شنبه، ۲۸ اپریل ۲۰۱۲

 


دیپلوم انجنیر عبدالکبیر کاکړ

 

د ثور پسرلۍ

 

کله پسرلۍ شو ګلاب کله غوړيدلۍ دی؟

شپه که تيره شوې خو لمر کله چا ليدلۍ دی؟

وائي چې باغ شين دی چمن شين دی ځمکه شنه ټوله

وايم په دې شنو کې دا سور اور چا لګولۍ دی؟

غر هم هغه غردی د پخواپشان دروند جګ ولاړ

دغه تور ټغر ئې پر مخ چا نن غوړولۍ دی؟

وچ پکې د سرو ګلونو باغ شو ته ئې شين بولې

ما خو د ساړه ژمي اټکل لا پخوا کړيدی

ښه به وه چې ټول فصلونه يوځای وای په خپلو کې

چا د ژمي واورو کې نرګس غاټول ليدلۍ دی؟

اوس خو وچ اغزي دي چې د ګلو استاذي کوي

ځکه د بلبل پر ځای کارغۍ پکې ښاغلۍ دی

انجينر کبير کاکړ

۸/۲/۱۳۹۱، جرمنی

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org