دوشنبه، ۱۵ مارچ ۲۰۱۰

 

د پښتنو د امراضو علاج انقلاب دې

لیک: احمد تمیم ړنګ

*    *    *

نه یم بی غیرته واوره سر دی پری ښه خلاص کړه

پورته که می سر کړو نو نړی به دړیوړی کم

 

نن سبا پښتانه د ډیرو ستونزو سره مخامخ دی لکه جهالت، د روغتیا آسانتیاوې، غربت، په مورنې ژبه د زدکړو نه بې برخه کیدل، په دولت کښې ېې ګدون د نیشت په برابر او داسې نوری ستونځې دی چې پښتانه ورسره لاس او ګریوان دی.

که د نړی تاریخ ته وګورو نو د نړیوالو بربری ځواکونو د پښتنو په سیمو په څو څو وارې برید کړی چه په پاې کښې ېې د پښتنو لخوا شرمناکه ماتې خوړلې، او دې بریدونو دی ته زمینه مساعده کړې چه پښتانه د تاریخ په لړ کښې د دوی تر ټولو ستر دښمنان وګرځوی، او هر یو ېې په خپل وس سره دا کوښښ کړی چه پښتانه د ترقی او د پرمختګ څخه بې برخې پاتې کړی، او د افسوس سره دا باید وواېو چې د پښتنو دښمنان تر ډیره حده بریالې شوې هم دی چې د پښتنو په سیمه کښې د لسیزو لپاره اور بل کړی. نو ځکه دا سیمه ورځ په ورځ د جهالت غربت او د ناامنې په اور کښې سوزیږی.

ښاغلې الحاج فضل الله رشتين صیب خپل په یوه لیکنه کښې (د پاچا خان فلسفه) د عنوان تر لاندې د پاچا خان د یو څو خبرو ذکر کړې چې پاچا خان د نن نه ۲۴ کاله مخکې یوې لوی غونډې ته کړې وو هغه لنډې او د فلسفې نه ډكې خبرې دادي:

(په پښتنو كښې بغض او كينه ده. يو پښتون د بل پښتون دشمن دى. اتفاق نشته، ته زما په خوشحالۍ خوشحاله نه يې او زه ستا په خوشحالۍ خوشحاله نه يم. ته زما خير نه غواړې او زه ستا خير نه غواړم. ته زما په بربادۍ خوشحاليږې او زه ستا په بربادۍ خوشحاليږم. زه تا وژنم او ته ما وژنې.

نن څه لږ ډير اميد پيدا شوى دى چې دا ستاسو مينه، دا ستاسو محبت، دا ستاسو جوش او دا ستاسو احساس وينم.

خو اى وروڼو پام وكړی. زه تاسو ته اپيل كوم. په مونږ باندې خداى فضل كړی دى. نن يې مونږ راويښ كړي يو، مونږ ته يې نن يوه جذبه راكړې ده. په مونږ كښې يو احساس پيدا شوى دى. زما دا خبره په ياد لرئ. دا خلك په دې خوښ نه دي. د همدې د پاره زه تاسو ته وايم، دلته چې مونږ څه كارونه كوو، هغه د ملك او خلكو د پاره كوو. زمونږ شريك ملك دى. مونږ ټول د يو بابا اولادونه يو. مونږ ټول پښتانه يو. كوښښونه كيږي چې په مونږ كې اختلاف پيدا شي.

زما تاسو ته دا عرض دى چې اى وروڼو! خپل دوست او دښمن وپيژنی، ګټه او نقصان و پيژنی. كوشش وكړی چې څوك په مونږ كښې اختلاف پيدا نه كړي.

ما سره دا وعده وكړئ چې تاسې به كوشش كوی او خلك به پوهوی، دا كوم احساس، دا كومه جذبه چې په مونږ كښې پيدا شوې ده دا وساتۍ.

د كوم قوم چې د كرسۍ د پاره، د اقتدار د پاره شوق پيدا شي، نه په هغوي كښې اتفاق راځي او نه ترقي راځي.

