دوشنبه، ۲۲ سپتامبر ۲۰۱۹

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


انجینر محمود صافی

 

د دکتور نجیب الله

 د تراژیدی شهادت او افغانی تاریخی غمیزی لنډه یادونه

 

 

د میزان د میاشتی پنځمه (۵) هجری شمسی ۱۳۹۸ کال د ستر ملی اتل او د سولی د سپرسالار او موسس د خدای بخښلی دکتور نجیب دشهادت (۲۳) تلین سره برابره ده. ډیره په ځای ده چه د ستر او لوی شخصیت په باره کی څو لنډو کرښو ته اشاره وکړم.

د هغه شهادت دوه اساسی عوامل درلودل: داخلی، خارجی.

داخلی: د ګران افغانستان تاریخ شاهد دی چه د قدرت د پاره ورور د ورور سترګی ویستلی دی. رښتیا او حقیقت سید جمال الدین افغانی ویلی دی چه افغانانو په بی اتفاقی کی اتفاق کړی دی. د ګوند په حاکمیت کی رهبری د ګوند د دیکتاتوری او تشدد لاره خپله کړه. یو د بل په خیټه د قهر او غضب او دیکتاتوری او تشدد چړی ومنډلی. چه تفصیل یی په دی لنډ یادداشت کی ممکن نه دی. نتیجه دا شوه چه وطن او ګوند ډوپ (غرق)، تباه او برباد شوه. ټول دولتی ساختارونه په غنیمت یوړل شوه. او د وطن مادی او معنوی شتمنی لوټ (چور) او چپاول شوی. دا د هغه بی تجربی ګوندی غوړه مالانو او دلالانو بی اتفاقی د کار نتیجه وه چه داکتر نجیب یی چارپیر کړی وه. چا په خپل دفتر کی د بی کفایتی خودکشی وکړی. اوس یی څوک نوم په خوله نه اخلی. په غارو او سوریو ننوتلی دی. داسی شرایط تنګ شوه چه داکتر ملل متحد دفتر کی پناهنده او بندی شوه او دشمن ته په لاس ورغي تر څو د هغه د شهادت فاجعه د آی اس آی د خواه د طالبانو اجیرانو تر نوم لاندی د ټولو بشری، او بین المللی، قوانینو په خلاف سرته ورسیدل. او افغانان یی د غم په ټغر کینول.

بهرنی (خارجی) عوامل:

دا قضاوت به تاریخ ته پریږدو چه ختیځ ابر قدرت او سیستم داکتر نجیب د خپلو اهدافو قربانی کړه. جبر د زمان ملی او بین المللی وضیعت او شرایط پر هغه د شهادت تر حد تحمیل شوه .داکتر نجیب د وطن رښتینی زوی، توانا، خلاق، ځوان رهبر او مشر وه. د هغه د نوم سره سوله تړلۍ ده، د سولی شهید او د سولی سمبول وه. ډیر ریښتینۍ (صادق) او مدبر شخصیت وه خپل ولس او خلک پری ډیر ګران وه. وطن ته د خدمت په لار کی ډیر څه غوښتل خو میسر نشول. تاریخ به په زرینو کرښو د هغه کارنامی ثبت کړی. داکتر نجیب سره اقوام متحده، د سیاه جهنمی سازمان د هغوی ځانګړی استازی بینن سیوان، په یوه لویه اوپراتیفی لوبه کی د سولی تر نوم لاندی د جعلی ضمانت په ورکولو سره هغه ته ډوکه (فریب) ورکړه. کورنۍ او بهرنۍ ساحه پری تنګه په ملل متحد کی یی پناهنده او سیاسی بندی کړه تر څو د وطن د اذلی او دایمی دښمن تور مخو پنجابیانو له خواه د خپلو اجیرانو په نوم په اصطلاح طالبان په شهادت ورسیده. افغان ولس به دا د زهرو غړپ هیڅکله د یاده و نه باسی غچ اخیستل یی په افغان اولس رښتینی پور دی چه ادا یی کړی. او دا اوپراتیفی لوبه د لویدیځ او ختیځ په منځ کی روانه ده. اوس هم وطن د دوه وینی زبیښونکو نړیوال بلاووه خوله کی دی. نیمی دنیا وینی پکی وبهیدی لا تر اوسه یی انجام معلوم نه دی افغان نسل کشی په شدت روانه ده. ټول نړۍ یی سیل بین دی.

افغان ولس ته:  هوښیار شی، تر څو قربانی کیږی. بس کړی او بس کړی نه ټوپک زمونږ دی نه مرمی، جنګ پردی دی. نسل کشی بنده کړی. رښتیا هم افغان جنګ د دنیا جنګ دی. سوله یی که راغله د دنیا سوله به وی.

داکتر نجیب الله ته: ته هغه د سرو زرو جګ غر ویی چه دښمنو وطن ته د خدمت په لار کی په افغانستان پیروزو نکړی. ستا محبوبیت او معنویت د هر رښتینی افغان زړه کی ځای لری، ته د افغان اولس زرین تاریخ او افتخار یی، د سولی او سوکالی سیاسی موسس، په ولس او وطن زړه سوانده او مهربان ویی. حقیقی ملی اتل یی روح دی ښاد اوسه جنتونه دی نصیب شه

افغان ولس او خلک هیڅکله تا د یاده نه باسی.

د سیاست ځینی می هله زړګی تور شووه ×× چه نجیب شرین ګفتار زمونږ استاد لاړ.

ځینی ځینی به خوشحال او ډیر خفه هم ×× په کفن کی ښه تاوکړی سالار لاړ.

شاعر وایی:

په جهان د میړنو دی دا دوه کاره ×× چه یادیږی په سندرو یا په ویر.

په درنا وی.