یکشنبه، ۲۳ سپتامبر ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

بی خندا مملکت «وطن»

 

انجینر محمود صافی

شا عر وایی:

قند ها ر می دبابا په قباله دی             بد خشان دی که لغمان دی وطن زما دی.

 

پوره (۳۴) کاله کیږی چه مرحله په مرحله زمونږ په ګران وطن کی موسکا او خندا ګانی کوچیدلی دی د وطن مور د خپلو بچو او عزیزانو د شهادت په ټغر په ویر او ماتم کی شپی او ورځ سبا کوی. د وطن شین باغ تالا او خزان وهلی او رژیدلی دی. او د سولی کوتری نوری د دی باغ څخه مروری دی. دا سوال لا تر اوسه حل شوی ندی چه دا د دی وطن د جغرافیوی موقیعت ګناه ده او که زمونږ د خلکو او ولوسونو؟ ډیر دلایل شته دی چه بیان او تفصیل د دی کوچنی لیکنی تر حوصلی لوړ دی.

لنډه او ښکاره خبره داده چه یو ځل د مرستی او دوستی تر نامه لاندی په دی هیواد کی د جنګ او جګړی لمن نور هم پراختیا ومونده او نتیجه دا شووه چه بی له کوم ګټور او مثبت لاسته راوړنی څخه شوروی قواوی بیرته خپل وضع الجیش «قرارګاه» ته لاړ شی.

۲: وروسته د هغه چه افغانی "مجاهدینو" په پاکستانی او پنجابی بدلو اخلاقو او عادت د خپل کور د ورانولو او د خپلو خلکو په وژنی لاس پوری کړه او ټول ملت یی د غنیمت په نوم اسیر او برمته ونیووه په وطن کی یی ښیی نظامی غوبلی وکړی او د وینو دریابونه یی وبهول دا د شلم قرن تاریخی فاجعه زمونږ ولس په وطن کی د معجزی په شکل ولیدله د کابل کوڅو، او بانډو او دیولوالونو پری وژړل چه تفصیل ته یی ضرورت نشته.

۳: د "طالبانو" لاسونه هم په وینو سره دی، د دنیا لوی شرم او مسخره یی په نصیب شووه، هغوی د علم، تمدن، تکنالوژی ټولو دروازو ته یی کلک قلفونه واچوول او د پاکستان د لوی اسلامی امپراطوری خوبونه یی د ناکامی سره مخ شوول پاکستان غوښتل چه د افغانستان او منځنی آسیا په شمول ان تر ترکیی پوری په خپل قلمرو کی راولی. دا هم ډیر اوږد بحث دی چه تفصیل یی دلته ځای نلری. دا ټول هغه څه وه چه د افغانانو د پردیو د ستراتیژی اهدافو د پاره وکړه. خپل وطن او کور یی وران او خپل وطنپرسته مسلح قواوی یی دړی وړی او کباړ کړی او په پاکستانی کالدارو یی خرڅی کړی آو اوس داسی وخت راغلی دی چه د پاکستان او تورو پنجابیانو د توپچی او راکټی حملو په مقابل کی بی توانه او چپه خوله ناست دی .په واک کی څه نلری او هغه سوګند یی چه یاد کړیدی چه د افغانستان د ملی ګټو او د مځکی د یووالی څخه به دفاع کوی اوس د خپل وجدان او ملت د محکمیی لاندی دی يا دی د خپلی بی کفایتی په اساس خودکشی وکړی او یا دی نوره سیاسی صحنه پریږدی .

