په افغانستان کی د تیزاب پا شلو فتواگانی چا ورکړی دی؟
 

Wed, November 19, 2008 19:14

رحمت الله روان

د افغانستان د اسلامي(!) جمهوريت جمهور رئيس(!) حامد کرزي وويل چي په کندهار کي د ښوونځي په زده کوونکو نجونو باندي د تيزابو د شيندلو عاملين به په عام محضر کي اعدام شي. باختر آژانس ته د جمهوري رياست(!) د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي حامد کرزي چي د جمهوري رياست(!) په ماڼۍ کي له خبريالانو سره په يوه مطبوعاتي ناسته کي خبري کولي د کندهار ولايت د نازو انا ليسي په زده کوونکو نجونو باندي د تيزابو شيندونکي وغندل او دغه غيراسلامي او غيرانساني عمل يي د هغو کسانو کار وباله چي نه غواړي ددي خاوري بچيان د علم خاوندان او دا خاوره د پوهي او پرمختګ له لاري په خپلو پښو ودريږي .خو پوښتنه داده چه دا څوک دی چه دغه رنگه ناوړه عملونه تر سره کوی ایا د افغانستان محترم ولس مشر(!) صاحب لا تر اوسه په دی نه پوهیږی چه دا څوک دی دغه ډله چه دغه رنگه عملونه سر ته رسوی؟ د افغانستان خلگو لا ډیر پخوا ښه پیژندلی دی او دا د دوی لومړی ځل نه دی دوی له ۱۳۵۷ هجری لمریز کال را په دی خوا دغسی نا وړه عملونه څو ځله په مکرر ډول تکرار کړی دی .دا هغه څوک دی کوم چه لومړی ځل یئ د افغانستان د بیچاره و خلگو په ضد د جهاد اعلان وکړی او ور سره یئ فتوا ورکړه چه د ښونځیو د زده کونکو په مخونو باندی تیزاب وپاشی د افغانستان خلگ ډیر ښه پوهیږی چه دا د هغو جهادی(!) رهبر صاحبانو د فتواو نتیجه ده چه د خپلو بادرانو په لمسون ئی لا پخوا صادر کړی ده او تر اوسه ادامه لری .نو کرزی صاحب باید دغه فاسده ډله ښه وپیزنی چه اوس دده د کابینی او د پارلمان برجسته غړی دی چه یو لاس یئ په دولت کی ده او بل لاس یئ د دولت له مخالفینو سره ده دا هغه د پښتو برجسته متل دی چه وایئ (له پسه سره سم ژاړی او لیوه سره لم خوری ) نو کرزی صاحب ددی انتظار مه لره چه دا خلگ ونیول شی او هغه بیا ته په عام محضر کی اعدام کی دا جنایت کاران ستا سره دی او که ووایم چه ستا ډیر نژدی دوستان او ملگری دی او ته شپه او ورځ له هغوی سره مشوری کوی او هغوی ته بعضی وخت د جهاد(!) د وخت رهبران وائی او وایئ چه دوی جهاد کړی دی باید په هر مجلس کی تر نورو په مخکی صف کی ناست وی ته که رښتیا غواړی چه مجرمان په ښکاره ډول اعدام وی یا بسم الله پس چا ته منتظر یئ ایا دی ته منتظر یئ چه بیا یو ځل داسی ستا په خبره د بی غیرتی عمل اجرا کی او بیا ته په کوم خبری کنفرانس کی خپله تباره تیزه کړی او یا بیا کوم روغتون ته د تفریح لپاره د قربانی شوو پوشتنه وکړی دا کارونه کومه خاصه نتیجه نه ورکوی بدون د خلگو له غولولو څخه او بس . . .

زه په یقین او اطمینان درته وایم چه دغه عمل هغو بی غیرتو تر سره کړی دی چه د تش په نامه د جهاد په مدرسو کی ددغه ستا جهادی(!) رهبرانو له خوا روزل شوی دی تاسی د خپلو معلوماتو د ښه مکمل کیدو په خاطر د محترم جهادی(!) رهبر او اسلامی عالم(!) شیخ اصف محسنی کندهاری څخه پوښتنه وکړی چه په ۱۳۶۴ هجری لمریز کال کی د کندهار په لومړی ناحیه کی چا د ښځو پر مخ چه د پاکی او نظافت په خاطر و زنانه حمام ته روانی وی تیزاب وپاشل او د دغه بی غیرتی عمل فتوا چا ورکړی وه او د کومی گناه په اساس ؟ چه د هغی حادثی قربانیان اوس هم په کندهار کی شته او د مایوبی شپی او ورځی تیروی . .

خو د هیواد دشمنان باید په دی پوه شی، چه په دی اعمالو د تعلیم، روزنی او تحصیل مخه نشی نیولی. د هیواد باتوری او ننگیالی شځی به هیڅکله و نه بیریژی دوی په دی عمل نه یواځی دا چی ځانونه د شرم او نفرت سره مخامخ کړل بلکه د تاریخ په پاڼو کی یی ځان ته توره کرشه په نصیب کړل دا هغه کسان یا اجیران دی چه هرکله یی د شځو د نهضت په وړاندی دریدلی دی د تاریخ په ډیرو پړاونو کی لکه د امانی دوری نه تر اوسه یی خنډونه مخ ته کړی او پیشوی. دا د ویلو وړ بولم چی دا هغه شځی دی چی کله به هم د تعلیم او تربیی نه لاس په سر نه شی.

