Sun Jan 18 2015 20:46:24


د وطن د ترقی ملی ګوند د اروپايي شورا

د غمشريکۍ پيغام

 

په بيساری خواشينۍ سره مو د ژوبل شوی وطن او په ويرلړلی مظلوم ولس د خلاصون د لارې د يوه اتل او نه ستړي کيدونکی مبارز او سپيڅلی انسان حيات اله « ايمل » د وياړلی ژوند سره د وداع بګنوونکی خبر تر لاسه کړ.

انالله و انا اليه راجعون

حيات اله « ايمل » خپله چټه ځوانی او د خپل سرلوړی ژوند ټوله پانګه د ګران وطن او خپل غيور ملت په پښو کې کېښوده . « ايمل » د ايثارګرو ميړنو دهيواد د وسله وال پوځ په ليکو کې هغه باتور ځوان وو چې تل يې خپل ياران د ټولنيز عدالت د تأمين په لاره کې مقاومت، زغم او ميړانې ته هڅول . په جلا وطنۍ کې «ايمل» د ځينو په شان د خپل وطن او خلکو په وړاندې خپلې ژمنې هيرې نه کړی او په ناروې کې يې د خپلو نورو يارانو سره يو ځای د وطن د ترقی ملی ګوند د سازمان بنسټ کېښود .

« ايمل » د پيړيو خوبولی د پيړيو د اژدها (د جهالت او خرافاتو) پر ضد راويښول، تر څو د تورتم د اژدها خونړی خوله په خاورو ډکه کړی .

« ايمل » د اوس او راتلونکی نه هيريدونکی سندره شوه او د تل له پاره به زمونږ په زړونو او ماغزو کې د هغه زړه راښکونکی هنګامه خوره وی . مونږ به د « ايمل » کارنامی تعقيب کړو او د هغه د پاکو آرمانو زيری به زمونږ تر وياړلی ولس رسوو . زمونږ تکل او ژمنې نه ماتيدونکی دی .

د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا په داسې حال کې چې د خپل همسنګر ملګری حيات اله «ايمل» سره د مخه ښي په ترخو شيبو کې د حيات اله «ايمل» د درنې کورنی غړو، په ناروې کې د وطن د ترقی ملی ګوند د شورا رئيس محترم ميرويس «اميری» او ددې سازمان ټولو غړو، د وطن د ترقی ملی ګوند مشرتابه ډلې او ټول افغان ملت ته د درنې ضايعې له امله د تسليت تاوده مراتب وړاندې کوی، د ارواښاد «ايمل» ستر روح ته د دعا لاسونه لپه کوی . روح دې ښاد وی.

د وطن د ترقی ملی ګوند اروپايي شورا

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org