ارواښاد جنرال ډاکتر محمد اکرم هلالې

انځور: د لر او بر ویب باڼه

د فاتحې او جنازې خبرتیا!

د هلالی کورنۍ

د هلالی کورني په ډیری خواشینۍ سره دوستانو ته خبر ورکوی چي د افغانستان د فوځ پخوانې تکړه مرحوم جنرال ډاکتر محمد اکرم هلالې نن ورځ د هغي اوږدی ناروغي له امله چي ور پیښه شوی وه په حق ورسیدی.

جنرال اکرم هلالی د ملی اردو پیاوړی افسر وو، او د ملی دفاع په وزارت کي د هوایي او مدافعه هوایی لوی انجنیر او هم دا رنګه د کورنیو چارو په وزارت کي د پیژنتون ریاست مرستیال، په مسکو کي د افغانستان په لوی سفارت کي نظامی اتشه او د پولیسو د اکاډمي د قوماندان په توګه یې دندي تر سره کړیدي. ډاکتر جنرال اکرم هلالي د ۱۵ کلنو را پدی خوا په هالند کی میشت وو. د مرحوم جنرال ډاکتر محمد اکرم هلالي جنازه د ۲۰۱۲  کال د نوامبر د میاشتې پر دریمه نيټه د شنبې د ورځې پر یوولسو (۱۱) بجو د هالنډ هيواد د (ROERMOND) په ښار کې په لاندی ادرس خاورو ته سپارل کیږی.

 

د هدیری پته:

Kitskendal 60

Roermond. 6045 EX

zaterdag 11:00 uur

Crematorium Tussen de Bergen

 

د نارینه وو او ښځینه وو د فاتحې مراسم په همدې ښار کې د ورځې له یوې بجې څخه تر درېوو بجو پورې په لاندینۍ پته اخیستله کيږي:

 

د فاتحې د مراسمو د ځای پته:

Achilleslaan 12

Roermond. 6042 JV

Fatih Moskee

13:00 – 15:00

 

د اړتیا په وخت کې کولای سئ په لاندینیو شميرو اړیکه ونیسئ:

0031-633-088-408

0031-614-484-197

په درنښت،

د هلالی کورنۍ

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org