مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

انجینر داؤد اڅک

۵- ۸-۲۰۱۷

 

کاریزما χάρισμα  په اصل کي یوناني کلیمه ده چي په لغت کي د «ذاتي جذابیت» معنا ورکوي او فردي یا ځانګړي صفتونه بیانوي چي په ځینو ځایونو کي د استعداد، نعمت، روحاني جذبه او داسي نورو په مفهوم هم کارول کیږي. په اصطلاح کي د یوه رهبر هغه نبوغ او جذابیت دی چي پخپلو پلویانو کي د محبوبیت، تآثیر ښندني او اعتماد سبب کیږي.  په بل عبارت د ښې او فوق العاده رهبرۍ قدرت ته کاریزما ویل سوی ده.

کاریزما د ماکس وبر نه مخکي ډیره مروجه اصطلاح نه وه او یوازی په مسیحیت پوري تړلې وه چي د خدایي تحفې یا آسماني ډالۍ په معنا کاریدل خو کله چي الماني ماکس وبر د نهه لسمي پیړۍ په آخر کي د (کاریزماتیک حاکمیت) اصطلاح راپورته کړل نوموړي اصطلاح پراختیا وموندل او د شلمي پیړۍ په نیمایي کی په علومو په تیره بیا په سیاست ګډه سول.

د کاریزما په هکله هم اندونه بیل دي ځني د نظر خاوندان وایي چي کاریزما خدایي تحفه ده چي ځینو یا خاصو شخصیتو ته ورکول کیږي خو ځیني بیا باور لری چي کاریزما ټولنیزه پدیده ده او کسبیږي. ځني فیلسوفان ټولنیز او تاریخي شرایط د کاریزما ځالګۍ بولي خو ماکس وبر بیا پدې اند دی چي کاریزماتیکه رهبري پخپله په شخص او دده په شرایطو پوري تړلې ده.

فرانسوۍ میرمن اولیوافاکس پخپل کتاب The Charisma Myth کی ټینګار کوي چي کاریزما هم ذاتي برخه لري او هم په محیط کي زده کیږي چي زه هم په همدغه اند یم.

ځکه نو کاریزما هم د نورو مفاهیمو په څیر بیل بیل تعریف سوی ده، د بیلګي په ډول ماکس وبر وایي چي:

«کاریزما د یوه فرد شخصي ځانګړتیاوی دي».

په امریکایي هرتیج قاموس American Heritage Dictionary کي کاریزما داسي تعریف سوې ده:

«په رهبرانو کي هغه شخصي او نایابه ځانګړتیاوي دي چي په خپلو مخاطبو کي وفاداري او د خوښۍ خالص او عمیق- ژور- اشتیاق را زیږوي».

امریکایي مورتین سن پخپل کتاب THE LAWS OF CHARISMA کي پر کاریزما باندي هر اړخیزه بانډار کړی دی او پدې هکله وايي چي:

کاریزما یوازي جذابیت، وفاداري، ګرانښت او هیجان نه دی بلکه د اعتماد هغه حس دی چي د مخاطب د آرامي او راحت سبب کیږي چي په عین حال کي باور او اعتبار را منځته کوي، بالاخره کاریزما داسي تعریفوي:

«کاریزما هغه توانمندي ده چي په آساني سره ارتباط ټینګوي، پر نورو خپل فکري اثر ښندي او خپلو پلویانو ته د کامیابۍ او وفاداره ملګرو د پیداکولو لپاره الهام وربخښې» .

فرهنګ فارسی (لغات نامه معین) کاریزما داسي تعریف کړی ده:

«د یوه فرد جذابیت او شخصیت دی چي کولای سي په خلګو کی نفوذ وکړي او هغوی و شور او قربانۍ ته حاضر کړي» .

زه کاریزما داسي در پیژنم:

کاریزما د یوه شخصیت یا رهبر هغه ځانګړې ذهني توانمندي او خلاقیت دی چي د هغه پواسطه د خلګو پر اذهانو اثر ښندي او په زړونو کي ئې ځای نیسي.

