جمعه، ۲۳ مارچ ۲۰۱۸     


د کلتور لپاره ښایسته او پښتنه کلیمه
 (ښکارهنګ) ده

 
انجینر داؤد اڅک

 

مخکې د دې چي خپل انتخاب "ښکارهنګ" در وپېژنم، بې ځایه به نه وي چي پر کلتور باندي یو مکث وکړو. کلتور ته په انګلیسي کي کلچر ویل کیږي چي د پرورښت، تمدن، کښت، زراعت او روزني په معنا دی. خو کله چي په اروپا کي د کلچر کلیمه لومړی ځل په ۱۸ او ۱۹ مه پیړۍ کي پکار یوړل سوه په کرهڼه او باغواني کي د ترویج په معنا وه. دغه مفهوم انګلیسي ژبي د لاتیني ژبي د کالتورا د کلمې څخه اخیستی دی او کالتورا بیا د لاتیني ژبي د کولر د کلیمې څخه اخیستل سوی دی چي د کرهڼي او ترویج معنا ورکوي.   

کلتور په اصطلاح کي څه معنا:

کلتور په اصطلاح کي ډېره پراخه لمن لري، خصوصاً په اروپائي ادبیاتو کي د کلتور لپاره تقریبآ دوه سوه تعریفه وړاندي سوي دي، چي دا پخپله د کلتور اهمیت په اروپائي ټولنه کښي بر ملا کوي. اروپائیانو کلتور د بیلو بیلو لکه ټولنیز، دیني او اقتصادي لیدلوري نه پلټلی او دائې پیدا کړې ده چي کلتور د ژوند پر ټولو اړخونو باندي تآثیر ښندي. د بېلګي په توګه الفرد کروبر او کلاید کلاهون پخپل کتاب Difinition Concepts and Culture: A Critical  Review یعني (انتقادي بیا کتنه پر مفاهیمو او تعریفونو) کښي د کلتور لپاره ۱۶۴ تعریفه راټول کړيدي، خو په ټوله کی د دغو تعریفو څخه د کلتور په هکله درې لاندي عمده اخیستني سوي دي.

لومړی: لوړترین فضیلت په ښکلو هنرونو او انساني چارو کي همدا دی چی په ښه کلتور باندي یاد سي.

دوهم: کلتور د پوهي، عقایدو او بشري تګ لارو یوه بیلګه ده چي د ټولنیزو سمبولیکو زده کړو او افکارو په شتون او اندازه پوري اړه لري.

دریم: کلتور د اعمالو، اهدافو، ارزښتونو، عقایدو او تمایلاتو هغه ګډه ټولګه ده چي لومړی یوه ټولنه، سازمان یا ډله د نورو څخه جلا کوي او بیا یی تعریفوي. خو ادوارد تایلر بیا په (۱۸۷۱) کښي کلتور د تمدن سره مقایسه کړ او دواړه ئې نژدې او یو د بل سره اغښلي وبلل چي دېن، هنر، اخلاق او نور هر ډول توانمندۍ پکښي موجودي دي.

«کلاکر» هم کلتور د بشر د پیداوارو یوه کوټه یا خزانه بولي. په همدې لحاظ کتابونه، تعمیرونه انځورګرۍ، اداب، اخلاقي فضیلتونه، ښایسته او نا ښایسته دستورونه او هغه علم چي انسان د چاپیریال سره هم ږغی کوي ټوله د کلتور جز بولي.

«مایرس» هم ټول هغه څه چي د پخوا څخه انسانانو پرې ایښي دي او پر اوس او راتلونکي باندي تآثیر ایښودونکي دي کلتور بولي. خو ځني پوهان بیا کلتور د ټولو پوهو، باورونو، هنرونو، قوانینو، اخلاقو او عاداتو مجموعه بولي. یعني هرهغه څه چي یو فرد ئې د خپلي ټولني څخه اخلي په کلتور کي شاملیږي چي د یوه مملکت هره منطقه کیدای سي ځانته بیل بیل کلتور ولري، کلتور د ښووني او روزني له لاري و راتلونکي نسلو ته انتقالیږي.

