فاروق فردا

مسکو

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Mon, September 27, 2010 00:17

 

د فاروق فردا تازه شعرونه

------------------

 

ګودر

 

په کاڼو وویشتل شول

د پسرلي په  شنه لمنه کې سره سپین ګلونه

د کلي پېغلو د انګړ د ګړونجیو پر منګي نور نظر نه ماتوي

د ګودر لارې ورکې شوي او هېر کړې یې دي

د خپلو ژڼو پر څنګلو غرمني خوبونه.

 

رڼا

 

رڼا له لریو نه سترګکې وهي

د تیارې زړه دی را لوېدلی پښه یې نه ټینګېږي

د غره له سره کوم چا

د ورېځو تورې پاغوندې یې که په  کاڼو باندې وویشتلو

وړانګې د لمر به مو تر زړونو هم را ورسېږي.

 

یوازې ته ښکلې یې

 

ولې آشنا پر بلئ نه راخېژې؟

ستا په لیدو زما د زړه د بڼ ګلان غوړېږي

ته وایې ښکلي کمې ندي په مالت کې زموږ

رښتیا د ښکلو کمی نه وینم خو،

ښکلې دي ډېرې، تاته نه رسېږي.

 

خیال

 

زما د خیال پر وزر ناسته،

خدایزده دغه څه بلا ده

لیوني مې شي خیالونه

چې یوه شېبه هم نه وي،

بلا نده، خدای دې نه کړي، ستا ښکلا ده

 

توتکئ

 

توتکئ ګرزي  کور په کور کلي په کلي ګرزوي د پسرلي زېری يې

خو دلته اوس هم لا په درز د ژمني دیو پادشاهي چلېږي

خلک اوس هم د کنګلونو په هیندارو کې مخونه ګوري

او د لمرونو د سترګکو د حجاب له پاره

زموږ پر فصلونو باندې هره شپه شاړه ورېږي.

 

چڼچڼه

 

څانګه بربنډه شوله

او تکې شنې پاڼې یې ورژېدې

لا د چڼچڼو بچي،

                        د آلوتلو ندي

خو د خزان سیلئ را ورسېدې.

 

صیاد

 

شامتورې په حساب حساب یې وخوره

دا راوړي چېرې ندي دلته باد

زه هم دام ګورم هم لومه

او خطر دې د پرواز په زړه را ګرزي،

دا داني، دلته شيندلي دي صیاد.

 

عسکر

 

په هديره کې د عسکر پر قبر ودرېدمه

له اوښکو ډکې سترګې مور یې ورته هم ولاړه

د هغه پر شناختې لیکل شوي دي چې:

زه د وطن په ننګ شهید یم مورې

خوشې مړ نه یم راته وخانده اومه مې ژاړه

 

رهبر

 

د یوه رهبر دفتر ته ننوتم

ده، کوم کاغذ ته چې د مېز پر سر یې پروت وو کتل

ورته د تېرې شپې د سختو جګړو

د شهيدانو یې نوم لړ چا لوسته

رهبر د هر یوه د نوم په آورېدلو سره کټ کټ خندل.

 

مسکو

د ۱۳۸۹ کال سنبله او میزان

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org