شنبه، ۱۶ نوامبر ۲۰۱۹

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد



ولــــی منگــل

 

 

د ملي دموکراتیکو ځواکونو د ویښتیا او د هغوی د وحدت اړتیا او مسئولیت په داسې حال او اوضاع کې رامنځ ته کیږي چې، هېواد او ټولنه لا نوره هم د اوږده ناوړین او بحران پر لور درومي او په یوه خونړي ګرداب کې غرقیږي؛

جګړه، ظلم، ټولنیزه بې عدالتي او د بې وزلۍ غمیزه هره ورځ زموږه له ټولنې قرباني اخلي؛ نوې سرمایداري مرحله لکه د انساني وینو ویالې، زموږه له سترګو تېریږي؛ د اخلاقي معنویاتو او ارزشونو ځای مادیات نیسي؛ موړ لا مړیږي، او وږی لا پسې وږی او نهار کیږي. د هېواد معدنیات او زېرمې زموږ د سترګو پر مخ لوټ او تالا کیږي. د هېواد آزادي او استقلال له منځه تللی دي.

په دې خاطر ده چې، د ملي دموکراتیکو، هغه قووتونه چې د یوه غوړیدلي افغانستان، د یوې هوسا ټولنې؛ چېرته چه ټولنیز عدالت، رېښتبني دموکراسي او رښتینې ولسي ولسواکي، تامین وي، دنده اومسئولیت دی، چې د یوه مشترک پلاتفورم، کړنلارې او شعار لاندې په یوه پراخه جبهه یا ائتلاف کې راټول شي؛ په پرګنو کې پراخ سیاسي نفوذ وکړي، را بیدار یې کړي؛ د خپلو پر حقه غوښتنو او نیازونو د لاسته راوړونو لپاره یې د مبارزې لپاره لارښوونه او لارښودنه وکړي؛ او په دې لار کې یې مخکښاناو مشعل لګونکي شي.

ځکه تر څو چې په ټولنه کې پراخې منځينۍ، بې وزلې پرګنې، د ستم لاندې بزګران او کارګران ځوان روڼ اندی قشر را ویښ نه شي؛ او هغوی نړلید، او سیاسي شعور تر لاسه نه کړي، چپ ملي دموکراتیک غورځنګونه نه شي کولای چې بري ته ورسیږي، دغې تراژيدۍ ته خاتمه ورکړي او خپل رسالت ترسره کړي.

يو څه چې د یادولو وړ دي؛ هغه دادي چې ''چپ'' حتمي په دې مانا ده چې هغه دې کمونیستي غورځنک واوسي. دغلته چپ هر هغه ځواک دی چې د ټولنیزې بې عدالتۍ، نابرابرۍ، ظلم، استبداد او د ټولنې د شاته تګ او یا ټولنه په یوه متوقف حالت کې پرېښودل کیږي، پر ضد یې مبارزه، هڅه او هاند دي.

نن په افغانستان کې د یوه ولسي اوښتون او بدلون لپار ذهني او عیني شرایط موجود دي؛ ځکه هغه څوک چې پاس د قدرت په ماته ګا‌‌‌‌‌‌ډۍ ناست دي، د چلولو توان يې له لاسه ورکړی دی او یا ورکوي یې؛ او کوز یا کښته ولس د هغه بیعت نه کوي او د هغه واکمنۍ ته نور 'نه' وایي.

څوک دي چې ''دا د خدای زور او قهر'' یعنې ولس، د حاکمې کړۍ چې د ولس پر ګردو پراته ده، منسجم کړي، رهبري یې کړي تر څو هغه له واکه وغورځوي؟

روښانه خبره ده هغه د حق او عدالت، ټولنیزې بې عدالت ضد ملي ترقيخوا او وطنپال ځواکونه دي او د هغوی د ګ‌‌‌‌‌‌ډ ائتلاف تاریخي رسالت او مسئولیت دی.

خو داسې مترقي ځواک، ګوند یا ائتلاف لا نه شته چې د دغو شرایطو نه په ګټه اخېستلو سره یوه ولسي، پرګنیز د مظلومو طبقو د پاڅون لپاره د مخکښ دنده پرغاړه واخلي، مشري او لارښودنه یې وکړي.

