ډېر وختونه چي کله د مارکسیزم یا سوسیالیزم بحث را منځته کېږي، د ډېرو خلګو ذهن ته سمدستي د مالکیت مسئله او د مالکیت سلبول، مصادره کول، ملي کول، ټولنیز کول یا دولتي کول ور ګرځي. عمومي ذهنیت داسي دی، چي سوسیالیزم د خصوصي مالکیت وچ دښمن او پر ځای یې د ټولنیز مالکیت را منځته کونکی دی او مالکیت د انسان د نه پای ته رسېدونکي غریزې دایمي برخه ګڼل کېږي. ددې لپاره چي په مارکسیزم کي د مالکیت په مسئلې باندي پوه سو، نو باید تر هر څه وړاندي خپله مالکیت او د هغه تاریخي شکلونه وپېژنو او دا معلومه کړو، چي د مالکیت اصلي سلبونکی سوسیالیزم دی، که پانګوالي ده؟

د لغوي معنا له مخی مالکیت د یوه توکي، وسیلې، ځای یا نورو امتیازاتو درلودلو / د درلودلو حق ته وايي. مالکیت په عموم کي پر دوو - ټولنیز او خصوصي - او د شکل د اړخه، بیا (صنعتي مالکیت، کرایوي مالکیت، امتیازي مالکیت، میراثي مالکیت او نور) ډولونه لري، چي د بشري ژوندانه د تاریخي تګلوري په اوږدو کي په بیلابیلو ډولونو او شکلونو تکامل کړی دی. په بشري ټولنه کي، د لومړي کمون د تاریخي دورې پر مهال، د مالکیت مسئله د انسانانو ترمنځ مطرح نه وه او ټولو د طبیعت د ناپایه او پریمانه سرچینو څخه خپلي اړتیاوي پوره کولې. کله چي د طبیعي سرچینو څخه د لا ښې ګټي اخیستني او انساني اړتیاوو د لا زیاتو پوره کولو په موخه لومړني تولیدي وسایل د انسانانو له لوري جوړ سول؛ ورسره تولیدي مناسبات هم را منځ ته سول او د هغو تولیدي مناسباتو پر اساس، په بشري ټولنه کي د مالکیت پدیده را منځ ته سول. د لومړنیو تمدنونو او ښارونو د جوړېدلو پر مهال، چي د لومړي کمون دوره پای ته رسیدلې وه او بشر يا په بانډو کي په مالدارۍ او کرني لګیا وو، یا په ښار کي په صنایعو او سوداګرۍ کي؛ د مالکیت تولیدونکي لومړني تولیدي ځواکونه غلامان ول. غلامانو د خپل ناپایه وړیا کار او هیڅ ډول حقوقو په نه شتون کي، د بادارانو لپاره شتمني او چوپړتیاوي برابرولې. د غلامۍ په پیر کي تر ټولو لوی مالکیتونه او زیاتي شتمنۍ د پاچاهانو، امپراتورانو او هغو اشرافو وې، چي تر ټولو زیات غلامان به یې درلودل. تر هغه را وروسته، چي د تولیدي وسایلو او مناسباتو د ودي او تاریخي تکامل، د اړتیاوو پر اساس، د غلامۍ دوره په فیوډالیزم (ځمکوالۍ) باندي بدله سول، په هغه دوران کي تر ټولو شتمن او د زیات مالکیت درلودونکي کسان هغوی ول، چي زیات بزګران به یې درلودل او هغو به زیات کرنیز محصولات ورته برابرول. د پانګوالۍ د انقلاب سره، چي فیوډالیزم هم ړنګ سو او لوی ښارونه، صنایع او نوي تولیدي مناسبات را منځ ته سول؛ کارګران په فابریکو او کارخونو کي د ماشینونو شاته ودریدل. په پانګوالۍ کي، نه د غلامۍ د دورې په ډول د کار کونکي یو مخ مالکیت د بادار سره دی او نه د فیوډالیزم د دوران د اجارې او کرنیز محصول دوه پر درې برخه ځمکوال ته ورکول کېږي؛ بلکې په پانګوالۍ کي د شتمنۍ او مالکیت تولید د اضافي ارزښت د تولید سره را منځ ته کېږي. هر څومره چي د یوې فابریکې مالک زیات کارګران ولري، هغوی په هماغه اندازه زیات اضافي ارزښت ورته تولیدوي او د اضافي ارزښت په زیاتېدلو سره دده شتمني او خصوصي مالکیت زیاتېږي.

د مالکیت د پدیدې د تاریخي تګلوري او تکامل د شکلونو باندي په علمي ډول سره پوهېدلو باندي موږ دې پایلي ته رسېږو:

۱ - مالکیت د نشت څخه را منځته سوې پدیده ده، چي په خپل تاریخي تګلوري کي په بیلابیلو شکلونو باندي اوښتی او د تولیدي وسایلو د بدلون سره یې د شکل د اوښتون پروسه لا دوام لري. د غلامۍ د دورې مالکیت، د ځمکوالۍ د دورې د مالکیت او حتی د پانګوالۍ د پیل د مهال مالکیت، د نن ورځي د مالکیت او شتمنو د ډولونو سره (لکه نن ورځ چي لويي خدماتي کمپنۍ تر ټولو زیاته شتمني لري) سره هم توپیر کوي.

