په مارکسیستي – لنینیستي فلسفه باندي یوه نیوکه، چي د لږ خبراوي څخه سرچینه لري؛ داده چي د خپل کولکټیف او ټولنیز جوړښت له مخي، د ټولني د وګړو په فردي او ځاني ژوندانه کي د مداخلې لامل کېږي او د سوسیالیزم ټولنیز سیسټم د ځاني او فردي شخصیت د غوړېدلو مخه نیسي.

مخکي د دې چي په مارکسیستي - لنینیستي فلسفه کي د فرديت اړوند مسایل را وسپړو، اول باید د بشري ټولني په تکاملي بهیر کي، په تاریخي او عیني ډول د فرد په ځای ځایګي پوه سو، ځکه خپله د مارکس د قوله: «موږ په طبیعت او ټولنه کي نه کوم څه زیات کړي او نه مو کم کړي، بلکې څه ډول چي دي، هماغسي مو پېژندلي او سپړلي.»

ژوندي موجودات چي په هغو کي د انسان ژوی هم راځي، ټول د ټولنیز او ګډ ژوند کولو ماهیت لري. انسانانو د ښکار او مغارو د دوران څخه پیل، بیا د قبیلوي اوسېدني، کلیوالي اوسېدني او ښاري اوسېدني پوري په ټولو پیرونو کي ټولنیز ژوند کړی، ځکه د ژوندي موجوداتو لپاره ناټولنیز ژوند سخت نه، نا ممکن دی. د ګډ ټولنیز ژوند کولو سره انسانانو، پر طبیعت باندي د برلاسي لپاره توليدي وسایل جوړ کړل، کرنه یې وکړه، څاروي یې اهلي کړل، لومړني ښارونه او تمدنونه یې جوړ کړل، ژبي، علوم، فنون او تخنیکونه یې را منځته کړل او تر دې ځایه پوري یې بشري عظمت او تمدن را ورسوی. د بشري تاریخ، ټولي تاریخي، فرهنګي، تمدني، علمي او تخنیکي لاسته راوړني د انساني ټولنو د ګډ ژوندانه محصول دي او هیڅ انسان د ټولني څخه په جلا او لیري ډول، کوم څه نه دي کړي. که یو نوی زیږیدلی یا څو نوي زیږېدلي ماشومان، د بشري ټولني څخه جلا، په کوم لیري صحرا یا ځنګله کي لویان سي؛ د هغو به د خبرو کولو لپاره خبري او حتی تګ هم نه وي زده او د ځنګله د نورو وحشي حیواناتو څخه به یې ډېر لږ توپیر کېږي؛ چیري پاته د بشري ټولني نور اداب، رسوم او مسایل سول. د تاریخي شواهدو له مخي، په بیلابیلو برخو کي د بشر ټولي لاسته راوړني د هغه د ټولنیز ژوندانه محصول دي، خو په دې برخه کي د افرادو او شخصیتونو ونډه هم د پامه نه سي غورځول کېدلای. په بشري تاریخ کي، ځینو وګړو، د ځانه لويي وړتیاوي ښودلي او لويي کارنامي یې کړي، خو د ټولني د شتون پرته، د دوی د وړتیاوو د ښودلو او غوړېدلو لپاره هیڅ بستر نه وو، نو دا وګړي بیا هم په ټولنه کي مدغم ول. ټولنه په تاریخ کي مطلقه ونډه لري او وګړی بیا نسبي، پر دې اساس وګړی په ټولنه کي منحل دی، نه ټولنه په وګړو کي، خو وګړی که په ټولنه کي منحل هم وي؛ بیا هم خپل ځان ته خپلي شخصي، ځاني او یوازي په ځان پوري تړلي ځانګړتیاوي، خوښوني، ذوقونه او علایق لري. د بیلګي په ډول، بیلابیل انسانان، بیلابیل رنګونه، بویونه، خوندونه، هنرونه، جامې، خوراکونه او د اړیکو جوړولو لپاره خپل د خوښي انسانان او خپل ځاني او کورنۍ ژوند لري، چي دا د دوی د ژوندانه په شخصي او ځاني قلمرو پوري تړلي برخي دي.

