دوشنبه، ۸ مارچ ۲۰۱۰

 

 د هند او پاکستان خبری

 

نثار احمد بهین

 

هند او پاکستان یو ځل بیا خبرو ته سره کښیناستل

 

دا ځل د خبرو د پیل نوښت د هند د حکومت پر غاړه وو، داسی ښکاری چی د امریکا حکومت افغانستان او پاکستان ته د «اوباما» د نوی ستراتیژی د بریالیتوب او په افغانستان کی د “طالبانو” د نفوذ د مخنیوی او په منطقه کی د "القاعدی" د ماتی په خاطر هندي حکومت دی ته هڅولی وو چی د پاکستان سره یو ځل بیا خبرو ته کښینی، نو همدا وجه وه چی دا ځل په نوی ډهلی کی دا خبری د دواړو هیوادو د بهرنیو.چارو د وزارتونو د سکرټرانو په سویه د فبروری په ۲۵ نټه پیل شوی.

مخکی لدی، د هند حکومت د ۲۰۰۸ کال د نوامبر د میاشتی را هیسی له هغه وخت چی د هند په "ممبی" کی پر یو هوټل تروریستی حمله تر سره شوه او په هغی کی یو زیا ت شمیر ملکی خلک زخمی او ووژل شول، او نوی ډهلی پدی تروریستی حمله کی د «لشکر طیبه» د غړو په لاس لرلو سره چی مرکز یی په پاکستان کی دی او د پاکستان د استخباراتی کړیو له مرستو څخه خوندی دی، د پاکستان حکومت ګرم وبللو، د هغه هیواد سره یی خپلی ټولی خبری ځنډولی وی، که څه هم پاکستان خپل هر ډول دخالت په دغه جنایت کی رد کړی وو.

هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال یا د دواړو هیوادو د بیلیدو له نیټی څخه تر او سه پوری هیڅکله پخپلو منځو کی دښو اړیکو خاوندان نه وو، ځکه چی ددوی په روابطو کی ډیر شمیر ستونزی موجودی دی، خو تر ټولو ستره ستونزه ددوی تر مینځه د کشمیر مساله ده هند او پاکستان له هغی مخکی چی انګلیس د هند له نیمی وچی څخه ووځی دواړه یوو هیواد وو، خو وروسته لدی چی په دوو مستقلو هیوادو سره وویشل شول، نو د یوو او بل پر ضدی یی سخت دریځونه غوره کړل، او د همدی ناوړه دریځونو له امله وو چی تر اوسه دری ځلی په خپلو منځو کی په جګرو اخته شوی دی.

دا جګړی، لومړی ځل د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په میاشت کی د«کشمیر» پر مسالی، او بل ځل د ۱۹۶۵ کال د سپتمبر په میاشت کی بیا هم د «کشمیر» پر مسالی او دریم وار د ۱۹۷۱ کال په وروستیو وختو کی د «بنګلدیش» پر سر وی، د کشمیر ستونزه، هغه کشاله ده چی د نیمی پيړی په تیریدو سره دواړه هیوادونه د څو څو وارو خبرو او جرګوو په کولو سره سره بیا هم تر اوسه پدی ندی توانیدلی چی ورته کومه منطقی د حل لیاره پیدا کړی، دا ځکه چی دواړه هیوادونه د کشمیر د خاوری د مالکیت ادعاوی لری او هر هیواد د خپلی ادعا د حقانیت ښودولو په دریځ کلک ولاړ دی، ددی ادعاو لنډیز دا دی:

هغه وخت چی د هند نیمه وچه تقسیمیده، د کشمیر ډیرکی شمیر اوسیدونکی مسلمانان وو خو د منطقی حاکم یوو هندو «مهاراجه» وو او په همدی وجه هندوستان ددی خاوری د مالکیت ادعا لری او وایی: «د هغه الحاقی سند پر اساس چی د کشمیر د وخت «مهاراجه» د هند له دولت سره د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په میاشت کی لاسلیک کړی وو، هغه، ددی خاوری دفاعی، مخابراتی او باندنیو چارو اختیار ډهلی ته سپارل وو، نو پدی وجه هند حق لری چی دا منطقه د خپلی خاوری جزْ وګڼی» د بلی خوا د هند حکومت وایی چی د «سیملی» د معاهدی پر اساس چی په ۱۹۷۲ کال کی د هند د لومړۍ وزیری «میرمن اندرا ګاندی» او د پاکستان د صدراعظم «ذوالفقار غلی بوټو» تر مینځ لاس لیک شوه، فیصله وشوه چی د کشمیر د کشالی حل باید د دوو اړخیزو خبرو له لیاری حل شی، نه دنړیوالو سازمانو په واسطه» لکه ملګری ملتونه او داسی نور، مګر د پاکستان مقامات بیا وایی: «څرنګه چی د کشمیر د منطقی اکثریت اوسیدونکی مسلمانان دی نو باید دا خاوره اصولآ د پاکستان د هیواد پوری اړه ولری، ځکه چی پاکستان د هند د نیمی وچی د مسلمانانو میراث وړونکی هیواد دی.»، که څه هم اوس د کشمیر د خاوری یوه پر دریمه برخه د پاکستان او پاتی برخه یی د هند تر کنترول لاندی ده، خو دغی پخوانی تاریخی لانجی د هند او پاکستان لپاره زیات مشکلات خلق کړی دی، حتی دواړه هیوادونه یی د اتمی جګړی د ګواښونو په درشل کی درولی دی.