کاریزماتیک شخصیت

شخصیت Personality د فکر، احساس او سلوک ټولګه ده چي د محیط د تعامل سره د یو فرد شخصي سبک جوړوي، یعني شخصیت د ځانګړو افکارو، سلوکو او احساساتو ټولګه ده په یو شخص کي.

امریکایي روانپوه ګوردن شخصیت داسي تعریفوي:

«شخصیت په یو فرد کي دننه د رواني او فیزیکي متحرکو نظامونو غنچه بندي ده چي د هغه فرد سلوک او تفکر ټاکي».

سیاسي ټولنپوهنه د شخصیت په هکله وایي:

هر هغه څوک چي د ټولني د عطف نقطې ته حرکت ورکړی شخصیت دی.

زه شخصیت داسي تعریفوم:

شخصیت هغه مهربانه اخلاقي کرکټر دی چي د هر ډول امتیازاتو یا مجازاتو په مقابل کي خپلو اهدافو او اصولو ته وفادار پاته سي.

په ټولنه کي د شخصیت یوه غښتلې ځانګړتیا داده چي جوړه نلري یعني یو شخصیت په دوو خلګو کی نه را ښکاره کیږي.  

خو کاریزماتیک شخصیت لږ بیل بحث دی چي فریدریش نیچه آلماني شاعر او فیلسوف په الماني ژبه کي ابرمرد Übermensch یا کامل انسان ورته ویلي دي چي د هر ډول خوف او خرافه څخه آزاد وي، جهان- نړۍ- ئې داسي قبول کړی وي څنګه چي وجود لري.

مورتین سن په خپل کتاب کي د کاریزماتیک شخصیت په هکله داسي لیکي:

«کله چي د کاریزماتیک شخصیت سره مخامخ سۍ په آساني سره تشخیص کولای سۍ چي هغه په خلګو کي ځلیږي او خلګ د کاریزماتیک شخصیت په څنګ کي د افتخار او ښوالي احساس کوي» .

زه هم د کاریزما او شخصیت په یو ځای کیدو سره کاریزماتیک شخصیت داسي در معرفي کوم:

کاریزماتیک هغه جذابه اخلاقي شخصیت دی چي د بلاغت په علم پوه، انتقاد منونکی، د خاص استعداد او ثبات خاوند وي.

کاریزماتیک شخصیت باید د محتاطانه او هدفمند حرکت، منظمي او با ارتباطه خبري، په صحبت کی محبت او مسکا، د موضوع ښه افاده کول په حرکاتو، د بې وخته او بې ځایه خبرو څخه پرهیز، مثبت فکر کول او د منفي مفاهیمو څخه د ډډه کولو سره سره ډیر مهارتونه ولري، خو فلسفې په عام ډول د کاریزماتیک رهبریت څو ځانګړتیاوي په لاندي ډول په نښه کړیدي:

- د کاریزماتیک رهبر لومړۍ ځانګړتیا په صادقانه ډول د خپلو ځانګړو اهدافو روښانه کول دي و خپلو پلویانو ته.

- کاریزماتیک رهبر یا شخصیت په خپلو کړونو او باورونو کي ثابت قدم او پر ځان مطمئن وي.

- کاریزماتیک رهبر باید خپلو پلویانو ته دا آزادي ورکړي چي هغوی دی د رهبر په حیث قبلوي او که نه.

- کاریزماتیکه رهبري د ځان لپاره نه بلکه د خپل سیاسي او ملي اهدافو لپاره مبارزه کوي او اهدافو ته د رسیدلو لپاره هر ډول ریسک (توکل)- خطر- قبلوي او د پوره زغم خاوند وي.

- کاریزماتیک رهبران د خپل نفوذ او پرمختګ لپاره نوي سلوک، کړنلاري او رویشونه لټوي څو ګټه ځني واخلي.

 

 

 

 

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)