چهارشنبه، ۱ می ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

دوی په درواغو قرآن او قسمونه کوي

لیکونکۍ: دکتور طاوس وردک،

Wednesday, May 1, 2013 15:34:38

 

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

د هغو وخته چې زه د کلي د ملا - ملک - مشر سپین ږیري او نورو مشرانو او ځوانانو په خبرو پوهیدلۍ یم اکثریت ېې همیشه په خبرو کې دخدای کلمه یادوله، په خدای قسم دی، د خدای په نامه، والله، با الله، تلي، صم تلي، په هغو ذات چې مځکې او آسمانونه ېې پیدا کړي سوګند یادوم او ډیر نور، خو بیا یوه ورځ نه (ملا صاحب - نه یو بل عالم - نه یوه معلم یا سرمعلم نه یوه سپین ږیري) دغو خلکو ته ونه ویل چې وګورۍ که ځانونه مسلمان بولۍ او په رشتیا په خدای او قرآن پاک باور لرۍ نو بیرته ېې په وار وار په خبرو کې د نقل قول یا تایید یا رد له پاره چې ځانونه زمه وار وګنۍ یعني ځانونه حق په جانب وبولۍ نو قسمونه او خدای پاک او کلام پاک ېې وروسته له هرې خبری یا جملې مه یادوۍ او مه ېې شاهدوۍ ځکه تاسې یو وارې هم هغو ته احترام قایل شوي نه یاست، ځکه موږ وینو چې دغه ټول (غیر علمی او غیر اسلامی سوی استفاده د ذات ذولجلال له نامه نه) ده او له پاره ددی چې خلک باور وکړي نو دغه مشران او سپین ږیري خاصتا نن ورځ زمونږ سیاسیون که د ښي اړخ یا چپ اړخ پیروان دی یا د یوه نام او نشان خاوندان دي دوی تل تر تله تکیه په قرآن پاک او الله (ج) کوي چې دغه واضح شرک دی، که مو (عمل انسانی - شریفانه - بې مقصده - بې ریا - افغانی - اسلامی وي او د پنجابیانو، غرب، روس، چین، ایران، عربو) ناولې اراده او تدبیر هلته نه وي نو سوچه بیدون له قسمونو خبری وکړۍ .

یوه ورځ یوه ځوان "مجاهد" سیاست مدار خپلو "مجاهدینو" ته وینا کوله نو ده په ډیر اشتیاق خپلو د سنګر ملګريو "مجاهدینو" ته داسې وفرمایل ((زما د په ذات ذلجلال قسم وي چې زه به یوه لحظه د "مجاهدینو" شهیدان او یتیمان معیوبین او زخمیان هیر نه کړم)) خو زه لیکونکۍ درته وایم چې دغو "سیاست مدار" او نن چې د یوه سیاسی ګوند مشری هم په غاړه لري یوه ورځ د یوه شهید دروازه نه ده ور ټکولې چې څه حال د دی - څنګه ژوند تیریژي، هلکان او نجوني د په کومو کارو مصروف دی د ګهیځ او بیګاه ډوډۍ درته رسیژي او که نه؟ او څوک مو روزي رسان دی (البته همیشه الله پاک دی) خو خدای وایی ته حرکت کوه زه برکت دغو جناب یوه ورځ یوه بوجۍ اوړه، یو پیپ غوړي، یو کیلو غوښه، یو کیلو بوره یا چای د خپلو "مجاهدینو" د شهیدانو ورسو ته نه دي ورکړي خو هغه وخت چې دوی ژوندي وو او ماشیندار ېې په اوږۍ او تش نس د یوه غره نه، یوې دشتې نه بلې دشتې او غره ته په لوږه او تنده رسول او په لوڅو پښو او چاودو لاسو ېې د ژمي یخونه تیرول نو هغه وخت دغه "مجاهد" ډیر میړه او ډیر ښه سړۍ او پاک "مجاهد" وو، خو کله چې شهید شوو نو ېې مړۍ کور ته ور نه وړو، او نه ېې د دوی په قبر یو څو مړۍ حلوا وویشله، هغه څو روپګۍ چې د "مجاهد" فامیل ور باندې خوشحاله کړې اولین او اخرین کمک وو او بس (ابۍ مړه شوه او تبه ېې وشلیده).