او دا هغه غیرتی او باتور خویندی او میندی دی لکه د زرغونی انا په شان چه خپل گران زوی ته ئی د میړانی درس ورکړی او د افغانستان پولی یی تر ډهلی غزولی وی دوی په خپله پاکه غیږ کی اتلان او قهرمانان لکه احمدشاه بابا، میرویس خان نیکه، شاه امان الله خان، میرمسجدی خان، امین الله خان لوگری، امین الله خان چرخی، وزیر محمداکبر خان، او په زرهاو نور د ویاړ بچیان روزلی. د دوی روح تاسو ته نفرین او لعنت درلیږی چی تاسو پر هغو نجونو تیزاب پاشۍ چی د سبا قهرمانی میندی او خویندی دی د افغانستان ټول خلگ په هغوی باندی لعنت وایئ کوم چه دغه نامردانه عمل ئی تر سره کی . ..

جمهور رئيس(!) د نجونو په مخونو باندي د تيزابو شيندل ډارن عمل او د بي غيرتو کسانو کار وباله او هغوي يي د پرديو مزدوران وبلل چي غواړي افغانستان د تل لپاره د نورو احتياج و اوسي. حامد کرزي وويل د دي خاوري دښمنان دي په دي پوه شي چي د افغانستان خلک د دوي په دا ډول ډارنو او شرموونکو عملونو هيڅکله هم نه ويريږي بلکي دعلم او پوهي د ترلاسه کولو په لاره کي يي هوډ لا پياوړي کيږي.زه نه پو هیږم د پردیو مزدورانو څخه د ښاغلی کرزی صاحب هدف کوم کسان او ډلی دی؟ که هدف د طالبانو اسلامی(!) تنظیم وی خو د طالبانو دغه عمل نه دی منلی هغوی هم د کرزی په شان دغه عمل د وطن او د خلگو د دښمنانو کار بللی دی . که لږ څه متوجه شو مزدوران هغه څوک دی چه همیشه یئ د پردیو په اشاره دغه ملک خراب کړی ده د پردیو په اشاره او لمسون یئ د افغانستان عامه شتمنی لکه سړکونه، روغتونونه، مکتبونه، د اوبو زیرمی او کانالونه، د مخابراتو سیستمونه او داسی نور د خاورو سره مخامخ کړی دی چه په دغه باب یئ ښه مثالونه موجود دی.چه د مثال په ډول یو د هغو څخه د محترم ستر جنرال(!) رحیم وردگ د تش په نامه د جهاد د دوری کارنامی دی چه د هغه څخه ښاغلی عبدالجبار ثابت پرده پورته کړی ده چه محترم ستر جنرال(!) صاحب غوښتل د پردیو په اشاره او امر د سروبی د بریښنا ډنډ والوزه وی او پردیو ته د مزدوری ښه خدمت وکړی. محترم کرزی صاحب دا یو ډیر کوچنی مثال وه په زرهاو داسی مثالونه موجود دی چه قلم او کاغذ ورځنی عاجز دی هغه د پردیو مزدوران نن ورځ د افغانستان په خلگو باندی حکومت کوی .او ستا د کابینی مهم او برجسته غړی دی . ..

جمهور رئيس(!) ډاډ څرګند کړ چي د نازو انا د ليسي ټپي زده کوونکو نجونو ته به د زده کړي ښه شرايط برابر او هغو کسانو ته چي په دوي باندي يي تيزاب شيندلي دي له ديني عالمانو او د ستري محکمي له چارواکو سره د سلا مشوري وروسته په عام محضر کي د اعدام سزا ورکړي. بلی، محترم کرزی صاحب د افغانستان خلگ نه یوازی د دغی حادثی د عامیلینو د اعدام غوښتنه لری بلکی په هیواد کی د ټولو دغسی حادثو او پیښو و عامیلونو ته د اعدام د جزا ورکولو هیله او امید لری دا به یو غیری قانونی عمل وی چه هغو اشخاصو کوم چه په ۱۳۶۰ کلونو کی دغه ډول د تیزاب پاشلو فتواوی ورکړی وی او عملا یئ د زده کوونکو پر مخونو باندی تیزاب پاشلی دی هغه دی معاف وی او هغه دی ستا د کابینی او یا ملی شورا(!) غړی وی باید په لومړی قدم کی دغه د فتوا گانو خاوندان او ورپسی دی ټول مجرمین د اعدام جزا ووینی د شنبې په ورځ د ولسي جرګې(!) د فرهنګي چارو مسوول محقق په غونډه کي د کندهار د دې پېښي سخته غندنه وکړه او له دولتي چارواکو يې هيله وکړه که د دغو نجونو تداوي په افغانستان کي امکان و نه لري نو خارجي هېوادو ته دي ولېږل شي.

ما ته هم د ښاغلي محقق دا څرګندوني ځکه د حيرانۍ وړ وې، چي په دي ولايت کي په لسګونو ماشومان او ښځي په بمباريو او ځانمرګو بريدونو کي وژل کيږي، تر اوسه مي وانه ورېدل چي ښاغلي محقق دي د دې ډول غميزو غندنه کړې وي. يو شمېر نژدې کسان يې دا هم وايي چي ښاغلى محقق حتى په داسي پېښو خوشحاله شوى هم دى.

محقق خو هغه څوک دى چي د کوچيانو او هزاره ګانو په مسئله کي يې د نه خوړلو مصنوعي اعتصاب وکړ، ايا تاسي په دې خبر ياست چي پر نجونو د تيزاب شيندلو مسئله کي نوموړى کوم سياسي غرض لري او د دې ټکي باريکي چيري ده؟

و سلام،

 رحمت الله روان

 

 

  توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «
اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 

 

www.esalat.org