دوشنبه، ۱۵ فبروری ۲۰۱۰

 

د ما پیژندنه د خدایی خدمتګارانو سره؟

دوکتور م. پکتیاوال

زه لا په ۱۳۲۲ کال چه په ښوونځی کی لا شامل نه وم؛ چه ما د خدایی خدمتګارانو؛ د خان عبدالغفارخان؛ پاچا خان؛ سره چه د هغوې په کلی او یا بانډی (پنیرکو) کی اوسیدو وپیژندل؛ او د هغوې له مبارزو سره د آزادې په وخت کی آشنا یم؛ او د هغه پیرو ښادروان اجمل خټک می په ۱۳۵۰‎=۱۹۷۱ کال کی، ‎چه له تحصیل څخه ګران افغانستان ته وګرځیدم او هغوې د کابل په هوټل کی اوسیدل د ښادروان اجمل خټک او د هغه له ملګرو تورلالی او صوفی جمعه خان سره می و پیژندل او بیا تر ننه پوری د ښادروان اجمل خټک سره ځما ملګرتیا پاتی سوه. زه به په دا څلویښتو کالو کی د ښادروان اجمل خټک د پاکی او صادقانه ملګرتیا څخه څه ووایم؛ هغه زیات ملی او مترقی دوست او ملګرې وو؛ هغه وخت چه ښادروان استاد خیبر شهید سو؛ او د ده کره هلته د کابل په دریمه کارته کی ښادروان فیض محمد د سرحدونو چارو وزیر او زه دوکتور م. پکتیاوال ناست وو؛ چه رسولی د ملی دفاع وزیر ښادروان اجمل خټک ته تیلفون وکړ؛ چه د خیبر په فاتحه کی چه د شاه دو شمشیره په جامع جومات کی اخیستل کیده ګډون و نګړی؛ او پاچا خان د موږ پیغام قبول نه کړ او هغه په دی فاتحه کی ګډون کوی؟. ښادروان فیض محمد ورته وویل چه تاسو د پاچا خان په شان په فاتحه کی ګډون وکړې‎؛ ما دوکتور م. پکتیاوال ورته وویل؛ چه تاسو دلته د نشنل عوامی پارټی استازی په افغانستان کی یاست؛ نو تاسو د افغانستان د دولت د استازی رسولی وینا ومنې او په دی فاتحه کی ګډون مکوې؟. ښادروان اجمل خټک پدی فاتحه کی ګډون و نګړ؛ چه بیا وروسته ښادروان کارمل او داکتر نجیب الله تر ډیره پوری له هغه څخه خوابدی وو؛ چه بیا وروسته دغه خوابدی سره ورکه سوه. په ۲۰۰۱ کال کی چه پښاور ته ولاړم تر بل هر چا یی (افر اسیاب خټک او نورو) په نسبت له ما سره یی ښه ملګرتیا وکړه؛ زه به د خټک صاحب په باره کی کومی او څه ووایم؛ ښادروان اجمل خټک یو ملی او مترقی شخصیت وو؛ ما ښادروان اجمل خټک ته د تل په شان لا دده په ژوند کی ولیکل؛ چه نشنل عوامی پارټی ولی ۱۸۰ درجی د الیګارشی؛ ګلوبالیزم امپریالیزم په لمسون سره په پښتونستان کی قومی او ورورګلوی جګړه پیل کړه؛ که چیری پاچا خان ژوندی واې او دا حالت یی لیدلی واې حیران سوی به وو.

هغه ویلی:

غټان؛ غټان نیکان؛ نیکان پیدا دی

دوی خو له ځایه جنتیان پیدا دی

ځې؛ هغو خوارو له جنت وګټو

څوک چی د موره دوزخیان پیدا دی

که ظالم می ژبه غوڅه کړه؛ تیره سوه

توره څومره چی تیره سوه له خوږه سوه

که کابل دې که پښاور دی ځما کور دې

که د لر دې که د بر دی ځما ورور دی

هر خاین چه دی خنډ اچول غواړی

که دی لر دی که د بر دی مخی تور دی

چه نیشه د استبداد لری په سر کی

ما ته یو دې که افغان وی که مغل

د ښادروان اجمل خټک څومره او کومه ملی او مترقی خبره را په یاد کړم یاد د یی تل ژوندې وې.

 

په در ناوی؛

 

دوکتور م. پکتیاوال

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org