محترم امین باوری

 

د غوایی ورځ

                               

بیا د غوایې میاشت راغله !!!

پام چي د دې مبارکي میاشتي په اړه څوک په ورڼو ؟!! پسي څه ونه وایي !!!

اخر غوایې هم د خدای بنده ګان دي ؟!!!

په نننئ دیموکراته ؟! نړئ کي خو هر څوک ورځ او هر شئ حق لري !!! د چا مساوي د چا دوه برابره څوک تر حق لوړ څوک تر حق لاندي ... لنډه دا چي، ورځ او د هغې د تجلیل حق د زور او طاقت درلودل کارول او د فن ! مظاهره کول دي . د خدای (ج) په بندګانو کښي تر غوایي بل کم داسي بنده سته چي زورور ښکر، لوی خو د عقل نه خالي سر، زورور اندام او د بادار رسئ ته، وړ غاړه ولري ؟.

 تاسي ګران لوستونکي د نننئ نړئ پرمختللې بڼه له پورتني مثال څخه لیدلای سئ . په رشتیا چي نن په نړئ کښي انس او جنس ورځ لري . ښځي، نارینه، څاروي، الوتونکي، نیټې او داسي نور ... له ټولو نه جالبه د ورځي تعریف او تفصیر دئ، چا ته که کومي ورځي چانس راوړي خو بل چا په همدی ورځ تاوان کړی او کله ناکله خو داسي هم سوي چي چا په تاوان کي چانس راوړی دئ  .

د ۲۰۰۷ ع کال د هسپانیي هیواد د غوایانو په ځغاسته کښي ډیری منډي وهونکي تر پښو لاندي سول، د ځغاستي ژوري پلاوي د دې پر ځای چي غوایي پړه وګڼي، دا منډي وهونکي چي نور نو د پښو دریدلو طاقت نه وو پکښي، پړه او له مسابقی نه ویستل . خلګو اعتراض وکړ چي، غوایی له وخت نه وړاندي د غوجل نه خوشي سول او خلګوو ته خبردارې نه وو ورکړل سوی ! خو ژوري ځکه نه منل چي په لوبه کښي ګټونکي او بایلونکي خامخا وي ...!!!

اوریدل کیږي چي د کابل ښاریان هم، یو ځل بیا د غوایی د ورځي د تجلیل او تحسین په درشل کښي د شنو غوایی د انقلابیونو د لازمي پاملرني وړ ګرځیدلي دي .

لاري يي تړلي دي ... دا ځکه چي * دا ځل د ژوري پلاوي مشر تر نورو مشرانو، ځان عادل او د لوبو پر ګډونوالو مهربان ګڼي !!! او پریکړه یي کړی ده چي که؛ خلګ د غوایی د تجلیل او تحسین لپاره تیاری اوس وویني، نو د غوایي د ورځي په رخصتئ کښي به بیا څه کوي ؟ او همدارنګه د کابلیانو په پټه د خپلو ښکرونو او لغتو په وسیله کومي ابادئ!!! چي د همدی ورځي په ویاړ تر سره سوی وې ... خپلو عسکرو او دوستانو ته وښییئ .

زه خو دا کار د قدر وړ ګڼم، ځکه چي؛ د سیل او منظرې په وخت کښي لازمه نه ده چي کابلیان خوږی خاطری ترخی کړي ؟!

دلته خو لا د مساجدو محرابونه تر اوسه د کعبی خواته نه  دي راسته !!! 

دلته خو لا مزدور او غریب کابلیان د جنت له خوږو نه، نه دي برخمن!!!

دلته لا میرنئ ورور سته چي ګوانتنامو ته په   مجاني سیاحت ولاړ سي !!!

دلته لا د ړندو بم غورځونکو ته (لبیک، لبیک) ویونکي سته !!!

دلته لا افغان اولس کله ناکله اخترونه او نوي کلونه لمانځي !!!

دلته لا خلګ انساني ژوند غواړي !!!

د نړئ دغه لړئ ده، زموږ مړئ. .

 

۱۷- ۴- ۲۰۰۸

د پیک ښار، بلجیم

امین باوري

  

 

توجه !

کاپی و نقل مطلب فوق صرف با ذکر نام و ادرس سایت «اصالت» مجاز است !

  

جمعه،  ۱۸  اپریل  ۲۰۰۸

www.esalat.org