کاوون توفــانی

 

تهیه و انتخاب شعر: ع . ق . فضلی

 

سره شعرونه

==========

آسمانه پریږده چی زما په توفانی وطــــــــــن کی

د انقـــــــــــــــــلاب د حوادثو سوبه ګرمه شی لا

پریږده چـی بـیـــا د رستمانـــو د هیبت لــه زوره

د تورو تیږو پــــه سینو کی ینه نرمه شـــــــی لا

* * *

پریږده چـی سره شی دا زمـــا د هیـواد خړه څیره

پریږده چی واوری پـه دښتو کی بـــــــاران د ګلو

پریږده چی وخانـــدی تلپاتی پسرلی ته بــــــوټی

پریږده چی راشی په اغزیو کی توفــــــــان د ګلو

پریږده چی ډوبه شــی په وینو کی د خصم بیړۍ

پریږده چی وسوزی اوبو کی د سکروټو نــفـــس

پریږده چی تیز شـــی د نـسـیـــم د الوتـــلــو وزر

پریږده چی مات شــی د وږمی د بندیدلو قــفـــس

* * *

پریږده چی پاتی شی د ونــو په شینکی ذهــن کی

د اور او وینو پـــــه شیبو کی د بـــــاران سـندره

پریږده چی واوری په جــهـــان کی طلایی بلبلی

زموږ د خـــــاوری د کــــوترو د زمــــان سندره

 * * *

پریږده چی تـــــوری او خیرنی وریځی ونړیږی

پریږده چــی وکړی ګذارونه د برښنا قـمـچــیـنـی

پریږده چی وغورزیږی شپه د شنه آسمان له بامه

پریږده چی وګرځی تیارو کـی د رڼا قـمـچــیـنـی

* * *

پریږده چی مست شی د سومـــا په مسافرو وږمو

د شنه خمار په جزیره کی سرګردانه مرغـــــــان

پریږده چی ګونګه شی یــــو ځلی او د تل له پاره

د شینکی بـــــاغ په کرونده کی د ګولیو ژبــــــه

پریږده چه ډکه شی فــضــا د پسرلی له روحـــــه

پریږده چی خلاصه شــی د ښکلو توتکیو ژبـــــه

* * *

پریږده چـــــی ډکه شی په ګلو د امــیـــد لــمـنــه

پریږده چه لاړ شی لــه چمنه د اغزیـــو زمــــان

پــریږده چــــی راشی د وږمی د بـــد مستیو دور

پـــریږده چی تیر شی د غوټۍ د بی وسیو زمــان

* * *

پریږده چی وازی شی له خوبه د خـنـدا ســــترګی

پریږده چی خلاصه شی انسان ته د ژوندون غیږه

پریږده چی وسوزی اوبه شی د غمونو غـــرونــه

پری چی سړه شی د اورونــو د جـــــنـــون غیږه

 * * *

بیا به آسمانه دا زما د هـیــــــــــــواد خړی لوټی

د پسرلـــــی نسیم ته وخانــــدی ګلونه بـــه شــی

دغه زما د زخمی زړه په وینو سره شـــــــعرونه

د سره توفـــــــــان د لارویو سره یــادونه به شی

 کابل- ۱ر۵ر۱۳۶۲

 

 ۲۴ نوامبر ۲۰۱۹

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org