نن ورځ د دی هیوادو د خرابو روابطو د اغیزو تور سیوری نه یوازی ددی هیوادو د خلکو پر سر پروت دی، بلکی سیمه او نړی یی د ناوړو عواقبو اندیښمن دی دا ځکه چی دا دواړه هیوادونه د اتمی وسلی لرونکی هیوادونه دی.

هند او پاکستان په سیمه کی هغه هیوادونه دی چی د اټمی وسلو په سیالیو کی هر کال په میلونونو ډالر مصرفوی، پداسی حال کی چی زیات شمیر خلک یی د فقر، بی کوری، ناروغی، بیسوادی او په لسهاوو نورو پروبلمونو سره لاس او ګریوان دی.

هند د ۱۹۶۰ کال څخه وروسته له هغی وخت چی «چین» خپله اټمی سلاح و ازمویله، د اټمی وسلی د لاسته راوړلو هڅی پیل کړی او د ۱۹۹۸ کال د می د میاشت په ۱۱ نیټه یی اعلام وکړ، چی دری هستوی ازمایښتونه یی تر سره کړه، لدی نیټی څخه لا څو ورځی نه وی تیری شوی چی پاکستان د همدی کال او میاشتی (۱۹۹۸ کال د می د میاشتی په ۲۸ نیټه) خبر ورکړ، چی دی هیواد هم پنځه هستوی ازمایښتونه سر ته ورسول.

ددغو دوو خبرونو اوریدل، نړی سخته اندیښمنه کړه او د بیلابیلو هیوادو د منفی عکس العملونو سره مخامخ شوو، خو نړیوال وروسته بیا هغه وخت زیات په تشویش کی شول او ټکان یی وخوړو چی د نړی د اټمی انرژی موسسی او د آمریکا د جاسوسی سازمان دا کشف کړه چی د پاکستان د اټم پلار «خان عبدالقدیر خان» ددی وژونکی وسلی د تکنالوژی اسرار په ایران، شمالی کوریا او په احتمالی توګه په سعودی عربستان پلورلی دی.

اوس پداسی حال کی چی دغه دواړه اټمی وسلی لرونکی هیوادونه دی نتیجی ته رسیدلی او پدی ښه پوهیږی چی د کشمیر بحران، نظامی حل نلری، او ضروری ښکاری چی باید ورته سیاسی «حل» ولټول شی مګر بیا هم هند او پاکستان د تیرو څه باندی ۶۰ کالو په موده کی که څه هم په کراتو کراتو حتی د دواړو هیوادو د «سرانو» په سویه پخپلو کی سره جرګه شوی دی، خو پدی کار بریالی شوی ندی، د بیلګی په توګه پدی هکله د دی څو مهمو ناستو یادونه ضروری بولم: په ۱۹۶۶ کال کی د پاکستان جمهور ريیس جنرال ایوب خان او د هند صدراعظم بهادر شاستری د «تاشکند» په ښار کی سره جرګه شول، مګر بیا هم د کشمیر د مسالی حل لاینحل پاتی شوو په ۱۹۷۲ کال کی «میرمن اندرا ګاندی» او ذوالفقار علی بوټو په سیمله کی سره وکتل، سره لدی چی پدی جرګه کی د سیملی معاهده امضا شوه، ولی د کشمیر ستونزه بیا هم ختمه نشوه.

په ۱۹۹۹ کال په «لاهور» کی د هند د حکومت لومړی وزیر «اتال بهاری واجپای» او د پاکستان صدراعظم نواز شریف پخپلو منځو کی سره خبری وکړی، خو کومه قطعی نتیجه لاس ته رانغله.

د ۲۰۰۱ کال د جولای په میاشت کی جنرال پرویز مشرف یو دری ورځنی جرګه د ښاغلو «نارایانان» د هند د جمهور ريیس او د هند د لومړی وزیر «واجپایی» سره جوړه کړه، ولی بیا هم دغه لانجه پخپل ځای پاتی شوه او تر نن ورځی پوری یی دوام پیدا کړ.

اوس چی د امریکا د حکومت په پرله پسی هڅو دا وروستی خبری په ډهلی کی پیل شوی، بیا هم د خبرو اجندا کی د «هندو» د سیند له اوبو څخه د غلطی استفادی او په سیمه کی د تروریستی عملیاتو په هکله بحثونو ځای درلود مګر د (کشمیر لانجه) د زیات بحثونو وړ ونګرځیده.

