چهارشنبه، ۲۵ فبروری ۲۰۰۹

 

درنــــــــه بیزار شو ټول ولس په دغه کار طالبه

چی ژورنالیست دکړل اعدام او سر په دار طالبه

دادې اسلام ته سپکاوۍ دی اسلام څــــه پیژنۑ

د افغان زوی نه دې سر پـــرې کړل نابکار طالبه

په خـــــدای قسم چې نه ملا او نه عالم غوندې یی

ددی وطن د بـــــربادۍ لوی داړه مار طـــــــــــالبه

توره دوره دې تـــــــــیره شوۑ ده پرې مه نازیږه

تیره چـــــــــــاړه دې پڅه شوی ده خونخوار طالبه

چی د اسلام تر نــــــامه لاندې فســـــــــــادونه کوې

رب دې رســـــــوا کړه په دنیـــــــا کې نابکار طالبه

 

غلام نبی رنجبر

 

13:04:07

 

چهارشنبه، ۲۵ فبروری ۲۰۰۹

 

 

توجه

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006Esalat

www.esalat.org