جمعه، ۲۴ دسامبر ۲۰۱۰

د هالنډ په هیواد کی

د یوه پیاوړی او نامتو اکاډمیک افغانی ځوان شخصیت له خوا

 د طبی علومو په برخه کې

د فوق العاده دوکتورا څخه برمیاله دفاع تر سره شوه

 

 

د (۲۰۱۰) میلادی کال د دسمبر په (۲۲) نیټه له غرمی وروسته په یوه نیمه بجو د هالینډ د خروننګین د ولایت په پوهنتون کی د خارق العاده او لوړ استعداد لرونکی علمی شخصیت ښاغلی بختور محمودی د علمی او لوړو تخصصی لاسته راوړنو په اړوند پرتمینه غونډه جوړه شوی وه.

نوموړی غونډه د ټاکلی سناریو او پروګرام سره سم پیل شوه.

د غونډی لومړی برخه دخروننګین د پوهنتون د (۱۱) تنو پروفیسرانو او (۲) تنو علمی شخصیتونو په ګډون جوړه شوی وه.

د غونډی دویمه برخه د ماښامنی ډوډی او په زړه پوری هنری کنسرت ته ځانګړی شوی وه.

د غونډی په لومړی پړاو کی د پوهنتون رییس د (۱۳) تنو علمی او تخصصی شخصیتونو سره یو ځای د غونډی تالار ته را ننوتل او ورپسی ښاغلی داکتر بختور محمودی چی د دوو تنو هالینډی استاذانو له خوا یی ملتیا کیده د غونډی تالار ته راغلل.

غونډه د یوه هالینډی پروفیسر په مشری پیل شوه او د ښاغلی داکتر بختور محمودی د خارق العاده کارونو او نویو کشفیاتو په اړوند چی د طبی علومو په تخصصی او علمی مجلو کی خپاره شوی دی د غونډی برخه والو ته په زړه پوری معلومات ورکړل او له ښاغلی داکتر بختور محمودی څخه یی مننه وکړه او هغه ته یی د دغو سترو بریو له کبله مبارکی وویله.

 

ورپسی بیلابیلو پروفیسرانو په خپل وار سره له ښاغلی داکتر بختور څخه د طبی نویو کشفیاتو او دهغه علمی کتاب په هکله چی د ده له خوا لیکل شوی پوښتنی وکړی چی ښاغلی داکتر بختور په سړه سینه او پوره اکادمیک حاکمیت ټولو پوښتنو ته قانع کوونکی علمی ځوابونه وړاندی کړل چی دغونډی د برخه والو له خوا د پرله پسی چکچکو او خوښی په څرګندولو سره یی هرکلی وشو.

 

 

په غونډه کی د لسو دقیقو په ځنډ سره مشخص علمی کمیسیون د ښاغلی داکتر بختور نویو طبی کشفیاتو او دهغه په اړوند ځوابونه و ارزول او د کمیسیون رییس په علمی او مسلکی کلماتو سره د ښاغلی داکتر بختور علمی بریاوی وستایلی او د دکتورا ویاړلی دپلوم یی هغه ته د غونډی د برخه والو د تودو ولولو په څپو کی وسپاره.

 

 

د محترم بختور نوي کشفیات د امریکایي او انګلیسي په معتبرو او علمي مجلو کې خپور شوي دي لکه:
Circulation, J Thromb Haemost, JAMA

 

د غونډی لومړی برخه د کمیسیون د رییس د وینا په اورولو سره پای ته ورسیده.

ورپسی د غونډی برخه وال د پوهنتون موظفو کارمندانو استاذانو له خوا دویم تالار ته د مازدیګرنی لپاره وبلل شول چی د هغه په ترڅ کی د غونډی برخه والو او د داکتر بختور مینه والو د ګلانو د ګیډیو او سوغاتونو په ډالی کولو سره هغه ته د مبارکی مراتب وړاندی کړل له هغه وروسته د غوڼدی زیاتره برخه وال د ترس لینګ هاوز په هوټل کی د ماښامنی ډوډی د خوړلو او په زره پوری کنسرت ته وبلل شول.