د امریکا مقامات هڅی کوی چی بیا هم دغه دواړه هیوادونه دی ته اړ باسی چی خپلی اړیکی سره عادی کړی او د ستونزو د حل لپاره خبرو ته دوام ورکړی، دا ځکه چی پاکستان په افغانستان کی د هند د مخ پر زیاتیدو نفوذ، چی د هغه هیواد له ګټو سره په ټکر کی دی اندیښمن کړی او هند هم د پاکستان پر خلاف د افغانستان د بیا ودانولو په چارو کی د خپلی زیاتی پانګی په اچولو سره ورځ په ورځ خپل نفوذ زیاتوی، او همدا د هند او پاکستان سیالی ده، چی د “طالبانو” پر ضد جګره په افغانستان کی ورځ په ورځ سختیږی او اوږده کیږی، ځکه پاکستان د څو دلیلونو له مخی نه غواړی د “طالبانو” پر ضد، د امریکا سره د افغانستان په جګره کی صادقانه مرسته وکری او هغه دلایل دا دی:

ـ د کشمیر مساله لا تر اوسه نده حل او پاکستان اړین دی چی خپل یو زیات شمیر عسکر د هند سره په ګډه پوله کی په دایمی توګه وساتی.

ـ پاکستان غواړی چی د افغانستان د جګړی د اوږیدو په پلمه له امریکی څخه هر کال یوه زیاته اندازه پیسی او وسله تر لاسه کړی.

 ـ پاکستان غواړی په افغانستان کی یوو داسی حکومت را مینځ ته شی چی په افغانستان کی د پاکستان د ګټو مدافع وی.

ـ پاکستان غواړی چی په افغانستان کی د هند د نفوذ مخنوی وکړی تر څو داسی نشی چی د افغانستان حکومت او هند، د پاکستان پر ضد سره لاس یوو کری، له همدی کبله پاکستان، د خپلو اهدافو د تر سره کولو په خاطر د پخوانیو "مجاهدینو" او “طالبانو” د ځینو ګروپونو او ځینو افرادو څخه چی د هغه هیواد د استخباراتو «آی اس آی» سره نږدی او ټینګی اړیکی لری کار اخلی.

ـ د ډیورند د کرښی کشاله لا تر اوسه د افغانستان سره حل شوی نده او پدی هکله پاکستان د شرقی پاکستان (بنګله دیش) د تجربی په لرلو سره اندیښمند دی.

ـ د پاکستان په دننه کی هیڅکله ټینګ ثبات موجود نه وو او د پاکستان سیاسی او نظامی مقامات تل دا هڅه کړی او کوی یی چی د پاکستان د خلکو پام د داخلی مسایلو څخه بهرنیو موضوعګانو ته واړوی تر څو پدی توګه د دوی د بقا او دوام زمینه برابره وی.

ـ پاکستان غواړی چی د افغانستان په راتلونکی کی د نړیوالو هر ډول فیصلی د پاکستان له لیاری تر سره شی او هغه هیواد ته د افغانستان په راتلونکی کی محوری نقش ورکړل شی او ځینی داسی نور دلایل.

د دی ټولو غوښتنو د حقانیت ثابتول او یا تر سره کول په اوسنی حالت کی د امریکی او هغو نړیوالو قوتونو لپاره چی په افغانستان کی د “طالبانو” پر ضد په سخته جګړه کی ښکیل دی ګران کار دی، نو امریکا چی په سیمه کی د خپلو هدفونو د ترسره کولو لیواله ده، غواړی چی د هند سره د پاکستان د اړیکو په عادی کولو سره د پاکستان حکومت ته دا اطمینان ورکړی، چی په اوسنی حالت کی د هند لخوا پاکستان ته کوم خطر متوجه ندی، نو هغه هیواد کولای شی چی د هند له پولی څخه د خپلو عسکرو په کمولو او په وزیرستان او هغو سرحدی سیمو کی د هغو د ځای په ځای کولو سره، چی د "طالبان" او "القاعدی" د اوسیدو ګمان کیږی، هغه ګډه جبهه پیاوړی کړی چی په سیمه کی د امریکی په مشری د "طالبانو" او "القاعدی" پر ضد له کابو نهه کالو راهیسی پرانستل شوی ده، همدا وجه ده چی د متحده ایالاتو حکومت په نظر کی لری چی په روان کال کی پاکستان ته ۱۸ «ایف ۱۶» ډوله جنګی الوتکی او ۱۰۰۰ هغه بمونه ورکړی چی د لیزر په وسیله کنترولیږی، خو د هند حکومت پدی هکله خپله زیاته اندیښنه ښودله او ویلی دی چی تجربو ثابته کړی چی پاکستان تل دا ډول وسلی د هند پر ضد په کارولی، نه د کوم بل هد ف لپاره.

مګر افغانستان او پاکستان ته د امریکا د هیواد خاص استازی ریچارد هولبروک د دواړو هیوادو څخه په کلکه غوښتی چی د ستونزو د حل په هکله پخپلو منځو کی سره مرسته وکړی.

  

ختم ماینز- جرمنی

 

۲۰۱۰/۳/۷

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org