کاوون توفــانی

 

اختر

دلته ټول عمر روژه ده، اختر نشته
خړ ماښام دی، اوږده شپه ده، سهر نشته
د شفق ښاپېرۍ وينو کې لمبلي،
ستا د وروځو له هلاله، خبر نشته .
تا ويل چې :
اختر راشي، زه به راشم
چې نابوده شپه سبا شي،
زه به راشم .
تا ويل چې :
د لوگيو موسم تېر شي،
چې د ونو خوب رښتيا شي، زه به راشم .

نه اختر راغی،
نه ته،
نه شپه سبا شوه
نه د فجر سپېدې وشوې، نه رڼا شوه
نه د ونو ذهن تش شو له خوبونو
نه د گلو د سرو شونډو غونچه وا شوه .

خو زه اوس هم د اختر په انتظار يم،
لارې څارمه د لمر په انتظار يم .
چې ته راشې،
او رڼا شي،
اختر راشي
روژه تېره شي، سبا شي، اختر راشي
مرغۍ راوړي په منگلو کې نکريزې
سره گلونه په خندا شي، اختر راشي .

 

22-05-2020

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org