 

د کنسرت په پیل کی د ښاغلی بختور محمودی پلار ښاغلی ظفر محمودی د غونډی برخه والو ته ښه راغلاست او کور ودانی وویله او دخپل زوی د لوړ استعداد په هکله یی په زړه پوری معلومات وړاندی کړل له هغه وروسته د پیاوړی او نوښتګر شاعر ښاغلی الهام الدین قیام هغه شعر چی د ښاغلی بختور محمودی د علمی بریاوو د ستاینی په هکله یی رالیږلی و د تکړه او پیاوړی ژورنالیست ښاغلی بسم الله اکبري له خوا دکلمه او واورول شو چی د غونډی د برخه والو د تودو چکچکو او شاندارو ولولو په څرګندولو سره بدرګه شو.

همدغه شعر دخوږ اوازه او پیاوړی هنرمند ښاغلی یارمحمد په ښکلی هنری کمپوز سره د موسیقی په څپوکی واوروه .

 

 

ورپسی ښاغلی یعقوب بهروز د هیواد د یوه تکړه او غښتلی ژورنالیست په توګه خپل د مبارکی او خوښی مراتب څرګند کړل او د افغانانو د ذاتی او فوق ا لعاده استعدادونو په اړوند یی لنډی خبری وکړی.

زموږ د هیواد پیژندل شوی هنرمند ښاغلی یارمحمد د خوښی مراتب وړاندی کړل او په خپلو خوږو سندرو او مستو اتڼیزو نغمو یی د غونډی خوښی او پرتم لا زیات کړ.

همدا راز پدغه غونډه کی یو شمیر هالینډیانو د په زړه پوری کوراس او خوږی ترانی په وړاندی کولو سره د ښاغلی بختور محمودی د علمی او تخصصی کارونو څخه ستاینه او خوښی څرګنده کړه چی د غونډی له خوا یی تود هرکلی وشو همدا راز یو تن هالینډی استاذ د ښاغلی بختور د ځانګړی استعداد او غوره اخلاقو په هکله ډیری په زره پوری او خوږی خبری وکړی چی د هغه په وړاندی ښاغلی بسم الله اکبري د هالینډی استاذانو د خواخوږی او مینی څخه مننه وکړه او د افغانستان د لرغونی تاریخ د ځینو سترو فرهنګی فلسفی او نابغه شخصیتونو په یادونی سره یی په ګران هیواد افغانستان کی د بشپړ سولی د تامین او د نورو ځوانو استعدادونو د لا غوړیدو هیله وکړه .

د غونډو لړی د هیواد پیاوړی عکاس او کمره مین ښاغلی انجنر سید محمد بشیر حسینی له خوا عکاسی شوی او دهغه په زړه پوری فلم به په ډیر نیږدی وخت کی ټولو پوهنتونونو او نورو اکادمیکو موسساتو ته وړاندی شی.

ښاغلی بختور محمودی (۱۹۸۳) کال د اپریل په (۱۴) نیټه د خوست ولایت د اسمعیل خیلو په ولسوالی کی زیږیدلی دی هغه (۱۸) کلن و چی د خپلی کورنی سره یوځای را کډوال شو او په خپل ځواکمن او خارق العاده لوړ استعداد سره یی وکولای شول چی په لنډه موده کی هالینډی او انګلیسی ژبی په علمی سطحه زده کړی او په (۲۷) کلنی کی یی پخپلو کارنده او رغنده هڅو سره ماسټری او د طب په ډګر کی دوکتورا ترلاسه کړه.

چی موږ ټولو افغانان پری ویاړو او هغه ته د لا زیاتو بریو او همیشنی روغتیا هیله کوو.

 

په درنښت او ادب: انجنیر عبدالقادر مسعود

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org