دوشنبه، ۲۹ اپریل ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

ټوک خواره افغانان

لیکونکۍ: دکتور طاوس وردک،

لندن د ۱۳۹۲ کال د حمل ۲۵

 

 

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

د افغانستان ډیر خلک د ټوک په لغوی معنی نه پوهیژي، ځنی به دیوه جلد کتاب معنی ورته قایلیژی او ځنې به ورته د یوې پارچې یا ټوټې وچې ډوډۍ یا جواري معنی ورکوې چې دوهمه معنی ېې درسته او دقیقه ده او زه د ټوک معني (یعنې یو مړۍ) ډوډۍ ته وایی په دغه مضمون کې تاییدوم او دغه مضمون می ددې له پاره لیکلۍ چې زموږ خلک نن د ټوک په انتظار دی، پخوا به ټوک د جوماتو نو طالبانو یا مسافرو ته د کلي د کورو نه د چړیانو یا د کلیو دځنو ځوانانو له خوانه را ټولیدو او په هغو به طالبانو او مسافرو په جومات کې د چای سره یا شړومبو یا تروو سره خوړول او یا ېې په شکنه یا پیاوه یا شوربا کي میده کول او خوړل ېې او په ډې دول ېې ژوند ته ادامه ورکوله

په پشتنو کې که څوک د ټوک خواره کلمه چا ته استعمال کړي نو به هرو مرو یود بل نه خفه کیژي یا به په جنګ پیل کوي، خو د مسافرو او طالبانو له پاره بیا دغه کلمه یو عادی او عامه کلمه ده دلته بیا د (وظیفی) یا د طالبانو ته وظیفه راوړۍ کلمه استعمالوی په هر حال مهمه خبره داده چې زموږ د هیواد ډیر خلک په دغو دریو لسیزو کې ټوک خواره آموخته شوي او همیشه ټوک ته سترګې په لاره وي، اول خو په خاطر ددی چې دوی نه ورباندې ستړي کیژي دوهم دوی پیسې نه ورباندې ورکوي، دریم دغه ټوک په منت او زور نه تر لاسه کیژی او څلورم ټوک خواره د ټوک د لاس راوړلو په خاطر ځان په سل او زر ډوله امراضو - فسق او فساد - ناروا وژلو تخریباتو - کډنپ کولو - قاچاقبریو - او نورو تروریستی اعمالو شودلو او عملی کولو او بالاخره زاریو سره په خجالتی او په ځوړند سر (ټیټ سر) تر لاسه کوي او په څو ډوله وي، ټوک ته احتیاج او منتظر کسانو داسې عجیبې غریبې څیرې غوره کړې وي چې یوه زره شرم او حیا ېې په سترګو کې نه وي او ټوک تر لاسه کوي دوی که په داخل کی اوسیژۍ یا په خارج کې مهاجرین دي نو دغو ته وایی ټوک خواره، یعنی خیرات خواره ورته وایی چې نن زموږ هیواد وال دغه شۍ ډیر خوښوي.

مفت خواړه په زور هضم کیژي په ډیر مشکل هضم کیژي او همیشه انسان قبضیت وی اول خو دغه ټوک د یوه هدف یا مقصد د تر لاسه کولو په خاطر مفت ورکول شوۍ نو د (ټوک) ډوډۍ د یوه خمیردانه یا یوه کوره نه وي، ځنې ېې د غنمو د اوړو نه وي، ځني ېې د اوربشو اوړه وي، ځنې ېې باسي د څو ورځو ډوډۍ وي او ځني تازه او توده ډوډۍ وی په اکثریت کلیو کې خلک خواران وی ډیرۍ ېې سوړسک (جوارۍ) خوري نو دغه ټوک چې جوماته ته راوړل کیژي د ټولو طالبانو یا مسافرو نه بس کیژي او هرو مرو دوی اول غلمینه ډوډۍ په شدو یا شوربا یا شکنه کې میده کوي او خورې ېې له پاره ددې چې ټوک خواره خلک ماړه شي نو بیا جواري ورسره خوري یا ېې وروسته په چای کې ورسره خوري تر څو ځانونه ماړه کړي نو ټوک خواره همیشه د نس په مرض اخته کسان وي، د غربیانو خارجي هیوادو (ټوک) دغه ډالرې او پونډونه چې پرون "مجاهدینو" د افغانستان د خلگ دموکراتیک گوند په ضد د (امریکا - عربستان - غربی هیوادو او چین) نه تر لاسه کول په لومړي قدم کې مردارې پیسې وې چې خلکو د تکس له طریقه دولت ته ورکولې (یعنی د شراب خانو - پبونو - رقص کلپونو - شرابو کارخانو - فاحشه خانو - مرده ګاو خانو) پیسې وې، دوهم دغه پیسې د افغانستان د خلکو په وینو توییدو - وژل کیدو - ترور - تخریب - تور او تهمت - او دخلکو په اذیت او آزار تر لاسه کیدې او هر چا چې ډیر خلک وژل، ترورول، وطن ېې تخریبولو، نو حرام قطعی او مردارې وې چې زموږ جهادی رهبرانو او لوړ پوړو قوماندانانو او نن وزیران - کرزی- او دولتی اداری ېې تر لاسه کوي دیوه سره (ټوک دي ګدايي ده - خیرات دی) او هغه خلک چې دغه خوري هغو ته ټوک خواره وايي، دوی نه دسترخوان لری نه میلمه لري نه خیر او خیرات لري - نه ذکات او صدقه لري - او نه تلخه لري له همدې خاطره دوی پاکستان ته سر ټیټي دی ځکه دوی د پاکستان دال خواره خیرات خواره دی او پاکستان ورنه مهر شوۍ سند اخیستۍ چې تل به د پاکستان فرمان برداره "مجاهدین" اوسیژۍ نو له دې خاطره د ټوک هضم (کلمی شکوي) نو دوی تل تر تله لنګر ته منتظر کسان شمیرل کیژي او په لنګر کې هم (حضرتان - پیران - موریدان - میران) د خلکو خیراتی اوړو، غلو دانو، وزو، خسکیو او نورو څارویو ته سترګه په لاره وي) چې دغه اجتماعی توک بلل کیژي چې خلک ېې ورکوې او البته دغه ټوک د پورتنیو خلکو له پاره زهر قاتل دی.