ولي ښکارهنګ؟

اوس به تاسو درنو لوستونکو ته دا روښانه کړم چي ما ولي د کلتور لپاره د ښکارهنګ کلیمه وټاکل.

که څه هم زه د ژبو د جلاوالي او ډېروالي پلوي نه یم خو نن ورځ داسي یو حالت راغلی دی چي یو څه باید ولیکل سي. په فارسي کي فرهنګ، په اردو او عربي ژبه کي ثقافت په هندي کي संस्कृति سانسکرتي، په انګلیسي کښي Culture کلچر او په لاتیني ژبه کښيCultura  کلتور موږ همیشه اورو او مقصد ځني اخلو، خو په پښتو ژبه کښي ما ددغه مفهوم لپاره داسي لغات ندی اوریدلی چي د کلتور د کلمې معنا دي په هغه پراختیا سره افاده کړي کوم چي کلتور ئې لري. که څه هم په ځینو رسانیو کښي کلتور د (دؤد) په معنا پکار لوېږي خو زه ددغي کلمې سره ځکه هم ږغی نه یم چي  کلتور ډېر پراخ او څو اړخیزه مفهوم دی نسبت د دؤد و کلمې ته، یا په بل عبارت دؤد یوه برخه د کلتور ده.

 په همدې وجه ما لازمه وبلل چي د کلتور لپاره باید په پښتو ژبه کي هم یوه ښکلې کلمه وړاندي سي، څو پښتانه هم د کلتور د مفهوم لپاره یوه هر اړخیزه او ښایسته کلمه ولري. زما په اند (ښکارهنګ) د کلتور لپاره یوه ښکلې هم ږغې او با مفهومه پښتو کلمه ده. ښکارهنګ مرکبه کلیمه ده چي د مسند الیه په شکل کي د (نګ) د وروستاړي حالت ښکاره کوي.

(نګ) هم په بیلو حالتو کي بیل بیل معنا سوی دی. په ځینو ځایو کي د قیمتي ډبري په معنا، په ځینو ځایو کي د پت او ویاړ په معنا خو په ځینو ځایو کي د تسلسل (سریال) او برخې (جز) په مفهوم معنا سویدی چي په شمالي پښتونخوا کي همدغه معنا استعمالیږي او د ښکارهنګ سره همدغه معنا همغږې ده.

ښکارهنګ د ښکاره او (نګ) وروستاړي څخه جوړ سویدی لکه غورځنګ، ټوپنګ، شرنګ او داسی نور.

یعني: ښکاره + (نګ) = ښکارهنګ.

ښکارهنګ د ښکارندوی یا ښکاره کولو په معنا دی چي زه ئې داسي در پيژینم:

کله چي لومړنی انسانان سره نژدې سول او ټولنه ئې جوړه کړل نو د ټولنې د ایجاد سره سم د ښکارهنګ شکل کیدل هم پیل سول، یعني د ټولني د جوړیدو سره سمدستي ښکارهنګ خپل ډول غوره کوي او راښکاره کیږي، په هره کچه چي ټولنه موډرنه او اقتصادي پرمختیا مومي په هغه کچه یی ښکارهنګ هم بدلون مومي او نوی کېږي.

