سه شنبه، ۲۰ مارچ ۲۰۰۷

 

باور

اسدالله زمری

 

د غربت توره نړۍ ده، پکې یار او نه دلبر شته

نه په دې سکاره جهان کې، مې د ګران وطن اثر شته

نه رڼا ملکوتي ده، نه جلوه د ملائیکو

نه د حورو د وصال شوق، نه نیشه ئې د کوثر شته

نه د لمر تندي ځلیږی، نه سپوږ مۍ په خرام خیږي

نه د ستورو مرکې شته، نه ماښام شته نه سحر شته

نه د بوټو د نمو غږ، نه د ونو د مستۍ شور

نه ګلونو کې څه بوی شته، نه غوټیو کې ساغر شته

نه څپې سمندرې دې، نه ځړوبو کې غوغا ده

نه ماهی ښوري اوبو کې، نه غواص او نه ګوهر شته

نه داور لمبه توده ده، نه د یخو کنګل ښکاری

نه هوا ده سندریزه، نه فضا کې شور اور شر شته

نه له خولو نه آواز خیږي، نه د چا غوږ ته څه رسی

نه د بوی اثر په څه کې، نه د چا روښان بصر شته

نه احساس د انسانان، نه خوښۍ او نه غم ښکاری

نه څه نښه د زړه سوی شته، نه دغم شریک بشر شته

*   *   *

 هغه څه چې نن راغلي د افغان په عدن باندی

نه جوړه ئې دوزخو کې، نه قصه ئې په سقر شته

هر دریاب لمبه، لمبه دی، ځمکه خوځی لکه ټال نن

ته به وائې دې وطن کې نه دروند والی شته نه غر شته

توفانونه دې چې ښوري، بلا ګاني دې چې اوري

نه د نوح څه اثر وینم، نه دعاوو کې اثر شته

اسمانونه رالویدلي، ستوری ټول را ټکیدلي

لمر ورک شوی دې له خلکو، نه څراغ شته نه قمر شته

مرګ اوریږی په دې خلکو، ویر ژړیږی په دې خلکو

دا وطن د ماتمونو، ده کې کله بل منظر شته

یا پری ډکې شولې کندې یا پرې ولویدل کمرونه

بې حسابه، بی حسابه، اوس نه کنده نه کمر شته

په غمونو کې اوبه شوه حوصله نوره د خلکو

چې به سل ځایه غوڅ نه وي نه کوم زړه او نه ځیګر شته

دا زمونږ د اوښکو موج ته نړیوال هک او حیران دي

نه سیندونو کې ئې مثل، نه ثانی ئې سمندر شته

څوک به داسی تالان جوړکړی، په خپل کور اوخپل کهول کې

نه مسلم چیرته پیدا شو نه هم دغسی کافر شته

مړی وکښل شول له ګوره دا قیامت نه ده نو څه ده؟

کوم منکر ویلی دا وه :نه قیامت شته نه محشر شته

د تاریخ سترګی وړندیږی، د فرهنګ مری غوڅیږی

نه د منعی مټ کې زور شته، نه څه نښه د حذر شته

د یما توغونه سوځي، د نوروز ډهلونه چوي

نه اتڼ د څڼورو، نه ښادې او نه اختر شته

په نغمو د بلبلانو، د بندیز زولنې  لګې

نه د ګل څیره غوړیږی، نه بورا، نه ئې وزر شته

د وږمو ا و پر خی مخ ته، دي کړ کۍ زمونږ تړلي

د غوټیو غوړیدو ته نه ګذر شته اونه در شته

له نارنج نه انځر جوړ دی، ګل ئې نه ښکاری په سترګو

که رښتیا هم لږ څه ځیر شی، نه نارنج شته نه انځر شته

 

 ستر قوت وو په دنیا کې د افغان میړني خلک

اوس ئې توره پڅه ښکاري، نه ئې زور نه ئې لښکر ښته

چې پردو ته ئې ورنیغ کړی، د غیرت په هوډ او ننګه

ددې خوار ولس په کور کې نه اغزی شته نه خنجر شته

دا چې خاندو یو تر بله، دا دغم له زوره خاندو

کنه وګوري عالمه لا په زړو کې مو نیشتر شته

 *   *   *

 د سبا په هیله پایو، د رڼا په مینه  پایو

په سپیدو د سباوون کې د یو نوی ژوند خبر شته

د یووالی مټۍ ورکړی، د یوه ملت زمریو

هیر ئې نه کړی چې نفاق کې د نیستۍ او مرګ ضرر شته

ځې چې یو بل ته ډیوه شو، ځې چې یو بل ته لارښود شو

مونږ پخپله ستر قوت یو، مونږ کې سر اوهم سرور شته

دلته  پاتی ککرۍ دې د پردیو  یرغلګرو

دې ولس کې لا تر اوسه زوړ قوت د ستر ظفر شته

چې آمو مو ورته نیل کړ فرعون مو پکې ډوب کړ

د وطن پاکه کعبه کې لا بتون د آذ ر شته

له ماسکو تر واشنګټنه، له تهران تر پاکستانه

تور لاسونه به غوڅیږی چې میراث مونږ ته جمدر شته

سترګې وباسی در جار شم د پردو د غلامانو

چې مو وژنی یو تر بل، خپل کاله کې مو دا شر شته

 *   *   *

 دا وطن به بیا وطن شی، سره ټول به روح او تن شی

دا به وښیو دنیا ته چې په مونږ کې دا هنر شته

دا بیابان به بیا ودان شی، دا مېري به ګلستان شي

یو به بیا سره افغان شی، په دی ملک کې دا ګوهر شته

بیا به جوړ نارنج محشر کړی، له ښه بویه ننګرهارکې

ددې ونې اصیل بیخ کې خوندور اصیل ثمر شته

 

لاله زار به د مزار هم په خندا شی کندهار ته

د هرات په پاکه خاوره د ملی وحدت شرر شته

سره یا قوت دبد خشان به د پنجشیر زمرد ښکل کړي

ددې غرونو دزړو تل کې د ورورۍ اصیل زیور شته

د لغمان د پوهی څرک به د کاوون له څوکو واوړي

د هلمند په کنارو کې لا بی شمیره هنرور شته

تاکستان به د پروان هم د بامیان په اوږو خپور شي

په نښترو د پکتیا کې د ملی غرور اثر شته

د باد غیس د پستې خولې به د کن ړ شفق ته خاندی

د ورور ۍ د وینو جوش کې دا ګوهر شته دا هنر شته

شبر غان به چراغان کړی د وطن تیاره ګوټونه

ددې ځمکې دزړه تل کې دا ګوهر او داسی زر شته

د کفن پر ځای به پټ کړې ژوندی تن ددې وګړو

د کندز ښکلې وادې کې بی يایانه دا سپین زر شته

د آقچې او مور غالۍ به د هغو قدم ته فرش شی

چې ئې ټول افغان ولس ته یواحساس او یو نظر شته

ټول به ټول په یوه خوان شی دښمنان به مو پریشان شی

دا به ټوله نړی وینی چې نه کوز مونږ کې نه بر شته

بیا به شین شی له خند نه دا سپیره کابل دنیا ته

تل دې ګران افغانستان وی څوچې دغه بحر او بر شته

بیا افسر به مې افغان شی دزړه سر به مې افغان شی

لر او بر به مې افغان شی د زمری دغه باورشته

 

 

 

www.esalat.org