غربیان چې ټوک درکوي یعنی خیرات درکوي د هغو زر چنده در نه بیرته اخلي او تاسې نه پوهیږۍ چې څه رنګه ېې در نه اخلی داسې ېې در نه اخلي لکه (خسکان) چې د تاسې وینه چوش کړي بیا وروسته چې خسک لاړ شي تاسې په ځان پوهیژۍ چې خسک خوړلۍ ېې او ټول ځان د تڼاکې دی، اوس هم ښه توجه وکړۍ په هغو ځایو کې چې دوی اوسیژي زما په نظر دغه ځایونه ابدا نه پریږدي اول ېې په خاطر ددې نه پریږدي چې هلته دوی ډیرې ژورې کندنکارۍ کړي او هر څه چې دوی پیدا کړې هغه ېې وړي لکه د هلمنده (یورانیم) او بیا ېې که پریږدي یعنی هغو پخوانی تالان شوي شتمنی نوره هلته نشته او سبا ته چې رسمی اډو ته ځي هغه ځایونه هم ښه دوی په نښه کړي دی چې کوم معادن او ذخایر هلته شته دوی هلته (کډې اړوی) لکه کوچیان چیرته چې اوبه وي دوی هلته کډې اړوي اوس را ځم د دوی (ري اکسپورت) ته چې څو، درکوي او څو بیرته خپلو هیوادو ته انتقالوی او په څه ډول دلته درنه وړي دلته ېې ولونۍ :

