نثار احمـــد بهین

 

د کلی شیطان:

========
دوه افغان وو په یوه لار سره روان
دواړو ځان ګڼه د خدای ښه بنده ګان
یوو د دین خبری کړی بل د ایمان
دواړو خیر غوښته یوازی د خپل ځان
په ورو، ورو خبره یاده شوه د حج
دواړو نیت وکړ چی حج ته شی روان
په کعبه کی دوی د حج شرطونه زده کړل
یو شرط دا وو چی پر اوو تیږو به ولی دوی شیطان
یوو حاجی پر شیطان دری تیږی ګذار کړی
څلور نوریی کړی له ځان سره پنهان
چا تری وپوشته سبب د دغه کار
ده وی: پر هغو ولم د خپل کلی شیطان
اوس زمونږ خاوره کی هم ابلیسان ډیر دی
غواړم هلته پری پوره کړم خپل ارمان
لدی وجی «بهین» دعا کړی پاکه ربه
د افغان له ملک ورک کړه ټول شیطان

ماینز ـ جرمنی،۱۶.۱۱.۲۰۱۴

 

 

هغه ورځ :
======
هغه ورځ به کله راشی
چی ټول خلک سره پخلا شی
نه نور جنګ وی نه کوم زور
نه کوم بمب وی نه کوم اور
خوشحالی وی هری خواته
محبت وی کور په کور
خلک شی ټول په دندو بوخت
شپه او ورځ شی لوی خوځښت
دا هیواد مو شی سمسور
مهاجر مو شی په کور
د خاينو مخ شی تور
ځمکه شی ورته سور اور
نه اخوند وی چی جنت په قباله کړی
نه ملا چی پر دوزخ دی حواله کړی
دا د دین ټیکه داران شی ټول رسوا
دغه غله او جاسوسان شی هم افشا
ګرد ملت شی سره یوو
دا سپاره شی بیا پایدو
له مجرم ځینی بازخواست شی
لدی غلو سره حساب شی
دقانون حکم جاری شی
ضبطه ټوله نامشروعه دارایی شی
بیا انصاف زمونګه دین شی
پر یو اوبل مو بیا یقین شی
د خوښی نغمی چالان شی
افغانان مو بیا خندان شی
ددی ورځی په خمار
«بهین» ناست دی انتظار

 

22- 08- 2014

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org