8 maart 2016 09:18:24


بسم الله اکبری

|
 

*

د وطن مورې!

نن د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده. هو د هغو ښځو ورځ چې کړول شوي، ژړول شوي، له کاره شړل شوي په سوکانو او ډنډو وهل شوي او په مرګ ګواښل شوي ښځې.

زه پوهیږم تاته هغه کړاوونه ناڅیز خو د خپلې لور، خپلې خور، په زړه داغلي مور، ورارو او بورو میندو ناورین، ناورین غمجنې څیرې، په اوښکو وچ شوي بارخوګان، ببر سرې یتیمان او په سویو ځګیرویو بوخت بوډاګان او د هدیره، هدیره وطن شهیدان، په ماتو ګوډو پښو په لرګینو لکړو روان ځلمیان یادېږي. او ځکه په چیغو، چیغو ژړا او سوو ساندو سر یې چې په همدې نړیواله ورځ دې ګنې څوګ فریادونه او سوي کوکارې واوري.

د وطن خواخوږي مورې!

دلته د فریادونو او غمجنو ژړاګانو د اوریدو غوږونه کاڼه شوي او هغه سترګې ړندې شوي چې د غیږې ببر سر او چاود مخې بچي دي وګوري. دلته انسانیت او بشري وجدان هډو نشته چې د شهید شناختو ته د بوري مور، ورارې خور او د ځوانې کونډه شوي پیغلې په کوکارو ودردیږي هو! زړونه یې لکه زیږه کاڼي سخت شوي او انساني عاطفه په کې ورکه شوي ده.

د وطن دردیدلي او غمیدلي مورې!

مودې، مودې، کلونه، کلونه وشول چې په مخ دې د تړمو، تړمو اوښکو غجمن څاڅکي بهیږي. د پیغلوټو ګودرونه د ماتو شنو منګیو له کودړو ډک دی شا و خوا سره او شنه بنګړي خواره واره او ټوک، ټوک پراته دي. هو! له هسکه پرې د سکروټو او تودو بمونو باران اوریدلی او ګودر په ویر پروت دی. ایلبندونو ته کوچیانۍ پیغلي پخپلو زنو، نور شنه خالونه نه ږدي او د اوښانو په غاړو کې کوچیاني ځوندي او ګنګړي نه ځړیږي د کاروانو هغه پخوانی مستي بیا ترسترګو نشي. د پردو په لاس بل شوي اور او دستوري جګړې زما د ګلالي وطن ټوله هستي او درنه، درنه ارزښتونه، سپین غر، سپین غر غیرتونه او تور غر ، تورغرن نګونه تباه او ټپي، ټپي کړل.

د وطن غمجنې مورې!

نور مه ژاړه یوه شیبه دمه شه او د وطن غمیدلو میندو، پیغلو نجونو ته خپل د زړه آه او پیغام ورسوه.

د وطن مور په درنه لوپټه کې په لرګینه لکړه تکیه او په ریږدیدلو لاسونو یې څلور شمې ولګولي او راته ویل یې:!

زویه! دغه شمې د ځوانیمرګو پیغلو ناهید، فرخندې، انګیزي او سنګسار شوي رخشانې په مزارونو د مارچ د اتمې په ویاړ ولګوه.

بسم الله اکبري

۸/۳/۲۰۱۶

هالینډ

      * تصویر (تابلوی زن افغان) از سایت بی بی سی فارسی

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org