۲ - مالکیت د انساني غریزې کومه برخه یا آسماني او خدای ورکړې پدیده نه، بلکې پر تولیدي وسایلو باندي د تولیدي ځواکونو د کار محصول دی. (دا چي مالکیت تقدس او آسماني منشا لري او د خدای په خوښه چاته وېشل کېږي، د ډېرو پخوانیو زمانو څخه رایج باور وو، چي نه یوازي پخپله د پانګوالۍ اقتصاد پوهانو دا نظر رد کړ او د پخوانیو وختونو د خرافاتو سره یې تړلی وګڼئ، بلکې د پخوانیو زمانو شاعرانو، پوهانو، مشاهیرو او ادبیانو هم دا مسئله موندلې وه. دا مشهوره اصطلاح په ټولو پخوانیو ملتونو کي سته، چي وايي، ماڼۍ تر هغه مهاله پوري نه ودانېږي، تر څو چي نور کورونه یې وران کړي نه وي. د منځني ختیځ په ولسونو کي دا خبره په حضرت علي پسي تړل سوې او زموږ د هیواد لوی ادیب ګل پاچا الفت بیا وايي، تر هغو پوري یو ماڼۍ نه ودانېږي، چي یو بل ځای یې د خاورو اخیستلو لپاره کیندلی او ژور کړی نه وي.)

۳ هر څومره چي د خصوصي مالکیت اندازه زیاته وي؛ په هماغه اندازه باندي زیات تولیدي ځواکونه کار پکښې کوي. یو انسان په یوازي سر پر یوه ځمکه یا ماشین باندي، محدوده اندازه تولید کولای سي او محدوده اندازه مالکیت ترلاسه کولای سي، خو تر هغه مهاله پوري چي لسګونه، سلګونه، زرګونه، یا میلیونونه کسان خپل د کار اضافي ارزښت او محصول ورته وړاندي نه کړي؛ هیڅکله د لوی مالکیت خاوند کېدلای نه سي.

۴ د ټولني یو عادي وګړی، تر هغه مهاله پوري خپل کاري ځواک، د خرڅلاو لپاره نه عرضه کوي او د تولیدي ځواکونو سره نه یو ځای کېږي، تر څو پوري چي سلب مالکیت سوی نه وي.

پر دې اساس د مالکیت سلبول خپله د طبقاتي ټولنو پوري تړلې پدیده ده او تر څو پوري چي څوک وږی، بې وزله او سلب مالکیت نه سي؛ هغه هیڅکله د تولیدي ځواکونو د لویو ډلو سره نه یو ځای کېږي. پانګوالۍ، واړه تولیدات او مالکیتونه ژوندي تر ستوني تېروي او خلګ د سلب مالکیت د لاري اړ باسي، چي د پانګوالۍ د تولید په شکل کي برخه واخلي. د درې سوو کالو راهیسي، په پانګوالي هیوادونو کي، په لویو کرنیزو واحدونو باندي د بزګرانو د وړو ځمکو د بدلولو او واړه تولیدونکي او کسبکاران په لویو کارخانو کي د ماشین شاته درولو ملیونونه پېښي او شواهد سته. سوسیالیزم د پانګوالۍ دا لوټ، بربریت او سلب مالکیت ته، چي ملیونونه انسانان یې د بدمرغۍ، فقر، بې وزلۍ، جګړو، مخدره توکو، فحشا او نورو ټولنیزو بدمرغیو سره مخ کړي؛ یو علمي الټرناټیف او ځواب دی.

کارل مارکس په خپلو ارزښتناکو علمي کارونو او آثارو کي د لومړنی بدوي ټولني د زوال څخه شروع، بیا د انګلستان تر صنعتي انقلاب پوري د مالکیت ټول شکلونه وڅېړل او ويې موندل چي په سرمایه داري تولنه کي خصوصي مالکیت نه، د غلامانو د کار، یا بزګرانو د بزګرۍ په ډول، بلکې د کارګرانو د اضافي ارزښت د تولید محصول دئ، چي دا اضافي ارزښت په تدریج سره زیاتېږي، لوی اقتصادي انحصارونه منځ ته راوړي، د ټولنیز کار کچه پراخوي او په نهایت کي ټولنه د داسي نه پخلا کېدونکو تضادونو سره مخ کوي، چي د سوسیالیزم پرته بله هیڅ چاره نه لري.

په سوسیالیستي ټولنه کي، د پانګوالۍ سلب مالکیت، د تولیدي وسایلو د ټولنیز کولو په واسطه پای ته رسېږي او د ټولو وګړو د ژوندانه د مادي او معنوي اړتیاوو د پوره کولو او شخصیت د ودي لپاره زمینه برابرېږي.

پایله اخیستنه:

۱ د مارکسیزم لید د مالکیت پدیدې ته، وچ، دګماتیک او عقديي نه؛ علمي، تاریخي او ډیالکټیکي دی او د مالکیت د تاریخي تګلوري، د هغه د قوانینو او په هغه کي د سته تضادونو پر اساس پېژني.

۲ سوسیالیزم، د سرمایه دارۍ سلب مالکیت ته د تولید د وسایلو په ټولنیز کولو سره یو ځواب او بدیل دی او هیڅکله د شخصي مالکیت په حدودو کي، د چا کور، موټر، ټلیفون یا نور د اړتیا وړ توکي نه مصادره کوي، بلکې د ژوندانه کیفیت او معیارونه د ټولنیزو چوپړتیاوو د لا زیاتېدلو سره، د ټولو وګړو، د فرهنګي او معنوي ودي لپاره ښه زمینه برابروي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است.

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006Esalat

 

 

 

www.esalat.org