۳۵ کاله د قرآن او اسلام د نامه نه سوی استفاده وشوه، سوی استفاده د تنظیمو مشرانو - "جهادی" قوماندانانو - په پاکستان -ایران -عربستان او غرب پورې مزدور او اجیرو تړلو افغانانو زموږ بیوزله، بیسواده او بې کسه افغانان د جنګ میدان ته ولیږل او د ښځو او لورانو نه ېې د عربانو او امریکایانو په شمول د عربی شیخانو سره یو ځای ډیره سوی استفاده وکړه او عربانو زیاتی ګلالۍ پیغلې دوبی- اماراتو او عربستان ته د سکس او عیش له پاره په نقدو پیسو واخیستی او د (آی اس آی) ګرم مجلسونه د دوی سره همیشه د افغانی نجونو په رقص او خواندنو ګرم ساتل کیدل چې نن سبا ېې فلمونه د (یو ټوب) د سایته لیدلای شۍ، نو دغو "مجاهدین" نه (دین، نه قرآن او نه اسلام ته) وفادار پاتې شول ډیر ښه مثال ېې هغه وخت چې لوی فتنه ګر د عربستان پادشاه د پخلاینی او روغې جوړې له پاره حرمین شریفین ته دعوت کړل او د سعودی د پادشاه په حضور ېې په قرآن قسم وکړو چې نور به یو د بل سره دشمنی نه کوو خو په ډیره خواشینۍ سره په الوتکه کې بیرته له څو ساعتو یو د بل سره لاس په گریوان شول، او بل طرفه دغه ۲۰ کاله د "مجاهدینو" "اسلامی حکومت" په افغانستان کې جاری فرمان چلوي ((نه ملحد شته - نه کافر شته - نه کمونستان په مقامو ناست دي او هرڅه ددوی ("مجاهدینو")په واک او اختیار کې دي، نو بیا د څه په خاطر د خپلو هم عقیده "مجاهدینو" د حکومت په ضد جنګیژي، معلومداره خبره ده چې دوی د (پاکستان -ایران - عربستان - امریکا او انګریز) په دام کي بند دي دوی ته (نه مسلمان او نه افغان ویلای شوو بلکه دوی خرڅ شوي، خاین وطن پلورونکی دی) او دوی فقط (شنې دالرې- سره پونډونه او کلدارې ډیرې ښې پیژني)) او دهغو د لاس ته راوړلو لارې او چارې ورته ښې معلومې دي.

نن سبا بیا هغه د تنظیمو رهبران - د جمهور رییس مرستیالان - "جهادي" قوماندانان د پیسو په ویشلو تهدیدولو - زور او زاریو دعوتونوغواړې زموږ بیچاره خلک د څو دالرو په بدل کې واخلي او ددوی راېې د یوه داسې "مجاهد" رییس جمهور له پاره تر لاسه کړي چې بیرته نور ۲۰ کاله ددغو قرآن او قسم خورو سیورۍ په بیچاره بیسواده افغانانو تیاره او یخني را ولي .

که دا ځلې بیا د تروریستانو - سړي وژونکو - مرتجعینو - رشوت خورو - وطن پلورونکو -مافیايي ټوپک مارو - هیرویینو او نورو مخدره موادو قاچاقبرانو نه یو تن د جمهوری مقام ته ځان ورسوې نو بیدون له شکه چې پاکستان خپل سرحد په حیرتانو او کشک تورغوندي او کلاته نظر خان کې جوړوي او برجونه هسکوي، خو که د افغانستان خلک په رشتیا سره یوه زره شرم هم ولري باید یوه "جهادی" ته چې لاسونه ېې د خلکو په وینو سره دي او د مقام او رتبي نه په استفادې سره د خلکو ویني وڅښلې او رشوتونه ېې وخوړل، قصرونه او بنګلې ېې جوړې کړې او پرون ېې ګوډ خر نه درلودو خو نن بیا په کادیلاک تندر برډ او لکسیز موترانو کې تګ را تګ کوي د سږ کال ریاست جمهوری انتخاباتو کې یو ځل بیا غواړي د (خدای - قران - او اسلام) تر نامه او استعمالولو لاندې خپل شوم او خاینانه مرام ته ځان ورسوي نو زما له ټولو افغانانو نه هیله داده چې بیا د "مجاهد" او تنظیمی مشرانو خبره ونه مني بلکه د وطن او بیچاره خلکو د بیکاری نه د خلاصون په خاطر یوه بیطرفه او متخصص او تحصیل کرده افغان ته چې هم ېې انسان نه وي وژلۍ او نه ېې رشوت خوړلۍ وی رایه ورکړۍ تر څو دغه ماته کشتی چې په دغو طوفانی سمندر کې بیدون له قطب نما نه روانه ده په هوشیاری او متانت او افغانیت بیدون د (امریکا - ایران پاکستان - عربستان) له دیکټاټه هغو مطلوب ساحل ته ورسوي.

 

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !