د فاتحې خبرتیا

 

الحاج غلام رسول وزیري د شورا پخوانې وکیل ورور، ساقیه وزیري مسعود لور، فرحناز وزیري مسعود لمسی، بي بي حاجي عذرا وزیري د ورور میرمن؛

سراج مسعود زوم، احمد یاسین وزیري وراره، ګل څانګه اختر، هوسی وزیري، زرڅانګه وزیري، وږمه وزیري وریرې؛

ډاکتر یار محمد مسعود د لور زوم، ډاکتر شیرباز مرغه وال د خدای بښلې د لیوره زوی او ناجیه رشید وزیري د خدای بښلې د لیوره لور؛

د مرحومې بي بې حاجي (تخت نامه وزیري) د مرحوم الحاج ولسوال امان الله خان وزیري میرمن او د ډګر جنرال زرخان وزیري لور د مړینې له کبله چې په کابل کې خاورو ته سپارل شوې ده، ټولو دوستانو ته خبر ورکوي چې د ښځینه او نارینه فاتحه د شنبې په ورځ د جنوري په (۱۹) نیټه د ماسپیښین له (دوو بجو) نه تر (څلور بجو) پورې د فرانکفورت ښار په افغان کلتوري جمات کې اخیستل کیږي.

د فاتحې اخیستلو پته او د معلوماتو تیلیفونونه:

Edisonstr.10

60388 Frankfurt/ Main

Bergen-Enkheim

 Tel: 015788102443

Tel: 015213547957

انالله و انا الیه راجعون

په ډیر درنښت:

 الحاج غلام رسول وزیري، سراج مسعود او ډاکتر یار محمد مسعود

 

 

د خواشینۍ او خواخوږې پیغام

په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم، د ښاغلي الحاج غلام رسول وزیري خور او د ساقیه وزیري مسعود مهربانه مور چې ماته او زموږ کورنۍ ته یې د مور حیثیت درلود، په کابل کې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

انالله و انا الیه راجعون

زه نه یوازې په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې محترم الحاج غلام رسول وزیري، ساقیه وزیري مسعود، او د دوی درنې کورنۍ، زامنو، دوستانو او خپلوانو ته دجمیل صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای له سپیڅلي دربار څخه مرحومې ته د فردوس جنت غواړم.

په ډیر درنښت:

انجنیرعبدالقادرمسعود

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org