داسې ځواک هغه وخت رامنځ ته کېدای شي چې د علمي انقلابي تیورې؛ چپې مترقي فکر او شعور، ذهني اند نه برخمن، باورمند او عقیده من وي.

زموږ هېوادوال په تېره بیا مظلومه طبقه د هغې مایوسۍ چې ؛؛نه کیږي؛؛ په ذهني بحران کې راګیردي. څوک دي چې ورته ووایي چې ؛؛کیږي؛؛،

هغه ملي دموکراتیک عدالت غوښتونکي، د یوې نېکمرغې هوسا ټولنې د یوې روښانه راتلونکې د جوړونې، د یوه ځواب ورکوونکي، قانون نا ماتونکی حکومت متعهد ملتپال او وطن پال ځواکونه دي.

د افسوس ځای دی چې، د ملي مترقي چپ پلوو په تېر حاکمیت کې هم داسې کسان کم نه وو؛ او د نن ورځې په ورته ګوندونو کې هم کم نه دي چې وایي ؛؛نه کیږي؛؛ په غمیزه کې ګیر دي. .

ان ځينو خو د خپلو مرامونو او هدفونو نه هم تېر شول؛ او د تورې ارتجاع سره یو ځای شول.

د چپ مترقي افکارو کلاسیکان او د دغې تیورۍ بنسټ ایښودونکي؛ موږ ته را زده کوي چې دا یوه قانونمندي ده؛ چې د مبارزې په دغه اوږده بهیر کې نهایي بریا د هغوی ده.؛ خو په دې شرط چې د خپلې دغې پر حقه مبارزې څخه څوک ستړي او مایوسه نه شي؛ او مایوسه او ستړي کیږي به هغه څوک چې، د سیاسي شعور او سواد او انقلابي علمي تیورۍ نه بې خبره وي؛ او نا خبري له دغې تیورۍ نه، ناباورمندي رامنځ ته کوي؛ او ناباورمندي، دې دغه بهیر مزل نور هم اوږدوي.

نوې انقلابي تیوري

په دغې تیورۍ کې انقلاب حتمي په دې مانا نه دی، چې په ټولنه کې دې د یوه مترقي اوښتون یا بدلون لپاره دې وینه تویه شي او یا د یوه عوام غولونکي ناکارا، په سياسي او اقتصاد فساد ککړ نظام د تغییر لپاره ده ‌‌‌‌‌‌ډوکي مات شي او یا د نظام اساسات او بنسټونه دې ویجاړ شي.

که د 'زړې انقلابي تیورۍ' تعریف په ټولنه کې د دیالیکتیکي قانون د کمي او کیفي تغییراتو او د رامنځ ته شویو ټکرونو او تضادونو پر سر بحث دی؛ د خودکامه او دیکتاتوري، ټولواکي رژيمونو د هغوی د ځان ته جوړ شویو آینو او قوانینو له بېخه له منځه وړل دي؛ او پر ځای یې د کارګري طبقې دیکتاتوري ګوند قدرت ته رسول دي.

په نوې انقلابي تیورۍ کې، ټکر د نظام د اساساتو سره او د هغه د قانون سره نه دی، ټکر د یوې واکمنې، درغلګرې، مفسدې حلقې سره دی، چې د بهر څخه د صادره شوې دموکراسۍ پر مټ په جعل او تزویر د خلکو پر اوګو سپاره ده.

دغلته موږ هر هغه مترقي بدلون ته چې ټولنه له بېخه د پرمختګ او مترقي نوښتونو او بدلونونو په لور وخوځوي، چېرته چې انساني ارزښتونه، ټولنیز عدالت، انساني حقوق، فردي مسئونیت او عدالت، آزادي او برابري، رفاه او ښه راتلونکې پکې تضمین او خوندي وي، انقلاب ویلی شو.

په دغې تیورۍ کې د مترقي بدلون یا اوښتون لپاره، اړینه نه ده چې د هغه متحرکه قوه یا ځواک دې حتمآ پرولیتري انقلابي ګوند وي.

