26 januari 2016 21:02:26


             اســـــــــد زمری

 

 

رسیدل

زړه خو می غواړی چې زه هر هر چــــــــا ته ورسیږم

یتیم، مـــظــلـوم، مـجـبـور او بیـنــوا تـــــــه ورسیـــږم

د مصیبت توفـــــــــان په مخــــــــه دی اخیستی هر څه

پــه دي ستــومانـــه هــــوډ به کــومی خــواتــه ورسیږم

غم او حسرت ظــــــــــلم او دردونه را چارپیر دي رانه

زه یو به څنګه هر یـوی بـــــــــــــلا تـــــــــــه ورسیږم

هره خوا جګ دي فـــــریـــــادونه، اوسیلي او ځیګروي

مخــــلوق یو- دوه نه دي نو زر، زه چـــــــا ته ورسیږم

 مــلا، لـه خپلې ږیــرې ایښي د عـــــــقبــا دامـــــونـــه

څنګه په دی لومو کې زه دنیــــــا تـــــــــه ورســــیږم؟!

تیـــــارې د جهـــــل او جـــهــــاد دي په وطن را خپرې

دې اوږدو شـپـــو کې بــه آخــــر ژړا تـــــه ورســـیـږم

مله می شوه غله، کاروان ستومانه او څاروان لار ورکی

خدا زده که زه د سـر منزل قلـــــــــعه تـــه ورســــــیږم

نن د پـــرون په ویـــر کې اوښکې د حـــسرت تــــویوم

 چــــې بـــه لا کــلــــه د ارمــان سـبـــا تـــه ورســــیږم

زه بــه تـــرې داد، د دغـــو  ټولــــــو ناکردو وغــــواړم

کلـــه چــــې زه ددې نــــــړۍ مـــولا تــــــه ورســـیــږم

ژوند مــې ددغه یـــو ارمــان پـــه امید شپـی تـیــــروی:

لمر به شي جګ او زه به بیـــــا رڼا تـــــه ورســـــــیږم

 

۲۰۱۶/۱/۱۵

ویسبادن

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org