بسم الله اکبــری  

 

د سمندر څپو کې اختر

 

له خپل خواږه هیواده او ګلالې ټاټوبي را شړل شوی او مرور شوی بې وسه او ناهیلی کډوال یم د بشریت او انسانیت د سخت زړو او د خدای نا ترسه دوښمنانو دا داړلو او وژلو له لاسه مې کور، کلی پریښود ستړي او له ستونزو ډک مزلونه مې په یبلو او تڼاکو پښو ووهل او دادی لوی سمندره ستا غاړي ته راورسیدم د ټپي، ټپي وطن دردونه د شهید، شهید ځلمو نیمګړي ارمانونه د بورو میندو سوي، سوي ساندې د کوچنیو ماشومانو ژړاوې او فریادونه مې واوره د سترې ځمکې پر سر مې د ظلم او د جګړو له لاسه ستا غیږي ته پناه راوړه هسې مې انګیرله چې لږ شانې دمه به شم خو زه څه خبر وم چې ته هم غوسه یې په مستو او زورورو شڼا ډکو څپو زما لمبه، لمبه اروا او زموللي هیلي ګواښې هو په تنکې او له ګله نازک درې کلن ایلان دې رحم او پیرزوینه ونه کړه دا تنکی ګل دې بې رحمه ورژاوه او د خپلو غوسه ناکو څو په څپیړه دې د سمندر غاړي ته ګوزار کړ پوهیږم پخپله ارته غیږه کې په میلیونو، میلیونو بې حسابه ژوي ساتې خو دریدي تر ګل نازک او ګلالي ایلان ته دې له تنکیو، تنکیو هیلو سره ځای ورنه کړ.

ای لوی سمندره!

زه بې وسه انسان ستا د ځواکمنو او قهرجنو څپو د زغم توان نه لرم یوه شیبه مې د زړه کړیکي او پیغام ته غوږ شه او هغه زما ادکې مورجانې ته ورسوه.

هو! د ستړي او لالهانده مهاجر د اختر مبارکې.

زما مهربانې او راته ګرانې ادې!.

په مینه او ادب دې لاسونه ښکلوم اختر مبارکي درته وایم کوچنوټي د زړه سر خورکۍ ډیوي ګلې ته مبارکي وایم په تنکیو بارخوګانو یې ښکلوم.

خوږې مور جانې! د شهید بابا او شهید ووروڼو سپیڅلو قبرو ته مبارکۍ، سلامونه او دوعا ګانې ورسوه په مینه یې راته شناختې او د شهادت شنه او سره توغونه ښکل کړه.

زما ګرانې ادکې!

زه د لوی سمندر په غاړه د خپلو هم سفره ملګرو سره اختر نمانځم او ستاسو په خواږه او مینه ناک یاد خپل درد ټکورم هغه شیبه چې په ژړاندوسترګو او پاکو لاسونو دې زما تر شا د اوبو ډک جام توی کړ او د دوعا لاسونه دې راته لپه کړل راته ستره تکیه او زما د زړه متره ده.

دردیدلو، ویرجنو او ناورین ځپلو هیوادوالو!.

د لوی سمندر څپو کې د ښکیلو ځلمو له خوا مو اختر مبارک شه هو هغه اختر چې زموږ په غمجن هیواد ګران افغانستان کې په محشر اوښتی او د ګلالي وطن لویشت، لویشت خاوره مو د ویر او غم سندرې بولي خو د زور او زر فرعونان پخپلو دنګو، دنګو قصرو کې د شرابونو او کبابونو خرمستۍ کوي قهار او جبار رب دی دا سخت زړي بې ضمیره د لوی سمندر د نهنګونو خوراک کړي آمین ثم آمین.

وړوکی وم په غم کې ستر شوم     خالقه خدایه خوشالي به کله وینه

بسم الله اکبري

۲۳/۹/۲۰۱۵

هالینډ

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

 

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org