د ملي مترقي قوتونو ائتلاف په دې شرایطو کې د نظام اصلاح او د بې کفایفه واکمنانو د لیرې کولو اود مترقي بدلون په مانا ده.

هر هغه ملي مترقي بدلون چې د یوه استبداي، دیکتاتوري، نا مشروع، عوام غولونکي، مفسد نظام یا رژيم نه وروسته راځي او ځای ناستی یې کیږي، هغه یو اوښتون او انقلاب دی؛ ځکه چې دې دغه بدلون سره د هېواد اکثره د مظلومې او بې وزلې طبقې هیلې تړلې دي؛ چې نور نه غواړي د یوې ظالمې حاکمې کړۍ لاندې ژوند وکړي، ځکه چې نور راپاڅيدلي چې خپل حقه حقونه ترلاسه کړي؛ او د هغوی حقونه تامین او خونديوي؛

ځکه چې هغوی پراخ مترقي بدلونونه، يو ځواب ورکوونکي، کارکوونکی او د ټولنیز عدالت پلي کوونکی، د هېواد د رفاه او غوړیدنې، د یوې ښکلې نېکمرغه راتلونکې حکومت غواړي؛ او سیاسي اوافتصادي فساد، ظلم او ناروا له منځه وړل غواړي.

په سیاسي او اقتصادي فساد ککړ نظام هغه دی چې، په فرېب او نیرنګ، دغلکارۍ او د هغو پيسو په زور چې له خلکو یې شکولې دي، د خلکو پر اوږو سپور وي او د ځان د مشروعیت لپاره د درغلۍ او غلاشوېو رایو له لارې ځان مشروع کوي.

د یادولو وړ بولم چې دې دغو انساني موخو او هدفونو لپاره د هر دولتي قانون په چوکاټ کې چې وي، ملي مترقي دموکراتیک ائتلاف، حق لري چې هغه ترلاسه کړي.

ځکه کله کله قانون له ډېرو ښو انساني ارزښتونو، معنویاتو او مدنیاتو ډک وي، خو قانون چلوونکي یې په سیاسي او اخلاقي فساد ککړ وي او د قانون په پلي کولو کې بې تفاوته، ‌ؤ ناکارا او بې پرواوي. د داسې واکمنو لپاره قانون د قدرت د اوږدولو لپاره تشه یوه وسیله وي؛ چې د واکمن واک په خطر کې وي؛ بیا د قانون مادې وړاندې کوي، چې د خلکو ګټې په خطر کې وي بیا د قانون فیصلې.

تاکید باید وشي؛ موږ دې دغه قانونون پر ضد مبارزه نه کوو، موږ د قانون د اصل پلي کولو په خاطر مبارزه کوو چې حاکمه کړۍ پکې پاتې راغلې ده.

 د مبارزې په دې بهیر کې نه باید ملي مترقي او ټولنیز عدالت پلوه قوتونه د موقتي مفاداتو لپاره د حاکمه بې کفایته د اکثریت ملت د کرکې او نفرت کړۍ سره سازشونه او جوړجاړی وکړي؛ ځکه چې دا ډول عمل، په جنبش او تحریک کې د انحراف رېښه تولیدوي او مترقي قوتونه له خپلو غایي ارمانونو او مرامونو نه کږلارې ته سوق کوي.

په اوسني وخت کې له هر څه مخکې د ملي دموکراتیکو مترقي ځواکونو د ائتلاف یا اتحاد اړتیا ده چې د یوه ګډی کړنلارې، مراملارې او پلاتفورم لاندې سره راغونډ او یو موټی شي. د ځاني محورۍ، ګروهي، فرکسیوني، شخصي ګټې او ځاني غوښتنو، د رهبریت او مشرتوب رنځ او مرض پر ځای، ملي هېوادنۍ سترې انسان دوستانه ګټې ارمانونه د خپل ضمیر سترګو ته ودروي.

هغوی یوازینی بدیل او الترنتیف دی چې، کولای شي هېواد او ټولنه د یوې اوږدې غمیزې او بحران نه خلاصه کړي.

 ۱۶  نومبر ۲۰۱۹ - ۲۵ لړم ۱۳۹۸