که دا کار ونه شی ۴۵ کاله به نور هم تیر شی ولی پیروزی به ونه ګورو او هغه د پښتنو د سترمشر او د عدم تشدد د لاری مبارز خان غفار خان خوږه خبره ده چی ویلی دي:

یا به ټول سره یوځای کیږو او که دا مو ونه کړل ټول به هرومرو نابودیږو.

که هر څومره نوی سیاسی ګوندونه او سیاسی ډلی په افغانستان کی جوړی شی هیڅ بل سیاسی ګوند او ډله د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند تشه نشی ډکولی او نه به د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند (وطن) ګوند و موقف ته ځان ورسولی شی یوازی یو شرط په کار دی چی ددی ګوند ټول غړی و خپلو مسوولیتونو ته لازمه توجه وکړی او دګوند غړی د دشمنانو د تبلیغاتو په مقابل کی یو او بل حمایه کړی ددی خبری امکانات نن ورځ د ګوند د اکثریت غړو سره په پراخه پیمانه موجود دی که هیڅ نه شی کولای حد اقل دی په خپلو پخوانیو ملګرو پسی د ناوړه تبلیغاتو څخه په جدی توګه ډډه وکړی او په خپلو ښه ښایسته سایتونو کی دی د ناوړو تبلیغاتو په عوض په افغانستان کی د سولی د راتګ لاری او چاری وپلټی او ژور فکر دی ورباندی وکړی که نور هيڅ نه وی د ښاغلی حسن امیری، مسکینیار او ویس ناصری تلویریونی برنامی د چشم انداز، کتنه، او افغانستان در محراق حوادث تر عنوان لاندی وګوری او وادی اوری او د هغوی د ناروا تبلیغاتو په باب دی په خپلو سایتونو کی مضامین نشر کړی دا به د دوی لوی خدمت وی هغه د پښتو متل دی چی وایی: (له کمک او همکاری دی تیر یم خو شر مه را رسوه) په خپل ځان تطبیق کړی او وخت دی ورکړی چی د ګوند صفوف او کادرونه یوی مشترکی نتیجی ته ور سیږی، یو بل مطلب چه زما په نظر د یادونی وړ ګڼم هغه داده چه زه د بعضو ملګرو او دوستانوسره په دی موافق نه یم چه بعضی وخت په ځینو ملګرو باندی انتقاد کوی چه فلانی ولی د فلانی ډلی سره ایتلاف کړی دی، ایتلاف د یوی ډلی سره او یا یوه ګروپ سره د تسلیمی په معنی نه دی بلکی دا د یوه مشخص هدف په خاطر بعضی اوقات تر یو معین وخت پوری کیږی ولی یوه خبره باید په نظر کی وساتله شی چی مقابله ډله باید تر خپل تاثیر لاندی راولی نه دا چه دی په خپله د هغی ډلی تر تاثیر لاندی راشی او خپل ګوندی ارزشتونه تر پښو لاندی کړی دلته غواړم چه خپله یوه خوږه او نه هیردونکی خاطره زما د یوه ملاقات د یوه بل میلمه سره یوځای د شهید ډاکتر صاحب نجیب الله سره یاد کړم:

د ۱۳۶۹ لمریز کال د ژمی د موسم شپی او ورځی وی د ورځی یوه بجه او څو دقیقی وی چی د توخی صاحب سره یو ځای او یو بل جنرال صاحب هم راسره وو نوم یی لازم نه دی چی واخلم د محترم ډاکتر صاحب دفتر ته د لیدنی په خاطر ورغلو زمونږ دغه ملاقات تقریبا یو ساعت دوام وکړی په مختلفو موضوع ګانو باندی خبری وشوی او ډاکتر صاحب د وظیفو د اجرا په باب ارزشمند هدایت او رهنمایی راته وکړی یو ددغو هدایاتو څخه داوه چه په هغه وخت کی د افغانستان په سطح د مخالفینو قومندانانو یوه ۴۰ کسیزه شورا جوړه شوی و د ډاکتر صاحب هدایت په دغه باب داسی وو چه د دغی شورا د غړو سره باید ارتباط ونیول شی د دی د موافقی په صورت کی د افغانستان جمهوری دولت حاضر دی چه له دی سره یوه مشترک تفاهم او نتیجی ته په هیواد کی د دایمی سولی د تامین په خاطر ورسیږو حتی ډاکتر صاحب وویل مونږ حاضر یو چه د افغانستان په مختلفو ولایاتو کی د حکومت چاری د همدغی شورا و مربوطه قومندانانو ته وسپارو ممکن ده ډیرو ملګرو په یاد وی چه دغه موضع په هغه وخت کی د حکومت له لوری په خبری رسنیو کی په رسمی توګه هم اعلان شو ولی دا چه د یوی پټی توطیی او دسیسه په نتیجه کی هر څه نیمګړی پاته شول دا د موضوع بل اړخ دی اوس هم هغه خلګ او قومندانان دی چه باید ورسره خبری وشی او د هغوی د ملاتړ څخه استفاده وشی تر څو د خلګو اعتماد په ګوند باندی حاصل شی دا زمونږ د وظایفو له جملی څخه عمده او اساسی وظایف دی چه وکولای شو چه د مختلفو اشخاصو له وجود څخه د سولی د تامین په لاره کی استفاده وکړو.

پای،

 

رحمت الله روان

 

په اخرکی:

 

نیکمرغه دی وی د افغانستان د خلق دموکراتیک ۴۵ پرتمینه کالیزه!

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org