د منځنیو پېړیو او تر هغه وړاندي ټولنیزو سیسټمونو کي چي ډېر یې پر تیوکراتیکو (دیني) او اشرافي بنسټونو ولاړ ول؛ د بشر په فردي چارو کي یې د مداخلې لاسونه هم خورا اوږده ول او په بیلابیلو شکلونو کي یې د انسانانو د فردي او ځاني غوړېدني او ابتکاراتو مخه نیول. د منځنیو پېړیو پر مهال، دیني بنسټونو د انسانانو د ژوندانه په ټولو خواوو کي په ډېر شدت سره نفوذ کړی وو او د اقتصاد څخه نیولې بیا د انسانانو د ژوندانه تر ځاني ترینه او شخصي ترینه چارو پوري یې ځان ته د مداخلې حق ورکوئ. د فردي حقوقو د تامین مسئله، د هغه مهاله ښه مطرح سول او راووتل، چي په لویدیځ کي د ويښتیا، لیبرالیزم او نوي پانګوالۍ مناسبات تازه پر را ټوکېدو وه او د منځنیو پېړیو د تحجر سره په شدید تضاد کي راغلي ول. د رنسانس پر مهال، د فردي حقوقو د پولو د تامین او ساتني لپاره نظري او عملي مبارزه پیل سول او د فرانسې د لوی انقلاب سره فردي او ځاني حقوق د لومړي ځل لپاره د یوه سیاسي حاکمیت لخوا په رسمي بڼه ومنل سول، خو . . .

د فیوډالیزم د زوال او نوي پانګوالۍ د مناسباتو د منځ ته راتللو سره، چي د طبقاتي ټولني یو نوی را منځته سوی شکل وو؛ که څه هم په هغه ډول، چي دیني او اشرافي بنسټونو به د وګړو په ځاني ژوندانه کي مستقیمه مداخله کول؛ پرېښودل، خو د کار، تولید، پیسو او اقتصاد نوي مناسباتو، نه یوازي دا چي د انسانانو د فردي حقوقو د پښو لاندي کولو نوي شکلونه یې راوایستل، بلکې په غیر مستقیم ډول یې د انسانانو په ځاني ژوندانه باندي زیاتي اغیزې پریباسلې. د پانګوالي ټولني د طبقاتي ماهیت له مخي، هغه څوک چي شتمني او پیسې او د تولیدي وسایلو مالکیت لري؛ کولای سي، خپلي ځاني غوښتني او اړتیاوي په ناپایه ډول سره پوره کړي، خو هغه څوک چي تولیدي وسایلو مالکیت نه لري او اړ دی، خپل کاري ځواک وپلوري، نو باید د خپل عاید په اندازه ژوند ته دوام ورکړي. دلته دا مسئله په ښه ډول سره کره سول، چي تر څو پوري په طبقاتي ټولنه کي کار ټولنیز او ګټه فردي وي؛ فردي حقوق به هم د یو کوچني اقلیت تامین کېږي.

هر کله چي د انسانانو د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوي لکه خواړه، استوګنځای، کاري موکې، د زده کړي موکې، وړیا روغتیايي خدماتو ته لاسرسی او د راتلونکي په اړه، اندېښنه ورکه سي، همدا مهال د ټولني د یوه – یوه غړي د غوړېدلو بستر هوارېږي. انسانان په بیلابیلو هنري، علمي، تخنیکي او نورو نوښتیزو برخو کي خپل کار ته وخت او امکانات پیدا کوي او یوازي په دې شرایطو کي، د ټولني د ټولو وګړو او افرادو لپاره د شخصیت د ودي او غوړېدلو زمینه برابرېږي، خو دا شرایط د سوسیالیسټي ټولني پرته بله هیڅ کومه ټولنه نه سي برابرولای. په تاریخي ډول، د بې وزلو کورنیو په نسبت، د شتمنو کورنیو اولادونه په بیلابیلو برخو کي زیات نوښتونه کړي دي، چي دا د دوی په فطرت او ذات پوري تړلي مسئله نه؛ د دوی د ښه رواني حالت او امکاناتو له کبله ول، چي د بې وزلو زامن ور څخه محرومه وه، خو شاید د شتمنو تر زامنو یې استعدادونه او وړتیاوي هم زیاتي وې، مګر د غوړېدو لپاره یې مادي او ټولنیز بستر نه درلودی.

په طبقاتي ټولنه کي انسانان، د خپلو مادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د خپلو فردي او ځاني خوښونو ډېري لويي قربانۍ ورکوي. همدا اوس په نړۍ کي میلیونونه داسي انسانان سته، چي یو ځانګړی مسلک یې خوښېږي، خو دا چي په هغه مسلک کي ګټه - وټه لږه ده، نو عاید لرونکو مسلکونو ته مخه کوي، په پای کي د خپل کار څخه خوند نه اخلي او د ژوند تر پایه د ځانه بېګانه وي. ملیونونه انسانان د خپلو مادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر خپلو شخصي نظرونو، باورونو، عقایدو، فکرونو او حتی تر خپل عزت هم تېرېږي. دغو مشاهداتو ته په کتو سره، په پانګوالي ټولنه کي یوازي پانګوال دی، چي بشپړ ځاني حقوق لري، نه د ټولني ټول خلګ. پانګوالي په عامه که خلګو ته ددې آزادي ورکوي، چي هر ډول فکر او عمل کوي؛ ودي یې کړي، خو خپله ددې وړتیا لري، چي د خلګو افکار او کړني د پیسو او مادي امتیازاتو د جبر په واسطه ورخپل کړي.