۱ - امریکا یو ملیارد دالره د افغانستان د انکشافی پروژو له پاره مفتی (خیرات) درکوي او زه او ته ېې په سترګو وینو چې په (والستریټ ژورنال کې) څومره خلک بیکاره، وږي، بیکوره او مریض مظاهری کوي چې د ګهیځ او بیګا ډوډۍ نه لري، نو آیا دوی د تا دغمه مړه دی چې خپل وږې، مریضان، بیکاران او بیکوران هلته پریږدي او دغه (ټوک) تا ته دلته مفت رالیږې ټه فکر کوې دلته (هومانیزم او بشردوستی دوی ته مطرح ده) نه خیر؟؟ دوی ته انسان د یوه سپي په شان حیثیت نه لري او په مرګ او وژلو يي خبر نه دی، خو د تا له پاره بیا واي موږ یو ملیارده ډالر وړیا درکړل، او دوی ېې غیر مستقیم په څه ډول درنه بیرته زر چنده وړې لکه ((یو مقدار د خپلو مشاورینو معاشات در نه اخلي او دغه مشاورین اکثریت ېې غله - مافیا - تروریستان او نور قرضدار بندیان دی چې افغانستان ته ېې د مشاور په نامه را لیژي او غیر مسلکی کسان دی چې په یو پلان جوړولو هم اکثریت نه پوهیژي نو دوی ته ۲۰-۴۰ زرو دالرو معاش تعینوی او د دغو معاش نه (۵۰۰۰) دالره ده ته ورکوي او نورې د دولت قرضه ورنه ګرزوي دا ېې یو ډول ژوندۍ مثال دی چې درته ېې راوړم، (زه د جنرال زلمی اوړیا خیل دفتر ته چې د اتمی ناحيي د پولیسو د ماموریت آمر وو لاړم او هلته مي دده سره څو خبرې لرلی او د یوه وراره په ارتباط ورغلۍ وم زما سره ېې ډیر انسانیت وکړو کور ېې آباد، وروسته یو سرباز را ننوتو او جنرال صاحب ته ېې ویل ستا مشاور د باندې ولاړ دی، ده ورته ویل ورته ووایه راځه، کله چې مشاور را ننوتو زما سره ېې هم روغبړ وکړو البته موږ په انګلیسي خبری وکړې او ده زما نه پوشتنه وکړه چیرته د انګریزي زده کړې ده و غیره بیا می د ده نه پوشتنه وکړه چې ته کومه رتبه لرې، ځکه دی ډیر ځوان وو، نو ده را ته ویل زه لمړۍ بریدمن یم نو ما د ځان سره ویل چې راشه کرزۍ خانه ووینه چې ستا د مسلکی پولیسو مشاورین بریدمنان دی او دغه جنابان به زموږ جنرال پولیسو ته څه مشوره ورکوي په داسې حال کې چې زلمی جنرال د پخوانیو په جرمنی کې د تحصیل کرده پولیسو یو پخوانی پولیس وو او ما هم په دی اساس پیژندو نو دغو جناب په تر ۴۰۰۰۰ دالره کم معاش درلودلو)، - دوهم ډول ېې د یوې پروژي قرارداد ۵۰۰۰۰۰ ډالره تعینوی او قراردادی ته وایی زه دغه پروژه تاته درکوم خو ۳۰۰۰۰۰ ېې ما ته په دغو بانکی نمره تحویلوی داېې بله طریقه، دریم د پروژي د جوړونکو سره لاره جوړوی د یوه ۱۰ م سیم په ځای ۵ م سیم کاروی او د ۱۰۰۰ بوجیو سیمنټو په ځای ۵۰۰ بوجۍ کاروی او ډیر نور تعمیراتی خراب او بې کیفیته چینایی مواد استعمالوی او په پروژه کې ټولي ۱۵۰ زره دالره مصرفوی او ۱۵۰ زره ددی لاری نه ځان ته او شرکت ته مفاد رسوی دایی بله طریقه ده او آخرینه او ډیره مهمه بیرته در نه ګرزونه (دوی داسې ځای کار شروع کوي چې هلته یوه تاریخی منطقه یا یو تاریخی معبد یا ځای وی) د چینایانو سره هم چې قرارداد شوۍ هلته په ملیاردو دالره د وزیرانو او شخص کرزی په واسطه حیف او میل شوې دي لکه د ((پل رباتک پل)) چې د سمنګانو خواته یو پل جوړ شوو دغه پل ما شخصا قرارداد کول او په ۶ (ښپږو) میاشتو کې می تکمیلولو خو امریکایانو دغه پل په خپله جوړ کړو دوی دلته یوه لویه منطقه احاطه کړه او مکمل یو تاریخی ښار ېې د ټولو تاریخی آبداتو سره امریکا ته یوړو او درۍ کاله ېې دوام وکړو چې نه (کرزی، نه څارنوالی، نه خاد، نه یوه ارګان) پوشتنه وکړه چې بابا دغه پل څومره کوچنۍ دی او دلته دری کاله دوی څه کوې، لکه په خپله ښاغلی خرم چې وایی طیاری ېې له هوایی میدانو نه الوزی موږ نه پوهیژو چې څه شۍ ېې را وړل او څه شۍ ېې یوړل، نو اوس زموږ خیرات خواره افغانان (باید امریکا ته زاری وکا چې د خدای روی دی ونه وزی) که تاسې ووتلۍ موږ "طالبان" او پاکستان خوري او دا واری زموږ نبیره هم ژوندۍ نه پریږدي، اوزما په عقدیده باید "طالبان" دغه ټوک خواره د یوه سره (موت ته حواله کا) په خاطر ددې چې ځانونه وپړسوي او نور رشوتونه او غلاوی وکا وطن په غربیانو تباه کا، نور د ملی ارزشتونو - د ملی غرور - د ملی هویت - د استقلال او ځمکنی بشپړتیا په قصه کې نه دي او شاید کرزۍ په بروکسیل کې د دیورند د کرښی د لاسلیک کولو له پاره آماده کا.

مړې کې هغه مینځې - چې د مینځو کالی مینځي (مرګ په هغو کسانو چې د پاکستان - ایران امریکا او عربانو) نوکران او ګوډاګیان او ټوک خواره دي او وو!

 

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !