هغو ته چې له سرطانه رنځ وړی

 

 

اسدالله زمری

 

زما له خوا به ګور ه لیرې ګر ځې

 

 

مرګه زما له خوا به لیرې ګر ځې

زه لا له ژونده  وزګار شوی نه یم

تاته مې نه شته تلوسه تر اوسه

لا له دنیا  نه  بیزار  شوی نه یم

زمادزړه  په  دالانونو  کې  لا

د ښکلا شو نډې په موسکا ښکاري

زما  د سر په کږ لیچونو  کې  لا

د مستۍ شور سر په غوغا ښکاري

لا مې حساب  پاتې جهان  سره   دی

لا مې احساس ځلمی ،جانان سره دی

لا ډیر څه  پاتې  دي  د کړلو  راته

لا مې جنګ پاتې له خپل ځان سره دی

لا مې  تر اوسه اور ، سکروټه نه ده

لا مې  لمبۍ  له  تنه  دارې  وهي

ایره خو  پریږده  چې سکاره  لا نه یم

لا مې سپرغۍ  د کلو  لارې  وهي

زما د  زده کړې  تنده ماته    نه ده

خوله مې لا جوړه هیڅ خندا ته نه ده

لا یم  تر  اوسه د ژړا  ټولګي کې

د غم   مکتب  مې کړی، شاته نه ده

لا مې د ظلم  لاس  مات  کړی نه  دی

لا مې  له کرکې  سره جنګ روان دی

د عدالت  لمر  ته  لا  لاره  څارم

لا په و حشت  زما غور ځنګ  روان دی

زه د دنیا د مخ دا تړمې اوښکې

په خپل لستوڼي و چول غواړم

زه  دانسان  د تودو وینو سین ته

پاخه  بندونه  جوړول  غواړم

 

 

 

د ماشومانو  له څیرو او  زړونو

د ویرې رنګ او هیبت ورک غواړم

د نیکمرغۍ د اهورا  په مخ   کې

د  بدمرغۍ اهریمن  سپک غواړم

ما را بللې فرشته  د ورورۍ

زه یې راتلو ته انتظار یمه لا

د مساوات او عدالت زیري ته

سترګې په لار ه بې قرار یمه لا

لا مې د خپل د ستر آرمان د کلي

لار او نقشه تر اوسه کښلې نه ده

لا یې کو څو ته  لټوم    نومونه

دتهداب کرښه  مې کاږلې نه  ده

 

ما مې لا خپله لور په سره ډولۍ کې

د   بخت  کاله  ته استولې  نه ده

ما مې  د خپل لمسي د ناوې  ورا

د کور تر  وره   بدرګه کړې نه ده

زما ضمیر د ماتې ننګ  نه  مني

زمری ژوند ون د تسلیم رنګ نه مني

زه   د  رزمونو  د  ډګر لاروی

زما ایمان  دمرګ  قلنګ  نه منی

سر مې له ښکلو آرمانونو ډک دی

زړه مې له سترو امیدونو ډک دی

ځه  د هغو  ناولو   کور ته  ورشه

چې یې  ژوندون له ګناهونو ډک دی

شومه دانه او دام د بل ته یوسه

خپل دا خبیث مرام د بل ته یوسه

زه به  دې  سټه  د آبا  وباسم

د زهرو دغه جام دې بل ته یوسه

 

۱ / ۳ / ۲۰۰۹

 

 

 

توجه

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org