نثار احمـــد بهین

 

ځان ځانی:

 

دلته څوک دچا له حاله خبر ندی

معتبر له غریب، خواره خبر ندی

ځان ځانی ده هر څوک ډوب خپلو خولو کی

څوک د چا له کارو باره خبر ندی

دلته لوبه د ډالر او د کلدار ده

کلیوال له خپله ښاره خبر ندی

داسی بده بلا راغله پدی خاوری

چی اولاد له خپله پلاره خبر ندی

محبت او مینه ورک شول لدی ملکه

دا مجنون بیا له خپل یاره خبر ندی

لیونتوب او بد ماشی د ورځی مډ شو

اوس سرباز له منصبداره خبر ندی

لوټماری او قاچاق هومره رواج وموند

چی کارګر بیا له کارداره خبر ندی

چالو ول په نشه یی ټوکو هم راغی

پوډری نور له خماره خبر ندی

رشوتونه دی چی ورځ په ورځ زیاتیږی

بیا رییس له ټیکه داره خبر ندی

هر چا ځان د یوی «انجو» پوری تړلی

هیڅ وزیر له تحویلداره خبر ندی

د انسان ارزښت شو کم د افغان ملک کی

دکاندار له خریداره خبر ندی

دا د دین او د ایمان خبره پریږده

دلته څوک له «کردګاره» خبر ندی

«بهین» هسی دی خپه له بیګانه وو

وطندار له وطنداره خبر ندی

خدایه دا ملک دی په څه بلا اخته کړ؟

چی طبیب مو له بیماره خبر ندی

ــــــــــــ

ماینس:۱۰ـ ۵ـ۲۰۱۴

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org