خو په نړۍ کي ډیر ښکارهنګیان او فیلسوفان بیا پدې اند وه یا پدې اند دي چي ښکارهنګ د ټولني د پرمختګ اصلي لامل دی، لکه المانی (ماکس ویبر) چي ښکارهنګ په تیره بیا دین او مذهب د ټولني د پرمختګ لامل بولي او د پروتیستانو لومړنۍ او زاهدانه ځانګړتیاوي د سرمایداري د پرمختګ او بدلون سبب بولي. خو زه ددغه نظر سره ځکه موافق نه یم که چېري ښکارهنګ اقتصاد جوړولای نو د لوړي او کښته طبقې ښکارهنګ باید موازي او یو شانته پرمختګ کولای او یوازي به اقتصاد بدلون موندلای خو موږ وینو چي د بډایي طبقې ښکارهنګ نوی او په بدلون کښي دی نسبت د غریبي طبقې و ښکارهنګ ته، معنا دا چي مادیات او اقتصاد ښکارهنګ جوړوي.

انسان پیژندنه Anthrophlogy هم د ښکارهنګ په هکله بې پرې نده پاته سوې او په همدغه سبب پر دوو غټو برخو ویشل سوې ده:

 - جسماني انسان پیژندنه.

-  ښکارهنګي انسان پیژندنه.

جسماني انسان پیژندنه د انسان جسماني ځانګړتیاوي او نژادي بیلوالی تر څیړني لاندي نیسي، خو زه د خپلي موضوع په هکله د ښکارهنګي انسان پیژندني سره اړیکه نیسم.

ښکارهنګي انسان پیژندنه د ښکارهنګ ظهور، بدلون او د هغه تآثیر د انسان په ژوند کښي تر پلټني لاندي نیسي. پدي کي شک نسته چي ښکارهنګ د انسان پر ټولنیز جوړښت باندي مخامخ او برجسته تآثیر لري خو په عین حال کي بیا انسان هم د ښکارهنګ پر بدلون او پیدایښت باندي نیغ په نیغ او ملموس تاثیر لري.

پر همدغه موضوع باندي په فلسفه کي هم تاوده بانډارونه سویدي چي: (انسان چاپیریال جوړوي او که چاپیریال انسان جوړوي). د ډېرو بانډارو او چنو وهلو وروسته فلسفه پدې نتیجه رسېږي چي دواړه یو پر بل باندي مخامخ تاثیر لري یعني کله محیط انسان جوړوي او کله انسان محیط جوړوي.

 د ساري په ډول افغانان خپل چاپیریال جوړوي خو کله چي بیا امریکا یا اروپا ته مهاجر سي هلته بیا چاپیریال افغانان جوړوي.

زما دعوا داده چي په دواړو صورتو کي انسان هغه څه ښکاره کوي چي د دوی د ټولنیز ژوند استازیتوب کوي.

د انسان د ټولنیز ژوند شکل د ده ښکارهنګ دی. یعني انسان که په کوچنۍ یا غټه ټولنه کي سېاست کوي، عبادت کوي، مالي یا اقتصادي چاري مخ ته وړي، کښت، کرهڼه یا مالداري کوي، که خپل بیل بیل هنرونه خلګو ته په ننداره ایږدي، خوراک کوي، څښاک کوي او که جامې اغوندي، دا ټول په ځانګړو ادبیاتو باندي په مشخصو حرکاتو سره او په خاصو عاداتو باندي اجرا کوي، چي دغه د ټولنیز ژوند ځانګړی سبک او شکل د هغې ټولني ښکارهنګ دی.

پایله دا چي: ښکارهنګ د یوې ټولني یا سیمي  ظاهري شکل یا د ظاهري شکل ښکاره کول دي، په بل عبارت (ښکارهنګ د یوې ټولني هنداره ده).

که چیري د پښتو ژبي عزتمند لیکوالان تر دغه ځایه زما سره موافق وي نو په ډیر درنښت سره وړاندیز ورته کوم چي پخپلو ښکلو لیکنو او بانډارونو کي د کلتور پر ځای د ښکارهنګ کلیمه پکار یوسي.

په درنښت

۲۰ – ۳ – ۲۰۱۸

سرچینې:

- http://www.qamosona.com/

- د (دانش نامه رشد) سایټ

- http://simple.wikipedia.org/wiki/Cul

- Antropology - Wikipedia

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org