نن وګوری مسلمانانو ته. اسلام خو ورورولي ده، آبادي ده. زمونږ څه حال دى. تاسو اول د افغانستان خلكو ته وګوری. دا جنګ د امريكې جنګ دى په مينځ كښې پښتانه تباه كيږي. يو خوا پښتانه او بل خوا پښتانه. تاسو له ما سره وعده وكړی چې د پښتون د يووالي د پاره به كار كوی.)

چې دستار تړي هــــــزار دي

د دستار سړي په شمار دي

 د پاچا خان په دې پورتنېو خبرو یا خو مونږ پوی شوی نه یو او یا هم ځان پوهول نه غواړو نن پښتانه د هرې خوانه ګیر دی د جهالت توری تیری د خپل تر حد رسیدلی، د غربت له وجه نه نن مونږ پښتانه خپل بچې خرڅولو ته تیار یو، خپل د بدن اعضاوی خرڅوو، د بی اتفاقې لوی عذاب په مونږه راغلی، زمونږ په منځ کښې نن مینه او محبت اخلاص، ورورولی له منځ نه تللی، نن مونږ ټول یو بل ته غله یو، اصلی دښمنان مو هیر کړی او په وړو وړو خبرو یو بل وژنو او د یو بل په مړه کولو جنت ته تلل غواړو، پخوا چې د نړی هیوادونو مونږ ته په جیګو سترګو نشو کتلی وجه ېې زمونږ غیرت وه ولې نن د افسوس خبره ده چې زمونږ غیرت د پیسو په بدل کښی خرڅ شوی دی نن چی مونږ د پردیو په ساز ګډیګو تر ټولو غټه وجه دادې چې مونږ د خپلو ملې قایدینو لار پریښودلې د هغوی چی کوم مرامونه او مقاصد ول هغه مونږ شاته پریښودلې نو ځکه نن په نړۍ کښی د پښتانو پیژندنه یو جاهل، ترهګر او د یو وحشی ځناور په نامه کیږی،

نه ننګ شته نه غيرت، نه خاورې ته خدمت نن وګوره دنيا ته هر ملت سر په مراد شو

پښتون غريب برباد شو

ګوندي او عداوت، په مونږ کې شو عادت دوستي او شفقت په پښتو کې شو غايب

نفسونه شول غالب

نن نړیوال د امریکا په مشری د پښتنو وینه څکی هره ورځ زمونږ تنکی تنکی ځوانان وژنی زمونږ پوهان او عالمان وژنی، نن زمونږ ګاونډیانو هم دا جرئت پیدا کړو چی زمونږ په کورنۍ چارو کښی لاس وهنه وکړی او په دی لټه کښی دی چی څنګه وکړی تر څو د افغانانو کلتور، ثقافت او ژبه د خپل کلتور، ثقافت او د ژبې د اغزی لاندې راولی.

د دغو ټولو ستونځو نه د وتلو یواځنې لاره نن د یو انقلاب راوستل دی، نن هر یو پښتون ته پکار دې چې په ځان کې بدلون راولې د ډیرو نه په لږو قناعت وکړي، لمړۍ ځان او بیا خپل بچې د خپل تاریخ نه خبر کړی، سیاست والو ته پکار دی چې د خپل قوم لپاره سیاست وکړي د پردیو د اغیز لاندې رانشی تر څو دا د بې اتفاقې اور مړ کړو، ځکه چې بی اتفاقی د ټولو امراضو مور بلل کیږې. نن په مونږ کښی د علم کمښت ددی سبب ګرزیدلې چې مونږ خپل دوست او د ښمن نه پیژنو نن مونږ ته د یو انقلاب ضرورت دی او هغه انقلاب د علم انقلاب دی ځکه چې تر یو حده پوری علم د داسې امراضو علاج کیدلی شی

پاڅه ننګياليه! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه

ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځويه او بچيه د شېرشاه!

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org