"په افغانستان کی د خونړی جگړی دوام د پښتنو او بلوڅو تاریخی حقوق

 هډو تر سیوری لاندی راوستی نه شی" 

ببرک کارمل

 

د پښتنو او بلوڅو وروڼو د یووالی تلپاتی مینه

 

 ښاغلی ببرک کارمل د خپلی مبارزی د پیل له بهیر سره سم هر کله چی د پښتنو او بلوڅو وروڼو د یووالی سره تلپاتی مینه درلوده.

د دی ټکی د ثبوت لپاره ټول هغه کسان چی د افغانستان داخلی سیاسی حالات یی له نظره تیر شوی هیڅ اړتیا نه لری، دا ځکه چی دوی پخپله د همدی تلپاتی مینی د څړیکو احساس یی په ټوله معنا کول.

کله چی د خلق او پرچم جریدی پر خپلو خپرونو پیل وکړل د همدی څیړونو اساسی سرخط د دیورند د بدنامی کرښی ړنگول د پښتنو او بلوڅو وروڼو د یووالی سپیڅلی ارمان څرگندول و.

د پښتونستان د ورځی لمانځل چی د وږی د پنځمی نیټی سره سمون خوری د گوند مشران به په ډیره مینه د حقیقت د څرگندولو لپاره په پراخو مظاهرو خپله تلپاتی مینه د پښتنو او بلوڅو وروڼو د سیاسی حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره په څرگند ډول خپلو وطنوالو او نړیوالو ښودل..

کله چی په پاکستان کی مارشالا د چار صدمی تراژیدی مینځته راوستل او ډیر بیگناه کسان ووژل شول، په دی اړوند به د پښتونستان په واټ او یا په غازی ستډیوم کی د پښتنو او بلوڅو مشرانو خپلی بیانیی ورکولی، چی د گوند د مشرتابه لخوا یی تود هرکلی کیدی.

 د پښتنو او بلوڅو مشرانو لکه خان عبدالغفار خان، خان عبدالصمد خان، اجمل خټک د افغانستان خلګ دموکراتیک گوند له مشرانو سره د دوی د تودی مینی له امله ډیری نږدی اړیکی درلودی. د خان عبدالغفار خان سره د خدای پامانی لپاره د افغانی دود له امله په خپله د ښاغلی ببرک کارمل او مشرتابه نور غړی تگ د کمکی خیبر تر دری پوری پخپله د پښتنو او بلوڅو د حقوقو د تر لاسه کولو لپاره د هغی پتمنی مینه څرگندول دی چی همدا اوس هم زیږه پښتانه د هغی له جاذبی نه ځان سوا  نشی  ګڼلای .

د حاکمیت په وخت کی د اقوامو قبایلو وزارت ډیره عمده او بنسټیزه پاملرنه د پښتنو او بلوڅو له حقوقو نه د ښاغلی ببرک کارمل د خاصی پاملرنی له امله ارزښتناک خدمتونه تر سره کړ.

د پښتنو ستر نومیالی مشر خان عبدالغفار خان  د معالجی لپاره افغانستان د هغه نومیالی شخصیت خپل کور و او د همدی مینی له امله خان صاحب وصیت کړی و چی ما به په جلال آباد کی خاورو ته وسپاری.

د خان صاحب مینه له افغانانو سره د افغانانو تلپاتی مینی ته په پښتنواله ژبه منطقی ځواب و ، چی اوس د هر مبارز پښتون لپاره د خان صاحب زیارت د درناووی او ویاړ محل ګرځیدلی دی .

ښاغلی ببرک کارمل د خان عبدالصمد خان د شهادت د ځورونکی پیښی په اړوند د خلکو اراده څرګنده کړه او د پاکستان ظالمو حاکمانو د چلند د ټکولو لپاره یی ذهنیتونه وپارول.

هوکی! د ښاغلی ببرک کارمل مینه د یو نه هیریدونکی حقیقت په توګه او د یو بل مثال د اصل په معنی د پښتنو او بلوڅو د تاریخی حقوقو د تر لاسه کولو لپاره هغه درنه تومنه څرګندوی چی د ژوند په اوږدو کی به د دی نامتو مشر د لارویانو او د ټولو روښان فکرانو لپاره چی د حقیقت پر پل ګام ږدی د تلپاتی ویاړ او سرلوړی وسیله وی .

د حاکمیت په وخت کی کله چی ښاغلی ببرک کارمل د خپلی پخوانی او تلپاتی مینی له امله د قبایلو عالی جرګه په ډیره پراخه توګه پرانیستله او هلته یی په  پښتو ژبه اوږده او د حقیقت او معنا ډکه بیانیه ورکړه یو ځل بیا یی د پښتنو او بلوڅو پاملرنه د ښاغلی ببرک کارمل د هغه د تعهد او سرښیندنی  بعد ته وګرځاوه چی  څومره تاریخی ارزښت یی ورځ په ورځ ډیریږی .

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org