۴: دا لویه اوپراتیفی لوبه چه امریکا شروع کړی تر څو به پکی افغانان، ښځی او کوچنیان او بډاګان وژنی د حل کلی یی د دنیا د لوی شیطان انګلیس په لاس کی ده د جګړی دواړه طرفه دوی خپل دی هلته د تروریزم په مرکز کی په پاکستان کی پیسی او نظامی مرستی کوی دلته په افغانستان کی زمونږ په میندو او خویندو زمونږ په کلو او بانډو کی بمباری کوی د ډیر تاسف او ژور خفګان ځای دادی چه یوولس کاله کیږی چه د دموکراسی په نوم (دیکتاتوری او ټول و ژنی) د حقوق بشر په نوم هوایی بمباری او کتلوی وژنی د ښی حکومت داری تر نامه لاندی په فساد او غلا کی غرقه دولتی اداره د تروریزم په نوم په کلی او بانډو کی د افغانی ښځو وژنه او شهادت د مخدره موادو د مخ نیوی په نوم د مخدره موادو و بین المللی قاچاق دا ټول خارجی او داخلی زور واکان دی چه دا اعمال تر سره کوی او په وطن کی د ځنګل قانون عملی کوی. په دی کال په وطن کی ډلیزه وژنی او دوینو /جاری ساتل او په دی یوولس کلن نظامی غوبل چه لویدیځ زمونږ په خلکو روان او جاری ساتلی دی د هر با درده افغان چه هر چیری وی باید د اعتراض او خپلواکی آواز پورته کړی حد اقل که توره نلری قلم ته لاس کړی او د توری په ځای یی وچلوی او که ووایو (په ما یی غرض نشته) ډیره لویه ګناه به مو کړی وی.

۵: تر اوسه لا د لویدیخ وروستی اهداف معلوم ندی چه نور څومره منزل زمونږ په وینو وهی "مجاهد" یی د "روشنفکرانو" سره وجنګوه، بیا یی "مجاهد ملا" د "مجاهد ملا" سره وجنګوه، او بیا یی "طالب ملا" د "مجاهد ملا" سره وجنګوه، او اوس د جګړی دواړه خواوی دوی سره جنګوی چه تر څو به دوام وکړی، او دادی اوس زمونږ وطن سره ۴۸ مملکته جنګوی.

شهید مرحوم تره کی د یوه غربی ژورنالیست په ځواب کی داسی فرمایلی وه: ما د انقلاب ډیوه بله کړه که چا مړه کړه خپله به پکی وسوځیږی) او مرحوم شهید ډاکتر نجیب په بلګراد کی د ژورنالیست په ځواب کی داسی وفرمایل افغانستان به د امریکا د پاره په دوهم ویتنام بدل شی دادی هغه ورځی لری ندی نژدی دی). چیرته دی هغه افغانی غربی جاسوسان او مورخین چه پخواه به یی د شوروی د اشغال چیغی وهلی او اوس چپه خوله ناست دی وجدان لری او که وجدان یی هم خرڅ کړی دی اوس دی د افغان ولس دپاره د حق آواز پورته او د خپل صداقت اعلان دی وکړی.

۶: حقیقت دادی چه حق ویل او حق لیکل خورا ګران کار دی د بی دفاع خلکو دفاع د وجدان له مخی د هر افغان فرض دی چه باید اداء یی کاندی په دی تیره اوونۍ کی د لغمان ولایت د الینګار د نورلام صاحب دره کی په ښځو باندی د ناټو قواوو بمباردمان چه د رسنیو په قول ۹ ښځی شهیدانی او څه نوری ټپیان شوی دی ولی ظالمانو هلته خو تروریزم نشته او نه یی مرکزونه شته دی ولی ظالمانو؟ دلته خو د تروریزم مرکز نشته دی دا خلک ډیرغریب او بیچاره دی نر او ښځی یو ځای کار کوی ښځی د خپل ژوند د هوساینی د پاره په غرونو کی کار کوی دا وړنده ناټو څنګه اوپراتیفی قرار ورکوی بمباردمان کوی او د مظلومو ښځو ژوند اخلی الله پاک دی دی شهیدانو افغانی ښځو ته جنتونه په نصیب کړی او د ظالمانو دی جهنم ځای شی. او دا ژړاګانی به کله ختمیږی او خنداګانی به کله زمونږ د اولس په خوله راځی. وطن اوس د وحشی نهنګ په خوله کی پروت دی مونږ ټولو افغانانو ته پکار ده چه د ملی وحدت په رسی چنګ ولګوو قضاوت به خلکو او وخت ته پریږدو چه خپل اصیل (د خلکو د ګوند بچیان) د اوبو د تل څخه سر ته را وباسی او دی د مصیبت کاروان ته د پای ټکی کیږدی. تاریخ به تکرار شی بیا به خندا او موسکا زمونږ د خلکو نصیب شی وطن او زمونږ میړنی اولس دی ژوندی وی آخر به غربیان دا په ډالرو مست لیوانیان زمونږ مقدسی خاوری ته د احترام سر کوز کړی.

چه افغانان پکی اوسیږی                  په هغه ځای دی بی اوبو وشی ګلونه وسلام

 

 

   («اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)