د ښاغلي مفتاح الدین ساپي پر یوه داستاني ټولګه (رژیدلي ارمانونه) یو څو لنډې خبرې

(انجنیر عبدالقادر مسعود)

 

 

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادبپاله هیواد افغانستان کې پښتو ژبه د نورو ژبو په څنګ کې یوه اصالت لرونکې، تاریخي، پیاوړې او د علم د پراخو سرچینو لرونکې او د سترو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو ژبه ده.

که چیرې د علم، ادب، هنر او شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور، ادب او هنر رنګینه نړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده.

ښاغلی مفتاح الدین ساپي له هغو علمي او ادبي سټو څخه دی چې زموږ د پښتو ادب د پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې د خپلو علمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له لارې ګټوره او اغیزناکه ونډه اخیستې ده.

ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي ابا خان زوی دی، چې پر (۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په مزار درهکې په یو درنه کورنۍ کې زیږیدلې دی.

ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل او امریکې کې پای ته رسولې دي، او له خپلو لوړو زده کړو وروسته په بیلا بیلو دولتي دندو کې بوخت وُ.

ساپي صاحب یو پیاوړې لیکوال، خوږ ژبې شاعر، غښتلی او پوخ داستان لیکونکی، تکړه ډرامه لیکونکې او وتلې ژباړونکې دی.

ده د یو شمیر غربي شاعرانو او لیکوالو اثار په پښتو ژبه ژباړلي او خپاره کړيدي. د ده ادبي او فرهنګي سټه نه یوازی په هیواد کې دننه بلکې په بهر کې هم پیژندل شوې ده. دی په انګریزي ژبه هم شعرونه او لیکنې لري.

د ساپي صاحب چاپ شوي اثار دادي:

-  نړیوالې سندرې (ژباړه)

- سپیدې- نړیوال شعرونه (ژباړه)

- مات وزر- نړیوال لنډې کیسې (ژباړه)

- ادبي او هنري څیړنې

- نیمګړي انځورونه – (شعري ټولګه)

- رژیدلي ارمانونه د (لنډو کیسو ټولګه)

او همداسې د هیواد په ورځپاڼو، مجلو او مطبوعاتو کې دده ګڼ شمیر چاپ شوې مقالې خپرې شوې دي.

د ښاغلي مفتاح الدین ساپي د (رژیدلي ارمانونه) په نامه د لنډو کیسو ټولګه پر (۲۰۱۵ ) زیږدیز کال کې چاپ شوې ده.

ښاغلي ساپي په ډیر اخلاص سره د خپل دغی کتاب یو ټوک ماته ډالۍ کړ، ما هم په ډیره مینه او پاملرنې سره دا اثر ولوست.

په دې کتاب کې (۶) غمجنې او دردونکې کیسې لیکل شوې دي. ده په خپلو کیسو کې زموږ په جګړه ځپلي، کړیدلي او ځوریدلي هیواد کې د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې او د دوی وحشت او دهشت، وژل، ترور او بې پتي، جنایت او ظلمونه، د مادي او معنوي شتمنۍ لوټول، د مظلومانو مظلومیت، د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو زړه بوږنوونکو پیښو تصویرونه چې د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري په ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې داسې انځور کړي دي، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې، انساني، اخلاقي عواطف او احساسات راپاروي.

د ادب قدرمنو او درنو مینه والو!

دا داستاني ټولګه زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز او فرهنګي ډګر کې لکه د نورو لیکوالو اثارو په څیر، هغه اغیزمن او ارزښتمن اثر دی، چې په څو واره لوستلو ارزي.

زه ښاغلي مفتاح الدین ساپي ته د دې ګټور اثر د چاپولو له کبله مبارکي وړاندې کوم اود ده دلا نورو بریاوو او هستونو په هیله یم.

په ډیره مینه او مننه: انجنیر عبدالقادر مسعود

Thu, 13 Aug 2015 23:01:26

 

   

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org