جمعه، ۱۱ دسامبر ۲۰۱۵

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 
بسم الله اکبری

 

 

ترخې، سپیني خبرې

 

بیا کومو لیونو سپو د اسیا زړه افغانستان او د افغانستان زړه د لرغوني او ښکلي کندهار تنکي ماشومان، درنې پتمنې میندې، د هسکو شملو درنې ککرۍ او ګلالي، ګلالي ځوانان په دومره ستر وحشت او بربریت وداړل او د امیر خان بابا او احمد بابا د غیرتمنو بچو د نازو انا او زرغونې ادې نازولو لورګانو او د میوندي ملالۍ د ښکلو خویندو پاکې او سپیڅلي ویني یې وبهولې او یو ځل بیا یې د بنجوایې کربلا دردونه، غمونه او خونړي ټپونه را تازه کړل. دا د لیونو سپو روزونکې او پالونکي د ویرجن ناتار په مهال او ورځ د اسلام آباد په هوایي ډګر کې د افغان ولس مشر د هرکلي په پلمه د خوښی او خوشالی د توپ ۲۱ ډزې کوي هغه ولس مشر ته چې په مخکني لومړني سفر کې یې یوازې ګنجی سره پکتاج عزیز هرکلي ته ولاړ و د توپ ډزې خو لا پریږده چې چا ورته لاسونه هم ونه پړکول.

د اسیا زړه کنفرانس او د کندهار زړه بوږنوونکي غمیزه، کابل ته د راحیل شریف د رسیدو سره جوخت د لوګر خونړۍ ځانمرګی ناورین د پاکستان د رذیلو او ټګمارو څارګرو چل وټې او غولوونکي سناریو ده چې تل یې د افغان مشرانو سترګو ته خاورې شیندلي او په تشو ډزو یې تیر ایستلي دي.

افغان ولس مشر د کندهارغمیزه کابل ته په را رسیدو بې وخته وغندله ده باید دغه پلانیزه شوي توطیه په زغرده او ډانګ پیلي توګه د کنفرانس ګډون والو ته په ډاګه کړي او په سختو ټکو غندلي وه.

پاکستاني چارواکو په کنفرانس کې د سیاسي او دپلوماتیکو اوتو بوتو تر څنګ په خورا سپین سترګی د افغاني کډوالو د بیرته ستنیدو مساله په ځیږو ټکو کې یاده کړه له یوي خوا یې د کنفرانس ګډونوالو ته دا ښووله چې موږ کلونه، کلونه افغاني کډوال پخپله خاوره کې ساتو او له بلې خوا یې افغان ولس مشر او چارواکو ته د کډوالو بیرته ستنیدل د یوه جدي معضل او ګواښ په توګه یاد کړل. له بده مرغه افغان ولسمشر اشرف غني د کډوالو د مسالې د کره ځواب په اړه یوه ستره تاریخي، سیاسي او ملي تیر وتنه وکړه هغه دا چې ګنې موږ هم پخپله خاوره کې په زرګونو، زرګونو پاکستاني کډوالو او بې ځایه شویو ته پناه ورکړي ده دا له منطق او سلیم عقل نه لیري خبره دومره ستره نه بښونکي تیروتنه او تاریخ شرم دی چې اشرف غني یوازې په بښنه نه، بلکې د پسه او ناغې سره د وزیرو غیرتي، میړني او پرنګي شکنه، توریالیو درنو میلمنو څخه چې خپل پلرني کور او ټاټوبي ته د پاکستان د ځناورو څارګرو او د انګریز بچیو د زور، ظلم او ډورن الوتکو د خونړیو بمباریو او مرګ ژوبلي څخه د خپلو وروڼو کورونو ته راغلي په پښتني نرخ او څلي جدي بښنه، بښنه، بښنه وغواړي او که د دغه تاریخي تیروتنې بښنه ونه غواړي دا په دې مانا دی چې د ډیورنډ منحوسه او ورسته استعماري کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله او زموږ وروڼه وزیر او مسود پاکستاني کډوال دي. زه په ځانګړي توګه ولسمشر غني او د ده د کورنۍ تیرو سترو شخصیتونو او تاریخي میړونو ته د زړه له کومې درناوی لرم خو د وطن او د افغان ولس په وړاندې بې مسوولیته او بابیزه دریځ، هیڅ افغان وجدان او غیرت نه مني. ولسمشر که حسین بن علي  ته د خدای(ج) د زوی خطاب کوي او بیا بښنه غواړي دا د هغه د مشرتابه صلابت او وجاهت ته سخت زیان رسوي. هغه کله نا کله افغان سرتیرو او افسرانو ته په خطاب کې وایې ستاسو د شهادت او قربانیو څخه مننه او تشکر کوم څوک د شهیدانو د لوړ مقام نه تشکر نه کوي هغه د درنښت او اکرام سر ټیتیږي او سپیڅلي جنتي اروایې تل ښاده او ځلانده غواړي.

عرب یوه مشهوره مقوله لري وایې. (فکرمرارثم قل) په دې مانا چې تکرار فکر وکړه او بیا وغږیږه زما موخه د خپل درد بیان دی ځکه په اوسنیو شرایطو او تاریخي مهال کې افغانان ستاسو مشرتابه او زعامت ته سترې هیلي لري. بښنه غواړم زه لږ ټوکې طبعیت لرم یوه ټوکه مې را یاده شوه هغه داچې:

یوه متقاعد افسر خپلې میرمنې ته لاپې، شاپې او غورې کولې ورته ویل هیڅ ویره مې په زړه کې نه ګرځي پر دوښمن هسې وردانګم او یرغالم چې په ځنګله کې زمریان زما له هیبته ریږدي په جسارت کې مې ساری نه لیدل کیږي. د دغو غورو پرو وروسته کومه شپه یو غل د دوی کور ته ورننوتی دی. میرمني یې بې له ځنډه خپل میړه له خوبه را ویښ کړ ورته ویې ویل: هله زر پاڅیږه چې کور ته غل راغلی دی افسر میړه ته یې ټوپک په لاس کې ورکړ او هغه بې له ځنډه د کوټې له دروازې بهر ووت او سملاسې یې پروت وکړ او  غل څارې. میرمنې ور غږ کړ سړیه ولې دې پروت وکړ. ده په ځواب کې ورته وویل چې موږ په نظامي تعلیمنامه کې لوستي چې دوښمن به د تقرب په مهال د پروت له موضع څخه د اور لاندې نیسې ځکه می پروت وکړ ..

ښایې افغان ولسمشر هم دا چې نواز شریف یې په څنګ کې ولاړ و خپل وزیر او مسید وروڼه ورته پاکستاني کډوال ښکاره شوي وي. او کنه باید په زغرده یې ویلي وای چې.

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده                 په کابل او پیښور کې افغان یو دی

د کندهار د شهیدانو اروا دی ښاده او ورته د فردوس جنت غواړم او غمجنو کورنیو ته د ژور تسلیت او ډاډینی غوښتونکی یم.

مړه دی وي د وطن بې رحمه دوښمنان

بسم الله اکبري

۱۱/۱۲/۲۰۱۵

هالینډ

 

 

  

  

  مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها بوده

و الزاماً بیانگر نظرات و دیدگاه ادارۀ سایت «اصالت» نمیباشد.