د پورته ټکو په یادوني سره دې پایلي ته رسېږو، چي هر کله د وګړ پالني بحث را منځته کېږي، باید ذهن ته مو دا راسي، چي آیا دا وګړپالنه د انسان د شخصي خوښونو، ذوق او کورني ژوند مسایلو په معنا ده، که د پانګوالي وګړپالني چي د ناپایه شتمنیو او مالکیتونو ټولول او د انسانانو ځبېښاک، حقارت او خواري غواړي؟

د مارکسیزم – لنینیزم د اصولو او پرنسیپونو له مخي، اول ډول وګړپالنه، د انسانانو مشروع، قانوني او طبیعي حق دی او نه یوازي په هغه کي باید مداخله ونه سي، بلکې په سوسیالیسټي ټولنه کي د شخصیت د ودي او د وګړو د خوښونو او علایقو د لاسرسي لپاره باید مناسبه مادي، تخنیکي او معنوي زمینه برابره سي، خو که څوک د وګړپالني څخه دوهم ډول درک لري او غواړي د نورو انسانانو د کار څخه ګټه واخلي؛ هغه ته ددا کار اجازه نه ورکول کېږي. د مارکسیزم – لنینیزم د اصولو له مخي، انسان په سوسیالیستي ټولنه کي تر هغه ځایه پوري آزاد دی، چي ټولني ته زیان ونه رسوي. ځای لري، چي دلته یادونه وکړو، د لیبرالیزم ایډیالوګان هم دا وايي، چي په یوه پانګوالي ټولنه کي انسان تر هغه ځایه آزاد دی، چي نورو ته زیان ونه رسوي، خو دوی د انسانانو بې وزله کول، بیسواده کول، بې عزته کول، بې کوره کول او د پیسو تابع کول چي د پانګوالو لخوا دیکته کېږي؛ ټولني ته په زیان کي نه شمېرې. د لیبرال او پانګوالي منطق له مخي، یوازي ټولنه هغه وخت زیانمنه کېږي، چي د پانګوالو ګټي د زیان سره مخ سي. په عیني او تجربي ډول هم په پانګوالي هیوادونو کي د فردي جرایمو، جنایتونو او غلاوو کچه خورا زیاته ده.

د مارکسیزم – لنینیزم فلسفه د وګړو د ځاني آزادۍ لپاره، تر لیبرالیزم هم غني محتویات لري. مارکس په خپل کتاب [سرمایه] کي د سوسیالیزم په اړه وايي، چي د ټولني هغه عالي ترینه شکل دی، چي حاکم اصل پکښې د [وګړو] هر اړخیز تکامل دی.

په مارکسیستي فلسفه کي چي آزادي د اړتیا د پوره کېدلو او راتلونکي په اړه د اندېښنې د نه شتون په معنا ده؛ انسان تر هغه ځایه آزاد دی، چي د بل چا آزادي نه اخلي او ټولني ته زیان نه رسوي. د بشر د رښتیني آزادۍ لپاره تر هر څه وړاندي باید د هغه مادي اړتیاوي پوره سي او د معنوي ودي لپاره زمینه ورته برابره سي. انسان هغه مهال په ځاني او فردي ډول مستقله آزادي ترلاسه کولای سي، چي اړ نه وي، د پیسو په بدل کي خپل باورونه، افکار او نوښتونه وپلوري.

هر کله چي انسان د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو د قیده خلاص وي او د راتلونکي په اړه اندېښنه ونه لري؛ دا مهال په ډېر ډاډه زړه سره، په هنرونو، علومو، تخنیکونو او نورو نوښتیزو برخو کي خورا زیات کار کولای سي. پر دې اساس، د فردي نوښتونو لپاره تر ټولو مناسبه زمینه په سوسیالیستي او کمونستي ټولنه کي برابرېږي. دا نه یوازي یو وړاندوینه ده، بلکې یو تېر سوی عینیت او سابقه هم ده. تر تیوریک او منطقي بحث ها خوا، د ځاني حقوقو مسئله په پخوانیو سوسیالیسټي هیوادونو، په ځانګړي ډول پخواني شوروي اتحاد کي په عیني ډول ډېره ښه مطالعه کېدلای سي. که چیري رښتیا هم په سوسیالیسټي ټولنه کي ځاني حقوق تر پښو لاندي سوي ول، نو څنګه د شلمي پېړۍ نیمايي تخنیک په سوسیالیسټي هیوادونو کي جوړ سوی وو او لاتراوسه ګټه ور څخه اخیستل کېږي؟

 

15-06-2020

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006Esalat

 

 

 

www.esalat.org