شنبه، ۲۳ اگست  ۲۰۰۸

د ايتلافي ځواکونو بمبار ولسي وگړي وژلي

talafaat.JPG

افغان چارواکي وايي د افغانستان په لويديځ کې د ايتلافي ځواکونو په هواېې بمبار کې د مړو شمېره نژدې سلو کسانو ته رسېدلې، چې ټول يې ولسي وگړي دي.

دغه بريد د جمعې په ورځ د افغانستان د لويديځ ولايت هرات د شينډنډ په ولسوالۍ کې وشو چې ايتلافي ځواکونو پکې د لسگونو مخالفو وسله والو جنگياليو د وژلو ادعا کوله.

خو دغو ځواکونو په يوه نوې خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې د ادعاو په اړه به پلټنه وکړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پېښې د څېړنې لپاره يې سيمې ته يو پلاوى استولۍ دى.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د هرات ولايت د شينډنډ په ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونوپه بمبارۍ کې په لسگونو ملکي وگړي وژل شوي دي. چارواکو په پېښه کې تر دې دمه د ژوبلو کسانو په اړه کره شمېره نه ده ورکړې.

ايتلافي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې چې څو ساعته وړاندې خپره شوه ويلي د هغو ادعاو سپيناوى به وکړي چې ويل کيږي د جمعې په ورځ د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ کې ملکي وگړي وژل شوي دي.

وړاندې تر دې ايتلافي ځواکونو ويلي و چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې يې په لسگونو طالب جنگياليو ته مرگ ژوبله اړولې.

د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر مشر (يو تن چارواکي) عبدالحکيم عاشر بي بي سي ته وويل چې دايتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې نژدې سل کسه ولسي وگړي وژل شوي دي.

'' زموږ په لاس کې وروستي نتايج دا ښيي چې، په دغه پېښه کې تراوسه ٩١ کسان وژل شوي دي ، چې دا ټول نارينه او ښځينه وژل شوي کسان ولسي وگړي دي. موږ په دغه پېښه خپله خواشيني څرگندوو. ''

ښاغلي عاشرزياته کړه حکومت ددغې پېښې د څېړلو لپاره يو لس کسيزه پلاوى هرات ته استولۍ چې د پېښې په اړه کره پلټنې وکړي.

ايتلافي ځواکونو هم اوس خبر ورکړى، چې د ملکي تلفاتو په اړه د خپرو شويو رپوټونو سپيناوى کوي.

دغو ځواکونو له مخې ويلي وو چې په شينډنډ کې ټول وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي او ولسي وگړ و ته زيان نه دى اوښتى.

په پوځي عملياتو کې د ولسي وگړو وژل کېدل د حامد کرزي د حکومت لپاره خورا يوه حساسه موضوع گرځېدلې ده.

سياسي شنونکي وايي وړاندې تردې هم افغان حکومت ددا ډول برېدونو د ترسره کېدو وروسته د پلټنو کميسيونونه ټاکلي چې ددوى په باور مثبتې پايلې يې نلرلې.

که څه هم افغان حکومت په وار وار له بهرنيو ځواکونو غوښتي چې خپل عمليات له افغان امنيتي ځواکونو سره همغاړي کړي چې د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې مخه ونيول شي، خو بهرنيو ځواکونو لا تر دې دمه دې غوښتنې متبت ځواب نه دى ورکړۍ

 عبدالله ستانکزى
له کابله

      منبع : BBC 

 

توجه !

کاپی و نقل مطلب فوق صرف با ذکر نام و ادرس سایت «اصالت» مجاز است !

  

 

www.esalat.org